د لاس رسي وړ اتصالات

غني دوو ورځو لپاره هند ته تللی


ولسشمر غني د حیدرآباد په ماڼۍ کې د هند له صدارعظم سره ولیدل
ولسشمر غني د حیدرآباد په ماڼۍ کې د هند له صدارعظم سره ولیدل

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د هند د صدراعظم نریندرا مودي په بلنه په یو دوه ورځني رسمي سفرد یو عالي رتبه پلاوي په مشرۍ نن له غرمې وړاندې نوي ډهلي ته رسیدلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې هند ته د جمهور رئیس غني د سفر یو هدف افغانستان سره په لویو زیربنایي پروژو کې د نوي ډهلي د مرستې جلبول دي.

دواخان مینه پال وویل، چې افغانستان سره د هند د مرستو لومړۍ پړاو بشپړ شوی او اوس افغان حکومت غواړي چې دا هیواد افغانانو سره د خپلو مرستو یو بل پړاو پیل کړي.

ښاغلي مینه پال وویل "په دې سفر کې افغانستان سره د هند د پروژو په دوهمه برخه خبرې کیږي خو امنیتي همکارۍ هم له پامه نه شو غورځولی ".

د ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني به په دې دوه ورځني سفر کې د هند صدراعظم نریندرا مودي، جمهور رئیس پراناب موکرجي او ددغه هېواد نورو چارواکو سره د کتنې تر څنګ له سوداګرو او په هند کې په زده کړو بوختو افغان محصلینو سره هم جلا جلا کتنې ولري

همداشان ټاکل شوې چې جمهور رئیس غني به د دفاعي څیړنو په انسټيټیوټ کې متقاعدو جنرالانو، متقاعدو سفیرانو، پروفیسورانو او محصلینو ته وینا وکړي او د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په هکله به د افغانستان لیدلوری هغوی ته بیان کړي.

جمهور رئیس سره په دې سفرکې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د ترانسپورټ وزیر محمدالله بتاش، د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري او د جمهور رئیس ویاند محمد هارون چخانسوري ملګرتیا کوي.

جمهور رئیس غني په داسې حال کې نوي ډهلي ته تللی چې ټاکل شوې د همدې عیسوي میاشتې په وروستیو کې په نیویارک کې د افغانستان، امریکا او د هند د چارواکو ترمنځ یوه درې اړخیزه ګډه غونده هم جوړه شي.

.

XS
SM
MD
LG