د لاس رسي وړ اتصالات

غني د امنیتي تړونونو د تائید له امله مشرانو جرګه وستایله


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د مشرانو جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید تود هرکلی کوي او د مشرانو جرګې دغه اقدام د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یو ډېر مثبت او پر ځای عمل بولي.

جمهور رئیس غني د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو تائیدول د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره یو ښه اقدام بولي او وایي، چې د دغو تړونونو له مخې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د ټولو امنیتي چارو بشپړ کنټرول په خپل لاس کې ولري او دغه ځواکونه به لا پیاوړي او سمبال شي.

مشرانو جرګې د پنجشنبې په ورځ په یوه فوق العاده غونډه کې د امریکا او ناټو سره د افغانستان دفاعي او امنیتي ټړونونه د رایو په اکثریت تائید کړل.

د مشرانو جرګې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې دوه اویا سناتوران حاضر وو چې د هغوی له ډلې پنځه شپیتو تنو یې د امریکا سره د افغانستان د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون او هم د ناټو سره د افغانستان د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون په پلوۍ رایه ورکړي، پنځه سناتورانو د تړون په مخالفت او دوه سناتوران ددغه تړون سره د مخالفت له امله د مشرانو جرګې له تالار نه په احتجاجي توګه هم ووتل.

د مشرانو جرګې دمخه ولسي جرګې هم د یکشنبې په ورځ د د دواړو تړونونو لپاره فوق العاده غونډه لرله، چې په ترڅ کې دغې جرګې د ۱۵۷ حاضرو غړو له ډلې یوازې پنځو غړو له دواړو تړونونو سره په مخالفت خپلي رایې وکارولي او دریو نورو سپینې رایې وکارولي.

د افغانستان نوي حکومت د خپل کار په دوهمه ورځ د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي او دفاغي همکاریو تړون او همداشان د ناټو او افغانستان ترمنځ امنیتي او دفاغي د سپتمبر په ۳۰ نیټه په کابل کې لاسلیک کړي دي.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا سره د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون له لاسلیک ډډه وکړه او د خپل کار په موده کې یې دا تړونونه لاسلیک نه کړل.

د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي او دفاغي همکاریو تړون یوه سریزه، شپږویشت مادې او د الف او ب ضمیمي لري او د ناټو او افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون پنځویشت مادې او د الف او ب ضمیمي لري.

دا تړونونه د دوه زره څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې امریکا او ناټو سازمان ته په قانوني توګه د عسکرو د ماموریت د دوام امکان په لاس ورکوي او هم افغان امنیتي ځواکونو ته ددې امکان ورکوي چې ددغو ځواکنونو د روزنې او سمبالولو په برخو کې د امریکا ناټو مرستې ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG