د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني سبا پاکستان ته ځي


 ضرار احمد عثماني له خپل ډنمارکي سیال مارتین لایدیګارد سره یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال
ضرار احمد عثماني له خپل ډنمارکي سیال مارتین لایدیګارد سره یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ضرار احمد عثماني نن پنجشنبې په کابل کې له خپل دنمارکي سیال مارتین لایدیګارد سره یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ټاکل شوې افغان ولسمشر سبا پاکستان ته سفر وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې د هغه په تګ سره به په افغانستان کې امنیتي حالت ښه شي.

پاکستان ته د افغان ولسمشر سفر د هغه هیواد د صدر اعظم نواز شریف په رسمي بلنه ترسره کیږي چې د دې سفر په ترڅ کې به افغان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزی د پاکستان له لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو سره وګوري.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي چې افغانستان په سیمه کې د طالبانو او تروریستانو د پناه ځایونو له موجودیت څخه اندیښمن دی او ډاډ یې څرګند کړ چې د پاکستان په همکارۍ به له تروریزم سره په مبارزه کې بریالي شي.

هغه وویل"هیله مند یو چي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په تګ سره په افغانستان کې د ښه امنیتي حالت شاهدان واوسو".

دغه راز، د دنمارک د بهرنیو چارو وزیر مارتین لایدیګارد چې په یو رسمي سفر افغانستان ته راغلی وايي چې افغانستان ته د ریښتینې سولې په راوستلو کې د ګاونډيو او سیمې هیوادونو ونډه ډيره مهمه ده.

غونډې ته ښاغلي لایدیګارد وویل چې په افغانستان او سیمه کې د امنتیي او اقتصادي حالت د ښه والي لپاره په کار ده چې د ګاونډیو هیوادونو تر منځ د باور او همکاریو نوې فضا رامنځ ته شي.

ښاغلي لایدیګارد وویل "دا ټولو ته څرګنده ده چې په افغانستان کې د ریښتینې سولې د راوستلو لپاره اړینه ده چې د سیمې ټول ګاونډي هیوادونه ونډه واخلي او زما په نظر په دې برخه کې ګډو هڅو ته اړتیا ده چې د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو تر منځ د باور او همکاریو نوی فضا رامنځ ته شي څو وکولی شو چې افغانستان ته سوله راولو".

د دنمارک د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د دې سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې له افغانستان څخه د دنمارک هیواد د مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG