د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني دا اونۍ اسټرالیا ته ځي


ارګ لا تراوسه اسټرالیا او دوه نورو هیوادونو ته د ولسمشر غني د سفر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ارګ لا تراوسه اسټرالیا او دوه نورو هیوادونو ته د ولسمشر غني د سفر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په پام کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني د اسټرالیا د لومړي وزیر ملکم ترنبل په رسمي بلنه د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو همکاریو د خبرو لپاره په روانه اونۍ کې کانبیرا ته لاړ شي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ولسمشر غني د دې سفر هدف له اسټرالیا سره د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ده.

په کانبیرا کې افغانستان سفارت په بیان کې ویل شوي " د سوداګرۍ، کانونو، لوړو زده کړو، کرهڼې او پانګونې په برخه کې د همکاریو زیاتول ددې سفر هدفونه دي".

په کانبیرا کې د افغانستان سفارت دا هم ویلي، چې پدې سفر کې به د دواړو هیوادونو له لوري د کانونو د پراختیا دوه سندونه هم لاسلیک شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن د شنبې په ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت ته د نوماندې وزیرې او سرپرستې نرګس نهان د پېژندنې په مراسمو کې وویل چې اسټرالیا ته د ولسمشر غني د سفر په اجنډا کې د کانونو موضوع هم ځای په ځای شوې ده.

ښاغلي دانش وویل" اسټرالیا ته د جلالتماب رئیس جمهور په سفر کې چې په همدې ورځو کې به یې وکړي، د معدنونو موضوع هم په اجنډا کې شامله ده او د اسټرالیا له مقاماتو سره به پرې خبرې وکړي. بې له شکه چې زمونږ د معدنونو لپاره به ګټوره وي او تاثیر به ولري".

ځینې حکومتي سرچینو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې ولسمشر غني به اندونیزیا او سنګاپور هیوادونو ته هم په رسمي سفر لاړ شي.

د اندونیزیا خبري اژانس انتارا د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو له قوله ویلي، چې ولسمشر غني به اندونیزیا ته هم دوه ورځنی سفر ولري او د دواړو هیوادونو په همکاریو به خبرې اترې ولري.

ارګ تراوسه دغو دریو هیوادونو ته د ولسمشر غني د سفر په تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG