د لاس رسي وړ اتصالات

سالارزی: د کابېنې په جوړولو موافقه وشوه


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وایي چې جمهور ریس اشرف غني او اجرایي ریس عبدالله د نوې کابېنې په جوړولو موافقه وکړه چې له مخې به یې په څو پړاونو کې نوماند وزیران د باور د رایو د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د ولسمشر او اجرایي ریس ترمنځ د شوې موافقې له مخې د راتلوونکې کابېنې ټول وزیران نوي وټاکل شي چې څلور ښځې وزیرانې به هم په کې شاملې وي.

سالارزي وویل" د سکتوري وزارتونو وزیران د وړتیا له مخې غوره کیږي".

د سپتمبر په ۲۹ د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په وخت د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني په ۴۵ ورځو کې د نوې کابېنې د جوړولو ژمنه کړې وه خو د هغه او اجرایوي ریس ترمنځ د کابېنې د جوړولو په سر د خبرو او سلا مشورو د اوږدېدلو له امله تر ننه ولسي جرګې کاندید وزیران نه دي معرفي شوي.

که څه هم دمخه د اجرایي ریس د ټیم هغو چارواکو چې د کابېنې د جوړولو په خبرو کې برخه لرله په څو پړاونو کې د کابېنې د جوړولو سره مخالفت ښوده خو د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وایي چې جمهور ریس او اجرایوي ریس په دې موافقه کړې چې نوې کابېنه به په څلورو پړاونو کې بشپړه شي.

یوې منبع چې نه غواړي نوم یې واخستل شي امریکا غږ ته وویل چې د کابینې د جوړولو په سر موافقه تېره شپه په ارګ کې شوې ده.

د ولسي جرګې یوه غړې چې په دغو خبرو کې یې برخه لرله وایي چې ټاکل شوې چې څلور وزیران نن یکشنبه د نومبر ۳۰ نېټه او یا سبا ولسي جرګې ته د باور د رایې د اخستلو لپاره واستول شي.

تراوسه لا دا معلومه نه ده چې په کابېنه کې کومو څېرو ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان اجرایي ریس عبدالله د شنبې په ورځ په کابل کې د پروان ولایت د مخورو اوسپین ږیرو یوې غونډې ته په وینا کې د نوي حکومت د کابینې د جوړولو په برخه کې د ده او د جمهورریس اشرف غني ترمنځ په خبرو کې ښه پرمختګ په باب خبر ورکړې وو ، خو په دې باب یې د توضیحاتو له ورکولو نه ډډه وکړه دومره یې وویل چې د کابینې په سر موافقه به ژر اعلان شي.

ښاغلي عبدالله وویل " همدومره تاسو ته ویلی شم چې د کابینې او د څوکیو د ځانګړي کیدلو په برخو کې ښه پرمختګ شوی دی په ځانګړې ډول په تیرو یو دوه ورځو کې جزئیات به يې د بشپړې موافقې وروسته د ټولو د خبرولو لپاره اعلان شي".

جمهورریس او اجرايي ریس تمه لرله چې بله اونۍ په لندن کې د افغانستان په هکله په نړیوال کنفرانس کې به د نوو وزیرانو سره برخه واخلي خو د دغو دواړو مشرانو ترمنځ د کابینې د څوکیو د ویش په سر جنجال او هم د کانینې د غړو په سر د دواړو خواوترمنځ د موافقې ترلاسه کولو په برخه کې د خبرو اوږدیدل ددې سبب شوي چې د لندن د کنفرانس دمخه به ټوله کابینه جوړه نه شي.

خو جمهورریس او اجرايي ریس ته نږدې منابع وایي دا دواړه مشران هڅه کوي چې لږ ترلږه د لندن کنفرانس ته د سرپرستو وزیرانو پر ځای د نومول شوو وزیرانو سره لاړ شي.

XS
SM
MD
LG