د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: د رهبرۍ انحصار باید مات شي


غني له ښځو سره ژمنه وکړه، چې په ټولو ادارو کې به یو شان برخه ورکول کیږي او له ښځو سره تاوتریخوالی په ټولو دولتي ادارو کې بند دی
غني له ښځو سره ژمنه وکړه، چې په ټولو ادارو کې به یو شان برخه ورکول کیږي او له ښځو سره تاوتریخوالی په ټولو دولتي ادارو کې بند دی

ولسمشر غني چې نن په کابل کې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې غونډې ته وینا کوله وویل، د واک انحصارول باید له منځه لاړ شي او ژمن دی چې ښځو ته د والیانو، سفیرانو، معینانو او نورو دندو کې ونډه ورکړي خو دا ونډه به د وړتیاو په اساس وي.

ولسمشر وویل، د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی، ترڅو د ټولو هغو کارکوونکو لست برابر کړي، چې په شخصي او یا د کورنۍ په اړیکو دغه وزارت کې ګمارل شوي، ترڅو لاس یې له کار لنډ کړای شي.

ولسمشر غني له ښځو سره ژمنه وکړه، چې په ټولو ادارو کې به یو شان برخه ورکول کیږي او له ښځو سره تاوتریخوالی په ټولو دولتي ادارو کې بند دی.

ولسمشر اشرف غني وویل ‪"‬د ښځو له وزارت مننه کوم، چې تل یې د ښځو له حقوقو دفاع کړې ده، ولې د ښځو له حقوقو دفاع یوازې د ښځو د وزارت دنده نده، هر وزارت او هره اداره مسؤله ده چې د ښځو د حقوقو نه دفاع وکړي.‪"‬

ولسمشر غني دا ډول د ترکیې په مرسته ډېر ژر د لومړني ښځینه پوهنتون د ایجاد خبره هم وکړه وې ویل چې ځمکه یې ورته جدا کړې او ژر به ښځې یو جلا پوهنتون ولري.

ولسمشر د عربي متحده اماراتو په مرسته د زعامت او مدیریت په برخه کې د افغان میرمنو د روزنې یاده هم وکړه وې ویل چې عربي متحده امارات به افغان ښځو ته د مدیریت د ظرفیت په لوړولو کې هم مرسته وکړي.

افغان جمهور رئيس د ښځو لپاره د یوه ځانګړي روغتون د جوړولو یاده هم وکړه وې ویل‪"‬ ما د روغتیا وزارت ته ویلي، چې د فقیرو ښځو لپاره یو روغتون اختصاص کړي، ترڅو د هند په ځای د دوی درملنه په کور دننه وشي.‪"‬

د مارچ د اتمې په مناسبت جوړې غونډې ته ولسمشر غني دا ډول وویل چې د ښځو اقتصادي ودې ته به هم پاملرنه کوي، ولسمشر وویل څو میاشتې وړاندې یې د ټولو هغو پروژو د بررسۍ غوښتنه کړې ده چې د نړیوالو له خوا تمویلیږي، ولسمشر وویل ددغې بررسۍ راپورونه ورته رسېدلي او ټولې پروژې به د لومړیتوبونو په اساس له سره طبقه بندي کړي او د ښځو ونډې ته به هم خاصه پاملرنه وکړي.

د مارچ له اتمې د نمانځنې پدې غونډه کې د ولسمشر غني میرمنې بي بي ګل غني هم برخه درلوده او لومړی یې ویناء وکړه، میرمن بي بي ګل غني وویل چې د افغان میرمنو په څنګ کې ولاړه ده او افغانې میرمنې ورته خپلې ستونزې وايي او په اواري کې یې هلې ځلې کوي.

پدغو مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم برخه اخېستې وه.

د ښځو چارو وزارت وايي، سږ کال د مارچ له اتمې د ګڼو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه کوي، دغه وزارت تېره ورځ د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون هم پرانسته

XS
SM
MD
LG