د لاس رسي وړ اتصالات

غني: تر راتلوونکو ۱۵ ورځو د سولې خبرې بیا پیلیږي


جمهور رئیس غني د یکشنبې ورځې د خوست د ځانمرګي برید د قربانیانو د کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره نن دغه ولایت ته تللی و.

جمهور رئیس غني د یکشنبې ورځې د خوست د ځانمرګي برید د قربانیانو د کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره نن دغه ولایت ته تللی و.

جمهور رئيس اشرف غني نن د خوست په ولايت کې یکشنبې د ورځې ځانمرګي برید د قربانيانو له کورنيو سره د غمرازۍ لپاره په دغه ولایت کې په يوې جوړې شوې غونډې کې ګډون وکړ.

د موټربم ياد شوی ځانمرګی بريد، چې د يکشنبې په ورځ په خوست ښار کې د امريکايي ځواکونو د اډې پر يوه امنيتي پوسته وشو، لږترلږه ۳۳ کسان پکې ووژل شول، چې ۲۷ يې ملکيان وو.

ښاغلي غني غونډې ته وويل، چې د سولې د مخامخ خبرو په دويم پړاو کې به له طالبانو سره پر دې خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي، چې په هېواد کې د پايدارې سولې د رامنځته کېدو اساس تشکيلوي.

هغه وويل: "په ۱۵ ورځو کې به انشاالله له طالبانو سره دويمه کتنه وشي، پردې باندې په دقت کار کوو. هلته زموږ درې اهداف دي. لومړی دا چې څنګه دا کتنې پر يوې پروسې بدلې شي، چې دا کار ترسره شو. بل هدف دا دی، چې يو فهرست واخلو. څه ډول موضوعات چې هغوی يې لري په کاغذ باندې يې وليکي".

تېره اوونۍ افغان چارواکو د اسلام اباد په مري کې د وسله والو طالبانو له سياسي استازو سره لومړنۍ مخامخ خبرې وکړې، چې په نتيجه کې يې د سولې په اړه د خبرو اترو پر دوام موافقه وکړه.

جمهور رئيس غني له طالبانو سره يادې شوې مخامخ خبرې بريالۍ وبللې او دا يې د سولې پر لور د سيمې د هېوادونو په کچه لومړنی اقدام او ستره لاسته راوړنه ياد کړل.

ښاغلي غني پاکستان ته هم په اشارې سره د انتقاد په ژبه وويل، چې له افغانستان سره يې ۱۴ کاله نااعلان شوې جګړه پرمخ يوړه، مګر زياته يې کړه، چې د حق غوښتنې پر اساس به دغه جګړه پای ته رسوي.

"ما لومړی ځل پاکستان ته واضح ويلي دي، چې ۱۴ کاله نااعلان شوې جګړه مو له موږ سره وکړه. د دې جنګ خاتمه د حق په اساس غواړو، زه چا ته ننواتې نه کوم. زما ننواتې به يواځې قومي مشرانو او د شهيدانو کورنيو ته وي. د افغانستان جمهور رئيس بل هيچا ته ننواتې نه کوي".

جمهور رئيس اشرف غني له ټولو افغانانو وغوښتل، چې په هېواد کې د پايدارې سولې په ټينګښت کې له خپل حکومت سره پوره مرسته او ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د خوست ځينو قومي مشرانو د ځانمرګې حملې د قربانيانو د کورنيو له غړو سره په ياده غونډه کې پر جمهور رئيس انتقاد وکړ، چې د ناامنيو د مخنيوي لپاره يې جدي اقدام ندی کړی.

قومي مشر خان محمدقيوم خان وویل د وينو بندول په فاتحو باندې نه کېږي او ترڅه وخته به دا مظلوم ملت په دې اور کې سوځېږي.

هغه د جمهوررئیس غني نه وغوښتل چې د سولې په برخه کې ثابت ګامونه اوچت کړي

XS
SM
MD
LG