د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: د یرغمل شویو مسافرو تښتونه توطئیه ده


ولسمشر غني: د سولې لپاره په ملي ارزښتونو معامله مو نده کړې
ولسمشر غني: د سولې لپاره په ملي ارزښتونو معامله مو نده کړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې د راوستو لپاره یې په ملي ارزښتونو لا هیڅ چا سره په هیڅ ډول معامله نده کړې او نه به هم معامله وکړي.

ولسمشر اشرف غني چې نن د مارشال قسیم فهیم په نظامي اکاډمۍ کې د افسرانو د فراغت غونډې ته خبرې کولې وویل سوله یې هدف ده او دغه هدف ته د رسېدو لپاره له تکتیکونو کار اخلي.

ولسمشر غني وویل داسې سوله غواړي چې له قوت نه وي، نه له ضعف او د تېرو کلونو لاسته راوړنې هم پکې خوندي ساتل شوې وي، ولسمشر وویل سوله قرباني او تېرېدل غواړي، او د سولې راوستل به د ملي یووالي لامل شي.

ولسمشر اشرف غني وویل ‪"‬سوله چې شفافه وي، څرګنده وي، نه د پردې تر شاه، زه درته ډاډ درکوم، چې زمونږ په هیڅ ملي ارزښت له هیڅ چا سره، هیڅ ډول معامله نده شوې، او نه به هم وشي.‪"‬

پدې وروستیو کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې او مذاکراتو په اړه زیات ویل کیږي، او د ځینو سیاستوالو له خوا د سولې د بهیر د شفافیت هم ویل شوي، خو ولسمشر غني وویل دا بهیر به شفاف وي.

ولسمشر غني د ملي اردو افسرانو ته وویل له سولې پرته سیمه هم خوندي نده او سیمه باید د دولتونو ترمنځ په مساوي اړیکو کې سوله ونغاړي.

ولسمشر غني د ملي اردو افسرانو ته وویل هغو ته اخطار ورکوي، چې افغانستان د خپلو نیابتي جګړو په میدان فکر کوي، وې ویل نیابتي جګړو ته اجازه نه ورکوي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل د ملي یووالي د خرابولو او د نفاق د خورولو لپاره په هر ځای کې توطئې کیږي او د نفاق په سلګونو توطئې شته دي.

ولسمشر وویل په زرګونو داسې لارې سنجول کیږي، چې خپله افغانان په خپلو کې بدګومانه کړي.

ولسمشر په زابل کې د یو دېرش یرغمل شوو تښتونه توطئیه وګڼله وې ویل ‪"‬په زابل کې نیول شوي، یرغمل شوي د ملي یووالي په ضد د توطئې برخه ده، ما پرېکړه وکړه چې زمونږ ځانګړي ځواکونه عملیات وکړي، نهه شپېته مخالفینو مو له منځه یووړل.‪"‬

د مارشال قسیم فهیم له نظامي اکاډمۍ نن پنځه سوه او نهه څلوېښت افسران فارغ شول، دا اکاډمي چې په ۲۰۰۵ کال کې جوړه شوې تر دې دمه یې ملي اردو ته له شپاړس سوو نه زیات فارغ افسران ورکړي دي.

ولسمشر دغو فارغ شوو افسرانو ته وویل چې د مشروع قووې د استعمال انحصار د افغان امنیتي ځواکونو سره دی او باید له دې قووې سمه کارونه وکړي.

د مارشال قسیم فهیم نظامي اکاډمۍ یوه له مهم اکاډمیو ده او دا اکاډمي د برېطانویانو او امریکايي روزونکو له خوا هم پرمخ وړل کیږي

XS
SM
MD
LG