د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د اوباما څرګندونو ته غبرګون


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا په وخت تیره شپه خپل ولس ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل چې د امریکا پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیدلی دی او اوس افغان پوځ ددې وړتیا لري چې له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

که څه هم ولسمشر اوباما په خپله وینا کې د افغانستان په اړه زیاتې خبرې ونکړې او د خبرو ډيره برخه یې د امریکا پر کورني وضعیت او په منځني ختیځ کې د تروریستي ډلو په وړاندې مبارزې ته ځانګړې کړې وه، خو افغان حکومت بیا وايي چې د ښاغلي اوباما څرګندونې پر افغانستان مثبتې اغیزې پریښودلی شي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل "څو خبرې چې د افغانستان لپاره ارزښت لري هغه دا دي چې مخکې له دې داسې ذهنیت موجود و چې افغان امنیتي ځواکونه به په یواځې ځان د دغه هیواد د امنیت په ټینګولو کې پاتې راشي خو د ولسمشر اوباما دغه خبره چې د امریکايي او ائتلافي ځواکونو له محاربوي مرستې پرته افغان امنیتي ځواکونه کولی شي چې په خپلواکه توګه له افغانستان څخه دفاع وکړي د افغانستان لپاره ډير ښه پيغام لري، یو پيغام چې له سولې سره مرسته کوي دا دی چې نور به طالبان له دې وروسته له بهرنیانو سره په جګړه کې ښکیل نه وي هغه بهرني ځواکونه چې پاتې کیږي یواځې حمایوي رول لري."

جاوید فیصل وايي چې د امریکا ولسمشر دغه خبره چې هغوی به د نړۍ په هر ګوټ کې د تروریزم په خلاف مبارزه کوي او د له منځه وړلو لپاره به یې ځان وررسوي د دې ښکارندويي کوي، که چیرې بیا افغانستان د تروریزم له پلوه تر ګواښ لاندې راشي نو امریکا به یې مرسته وکړي.

خو د سیاسي چارو یو شمیر افغان څیړونکي وايي چې ولسمشر اوباما په خپله وینا کې زیاته پاملرنه په منځني ختیځ کې د نویو پيدا شوو تروریستي ډلو په خلاف مبارزې ته اړولې ده او د افغانستان په اړه یې د ویلو لپاره د پام وړ څه نه درلودل.

د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لیوال وايي چې لا هم په افغانستان کې د تروریزم خطر شته او په دې برخه کې امریکا روښانه تګلاره نه لري "لا هم زموږ په سیمه کې د ترورزیم د تروریزم خطر شتون لري، او لږ تر لږه د تروریزم لپاره د بستر جوړیدو په وړاندې امریکایان روښانه دریځ نه لري، ځکه چې د افغنستان بې ثباته کیدل کولی شي چې د تروریستانو او نورو هغو ډلو د ظهور سبب شي چې بیا به د امریکا او غرب امنیت ته ګواښ وي."

د ښاغلي لیوال پر وینا په افغانستان کې له تروریزم سره مبارزه هغه مهال بریا ته رسیدلی شي چې امریکایان او غربیان ډاډه شي چې افغانستان په خپلو پښو ودریدلی او په دغه هیواد کې د تروریستانو بیا راتګ ناممکن دی.

بلخوا د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وايي په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې د امریکا جګړه هغه راز چې تمه کیده ترسره نشوه، لا هم تروریستانو او پټنځایونه یې خوندي دي او د دې جګړې په ترڅ کې زیات بې ګناه افغانان ووژل شول.

د کابل ښار یو اوسیدونکی داد محمد وايي "دوی ته معلومه وه چې تروریست له کوم ځای څخه راځي او چیرته روزل کیږي، بدبختانه یو هغه دا دی چې د افغانستان ډير خلک په دې کله منځه لاړل او ډیر تلفات ورواوښتل، په کوم شکل چې دوی زموږ اردو، ملي امنیت او پولیس روزلي وای او مدرنه وسلې ورکړل شوي وای په هغه شکل نه دي، ټول پرمختګ په مصنوعي شکل باندې شوی، مثلاً زموږ اردو ده که چیرې یوه میاشت خپلو عسکرو ته پر وخت معاش ورنکړو نه به دفاع لرو نه به اردو لرو. "

د نجیب الرحمان په نوم د کابل ښار بل اوسیدونکی وايي چې د پخوا په پرتله امنیتي وضیعت لا پسې خراب شوی دی "روزمره انتحاریان کیږي، اختطافونه شته او خلک وژل کیږي ترور کیږي، هغه اول امنیت ښه وو انتقالي او لومړي پينځه کلونه ډير ښه وو."

د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون نږدې څلور میاشتې مخکې لاسلیک شو چې له مخې یې د ۲۰۱۵ کال له پیل سره سم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي ماموریت پای ته ورسید، سره له دې هم امریکا په افغانستان کې خپلو ۱۰۰۰ سرتیرو ته دنده سپارلی چې په دغه هیواد کې د القاعدې او طالب هغه پاتې غړي تعقیب کړي چې د امریکا امنیت ګواښ ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG