د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسمشر له زوم نه د اف بي آي تحقیقات


د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ د سلاکار او زوم جارد کوشنر وکیل ویلي چې کوشنر د ټرمپ په انتخاباتي کمپاینونو کې د خپلې ونډې او رول په اړه کانګرس او فدرالي څېړونکو ته توضیحات ورکوي.

د امریکا د کانګرس ځينې کميټې او فدرال څېړونکو د ټرمپ د کمپاین دفتر او روسیې ترمنځ د اړیکو په باب تحقیقات کوي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې خبر ورکړی چې په امریکا کې د روسیې سفیر په مسکو کې خپلو مشرانو ته ویلي چې کوشنر په یوه لیدنه کې د ټرمپ د انتقال ډلې او د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ د یوې پټې ارتباطې لیکې پر رامنځته کولو بحث کړی دی.

رویترز خبري آژانس هم لیکلي چې کوشنر له روسي سفیر سره درې پت تماسونه لرل. د رویترز په حواله کوشنر او سفیر د تیرکال د اپریل او نوامبر په میاشتو کې دوه ځلې پر ټېلفون خبرې کړي دي.

د واشنګټن پوست او ان بي سي نیوز رسنیو ویلي چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف بي آي) له کوشنر څخه تحقیقات کړي دي.

د رسنیو د خبر له مخې ف بي آي د کوشنر او د روسیې د سفیر د لیدنې په اړه څېړنه کوي.

XS
SM
MD
LG