د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او غني ټیلیفوني خبرې کړې دي


د دواړو هیوادونو مشرانو په دغې ټیلیفوني اړیکه کې پر امنیتي مسایلو هم خبرې کړې دي.
د دواړو هیوادونو مشرانو په دغې ټیلیفوني اړیکه کې پر امنیتي مسایلو هم خبرې کړې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.

د افغانستان له جمهوري ریاست څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې ښاغلي غني په دغې ټیلیفوني اړیکه کې ویلي، د افغانستان او امریکا اړیکې د دواړو هیوادونو د ولسونو پر استراتیژیکو ګټو ولاړې دي.

ولسمشر غني هیله څرګنده کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لاپسې پیاوړې او پراخې شي.

د دواړو هیوادونو مشرانو په دغې ټیلیفوني اړیکه کې پر امنیتي مسایلو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان ولسمشر د افغان ځواکونو د مالي او تخنیکي ملاتړ، روزنې‌ او تجهیز په برخه کې د نږدې لس زره امریکايي ځواکونو او د ناټو غړو هیوادونو ملاتړ ګټور بللی دی.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې هیواد به یې د هغه د واکمنې پر مهال د افغانستان له دولت او ولس سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې، که چیرې افغانستان زیاتو امنیتي همکاریو ته اړتیا ولري، له ارزونو وروسته به د لازیات امنیتي ملاتړ مسلې ته پام وکړي.

په دغې ټیلیفونې اړیکه کې د دواړو هیوادونو مشرانو د تروریزم په ضد پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې باید سیمه ایزې همکارۍ پراختیا ومومي.

د ارګ د اعلامیې له مخې، د امریکا منتخب ولسمشر له خپل افغان سیال څخه بلنه کړې ترڅو د دوه اړخیزو مسایلو پر سر د بحث لپاره امریکا ته سفر وکړي، چې ولسمشر غني یې بلنه منلې ده.

دغه راز، ولسمشر غني هم ښاغلي ټرمپ ته ورته بلنه ورکړې او د امریکا منتخب ولسمشر ورته په ځواب کې ویلي، چې په لومړي فُرصت کې به افغانستان ته سفر وکړي او د خپل سفر پر مهال به په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو څخه هم لیدنه وکړي.

XS
SM
MD
LG