د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په ولایت کې د وروستیو نا امنیو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني نن دې ولایت ته تللی دی.

ولسمشر اشرف غني د ولایت د مرکز لښکرګاه پر ځای د دې ولایت په شمال کې د واشېر په ولسوالۍ کې د ښوراب پوځي آډې ته تللی دی.

د ولسمشر اشرف غني سره د لیدني لپاره له ولایتي مرکز لښکرګاه څخه ولسي مشران ښوراب پوځی آډې ته بلل شوي دي.

د هلمند دوالي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وویل "ښاغلى ولسمشر به ۲۱۵ میوند قل اردو كې د هلمند له ولسونو ملکي او نظامي مسولينو سره يوې غونډه کې ګډون وکړي".

د هلمند د امنیتي حالت په اړه تیره اونۍ يو ځل بیا هغه وخت اندېښنې زیاتې شوې چې وسله والو د لښکرګاه ښار پر امنیتي کمربند او دریو نورو ولسوالیو کې په امنیتي پوستو پرلپسې بریدونه وکړل.

همدا اوس د هلنمد له ۱۴ ولسوالیو څخه يې پنځه د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دي.

د بلې خوا د افغانستان اجرائیه ریاست وایي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د هلمند ولایت لنو قومي مشرانو سره د دغه ولایت په امنیتي وضعیت خبرې کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG