د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د لسو هیوادو وسله وال افغان پوځ سره جکړه کوي


جمهوررئیس غني وایي د افغانستان بې ثباتي د سیمې بې ثباتي ده
جمهوررئیس غني وایي د افغانستان بې ثباتي د سیمې بې ثباتي ده

جمهوررئیس محمد اشرف غنی وایي د کندوز په ولایت کې د لسو هیوادونووسله وال افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د همدې له امله د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د خپل هیواد راتلوونکي د سمیه ایزې همکارۍ پورې تړلې بولي او وایي چې د یو هیواد بې ثباتي ټوله سیمه بې ثباته کوي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ښځو، سولې او د امنیت په اړه د ۱۳۲۵ پریکړه لیک عملي پلان په مناسبت د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا وویل چې جنګ په افغانانو تحمیل شوی دي.

جمهوررئیس غني وویل په افغانستان جنګ د هیڅ هیواد په ګټه نه دی.

جمهوررئیس غني وویل "یوازې د کندوز په ولایت کې د لسو بیلابیلو هیوادو وسله وال جنګیالي حضور لري، مونږ قرباني ورکوو دې ته اړتیا ده چې ټوله سیمه او زمونږ ټول ګاونډیان په یوه خوله یوې اجماع ته سره ورسیږو ".

جمهوررئیس محمد اشرف غني په خپلو څرګندونو کې د افغانستان نظام د ړنګیدو په هکله انګیرني ناسمې وبللي وویل چې افغانان چمتو دي چې د سلګونو نورو کلونو لپاره هم خپله خاوره وساتي.

جمهوررئیس غني وویل " څوک دې په دي باندې قمار نه وهي چې افغانستان خدای ناکرده سقوط ته ځي، پنخه زره کاله مو ژوند کړی دا خاوره مو ساتلې، پنځه زره کاله نور به قرباني ورکړو دا خاوره به وساتو".

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل ټولو ته په کار دي چې یو اساسي سبق زده کړي او هغه دا چې د یو هیواد بې ثباتي د سیمې د بې ثباتې سبب ګرځي.

د افغانستان جمهوررئیس وویل چې په کمزوري دریځ کې به سولې ته چمتو نه شي.

جمهوررئیس غني وویل چې په افغانستان کې جګړې ترټولو زیات زیان ښځو ته رسولی دی د همدې له امله دې غواړي چې د سولې په برخه کې د ښځو غږ واوریدل شي.

هغه وویل چې د اعدادو له مخې په افغانستان کې درې اکثریته وجود لری

جمهوررئیس محمد اشرف غني، افغان میرمنې، ځوانان او بې وزله افغانان د دریو اکثریت ډلو په توګه یاد کړل وې ویل چې اوس دا درې اکثریتې ډلې په سیاسي او اقتصادي اقلیتونو بدلې شوي دي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د میاندو او ماشومانو د ژغورنې لپاره د تیرو کلونو د لاس ته راوړنو د بیرته په شاتګ یادونه وکړه وې ویل چې د پرمختګونو په شاتګ ورته د منلو نه دی.

همداشان جمهوررئیس غني د لومړي ځل لپاره د سترې محمکې عالي شورا ته د یوې ښځې قاضي نومول یادکړل د خپلو وزیرانو یې وغوښتل چې لږ تر لږه په هروزارت کې دې یوه ښخه د معینې په توګه وټاکي.

XS
SM
MD
LG