د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئيس ټرمپ د حکومت د لګښتونو بودیجه لاسلیک کړله


جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د متحده اېالاتو د فدرالي حکومت د چلولو او لگښتونو د پوره کولو لپاره ېو ټرېلېن ېعنی زر مېلېارده ډالر ضمني بودجه چې کانگرس ېي په غوڅ اکثریت منظوري ورکړې وه لاس لیک کړه.

په دې پېسو به فدرالي حکومت د روان مالي کال ترپای ېعنی د سېپټمبر د ٣٠ پورې وچلیږي اوپه سمدستي توگه د امریکا د مرکزي حکومت د ځینو دفترونو د ټړلو اوپه کورونو کې د مامورانو د کښېنولو مخه ونېول شوه.

په ضمني بودجه کې ترټولو ډېرې پېسې د پوځي او امنېتي مصارفو اود سرحدونو د ساتلو لپاره مختص شوې دي.

که د روان کال د اکټوبرترلومړۍ نېټې پورې جمهور رئیس او کانگرس د ملي بودجې د منظورولو په باب موافقې ته ونه رسیدل ،په موقتي توگه د فډرالي حکومت ځېنی دفترونه به وتړل شي او دولتي ماموران به په کورونو کې کښېني.

په بودیجه کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو تر منځ د هغه دیوال لپاره د پیسو ځانګړي کول دي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ غواړي د مکسیکو په سرحد کې یې جوړ کړي. دیموکراتانو ویلي دي چې د دې دیوال د پاره به پیسې په بودیجه کې ونه مني.

XS
SM
MD
LG