د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس غني مزارشریف ته تللی دی


په دې وروستیو میاشتو کې د جمهوررئیس غني او د بلخ د والي عطا محمد نور ترمنځ اړیکې ښې شوي دي.
په دې وروستیو میاشتو کې د جمهوررئیس غني او د بلخ د والي عطا محمد نور ترمنځ اړیکې ښې شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، چې جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وړاندې د یو لوړ پوړې دولتي پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت ته سفر کړی دی.

د ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار ته رسیدلی دی.

په پام کې ده، جمهوررئیس غني به په دغه سفر کې د مزارشریف ښار په یو ښوونځي کې د زنګ په کړنګولو سره په دغه ولایت کې ۱۳۹۶تعلیمي کال رسماً پيل کړي.

همداراز جمهوررئیس غني بهد "نور" تالار او د روضیې جومات هم رسماً پرانیزي.

جمهوررئیس به په مزارشریف کې د بلخ والي عطامحمد نور له خوا په جوړې شوې میلمستیا کې د ګډون تر څنګ د ۲۰۹قول اردو له مشرتابه پلاوي سره هم لیده کاته ولري.

دا په تیرو څلور میاشتو کې دوهم ځل دې چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د بلخ ولایت څخه لیدنه کوي.

جمهوررئیس غني د تیرهجري شمسي کال د قوس په میاشت کې هم له بلخ ولایت څخه لیدنه کړې وه.

جمهوررئیس غني په داسې حال کې بلخ ولایت ته سفر کړی، چې په دې وروستیو میاشتو کې د بلخ د والي عطا محمد نور او د ارګ ترمنځ اړیکې ښې شوي، خو د بلخ د والي او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ اړیکې ډیرې سړې شوي دي.

تیره میاشت جمهوررئیس غني له څه باندې دوه نیمو کالو وروسته عطا محمد نور یو ځل بیا د بلخ د والي په توګه وټاکه.

ښاغلي نور له دوه نیمو کالو څخه له زیاتې مودې لپاره د دغه ولایت د سرپرست په توګه کار کوه.

د افغانستان اجرائیه رئیس او د بلخ والي دواړه د جمعیت اسلامي ګوند پورې تړاو لري.

XS
SM
MD
LG