د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د کریموف په جنازه کې د ګډون په لپاره سمرقند ته لاړ


د ازبکستان ولسمشر تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د تاشکند په یوه روغتون کې د ۷۸ کلونو په عمر په حق ورسېده.
د ازبکستان ولسمشر تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د تاشکند په یوه روغتون کې د ۷۸ کلونو په عمر په حق ورسېده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان د سمرقند ښار ته لاړ او هلته به ازبکو مشرانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني به د جنازې د مراسمو ترڅنګ خپله ژوره همدردي او تسلیت د ازبکستان د حکومت چارواکو او خلکو ته هم د افغانستان د خلکو په استازولۍ وړاندې کړي.

د ازبکستان اوږدمهاله ولسمشر اسلام کریموف تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د تاشکند په یوه روغتون کې د ۷۸ کلونو په عمر په حق ورسېده.

اسلام کریموف په ۱۹۸۹ میلادي کال کې واک ته ورسېده او له هغه وخت راهیسې یې ۲۷ کاله د ازبکستان مشري وکړه.

کریموف د همدې کال په ټاکنو کې نوي سلنه رایې هم اخیستې وې.

د ولسمشر غني د دفتر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل چې له ولسمشر غني سره په دې سفر کې یو لوړ پوړی پلاوی ملګرتیا کوي.

ښاغلي دواخان مینه پال وویل چې د اسلام کریموف د واکمنۍ پر مهال ازبکستان له افغانستان سره ښې اړیکې لرلې او خپله کریموف د افغانستان نېږدې ملګری وو.

دواخان مینه پال وویل" مونږ له ازبکستان سره ښې اړیکې لرلي، تمه لرو دا اړیکې مو دوام وکړي او څوک چې د اسلام کریموف په ځای راځي له هغه سره هم ښې اړیکې ولرو".

ښاغلي مینه پال ازبکستان د افغانستان ښه ګاونډی یاد کړ.

ازبکستان د افغانستان په شمال کې پروت دی چې د بلخ ولایت او د دغه هیواد ترمنځ د حیرتانو د بندر له لارې د اور پټلۍ هم غځیدلې ده.

XS
SM
MD
LG