د لاس رسي وړ اتصالات

غني: دولتي ادارو کې د ښځو زورونه د زغملو نه ده


افغان حکومت د چهارشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ولمانځله.
افغان حکومت د چهارشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ولمانځله.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، لا هم په دولتي ادارو کې له ښځو سره تاوتریخوالی کیږي او دا کار په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون د مخنیوي لامل شوی دی.

افغان حکومت د چهارشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ د یوې لویې غونډې په ترڅ کې ولمانځله.

په دغې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه د افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او د کابینې د یو شمیر غړو سربیره، د افغانستان لومړۍ میرمن او د ښځو د چارو فعالانو ګډون درلود.

ولسمشر غني وویل، په دولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم دوام لري او په دې برخه کې ورته د 'سي بي آر' د پروسې له لارې د ښځو شکایتونه رسیدلي دي.

ښاغلي غني وویل "دا چلند د زغم وړ نه دی او زموږ د ټولو مکلفیت دی، چې د ښځې ضد دغه فرهنګ د رفع کولو او بدلولو لپاره هڅه وکړو".

ولسمشر غني دغه راز وویل، چې په اوس وخت کې د ښځینه بندیانو شمیر له ۹۰۰ څخه کم شوی دی او زیاته یې کړه، چې د عفې په فرمانونو کې یې ښځو ته د ځانګړي پام غوښتنه کړې ده.

ښاغلي غني وویل "نه یوازې د مارچ اتمې په مناسبت یو ځانګړی تخفیف ټاکل شوی، بلکې د عفې په هر فرمان کې موږ غوښتنه کړې، چې ښځو ته ځانګړې پاملرنه وشي او هغه اجماع چې زموږ په عدلي او قضايي ارګان کې رامنځ ته شوې، دوی دې نتیجې ته رسیدلي، چې د یوې ښځې لپاره د یو کال بند به د نارینه لپاره د دوو کلونو په برابر وي".

د دغې غونډې اکثرو ګډونوالو وویل، چې اوس هم په افغانستان کې ښځې زورول کیږي، په وړو نجونو باندې جنسي تیری کیږي، په سمه توګه خپلو حقونو ته لاسرسی نه لري او عدلي او قضايي مرکزونو ته تللی نشي.

پر ښځو باندې جنسي تیری، د هغوی ناموسي وژنه، د بدن د غړو پریکول او وهل او ټکول، په دولتي ادارو، دفترونو او ښوونیزو مرکزونو کې د ښځو زورول، په بدو کې د ښځو ورکول او ښوونځیو ته د انجونو نه پریښودل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي هغه عمده موارد دي چې په اړه یې په افغانستان کې رپوټونه خپاره شوي دي.

د افغانستان د ولسمشر پر وینا یوازې افغان میرمنې له تاوتریخوالي سره مخ نه دي بلکې، د نړۍ په کچه له میرمنو سره زورزیاتی کیږي.

ولسمشر غني وویل، هغه کسان چې له ښځو سره زورزیاتی کوي د اسلام دین په اړه پوهاوی نه لري.

ښاغلي غني ښځو ته ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې به د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د حکومت له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

د افغانستان حکومت، نړیواله ټولنه او د ښځو چارو فعالین له تیرو پنځلسو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راکمه او د ښځو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

د نومبر میاشتې ۲۵مه نیټه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده چې هرکال دغه ورځ د افغان حکومت له خوا په افغانستان کې لمانځل کیږي.

دغه ورځ سږ کال په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې په روان کال کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۷۲ پیښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو قضیو له شمیرې ۸۷۴ یې د منځګړیتوب له لارې حل شوي، ۱۱۸ یې د استیناف محکمې له خوا څیړل شوي، ۲۲۸ قضیې په ولایتونو کې د دواړو خواو د خپلمنځي جوړجاړي له مخې هوارې شوي او پاتې نورې لا هم په عدلي او قضایي بنسټونو کې تر څیړنو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG