د لاس رسي وړ اتصالات

ټلیگراف: دجمهوريخواهانو بری افغانستان ته زیری


ټلیگراف: دجمهوريخواهانو بری افغانستان ته زیری
ټلیگراف: دجمهوريخواهانو بری افغانستان ته زیری

د برتانېې د ټلیگراف ورځپاڼه لیکي چې په منځمهاله انتخاباتو کې د جمهوري خواهانو کامیابي د افغانستان لپاره ښه خبر دی. ځکه په دې کار سره په دغه هېواد کې د نظامی مبارزې لپاره غټ ملاتړ منځته راغی.

د برتانیې د ټېلېگراف ورځپاڼه لېکی چی په امریکا کې جمهوری خواهانو په منځمهاله انتخاباتو کې غټه توره وکړله.

ورځپاڼه لیکي چې په دې کار سره په افغانستان کې دنظامی مبارزی لپاره غټ ملاتړ پیدا شو.

ورځپاڼه زیاتوي چې دیموکراتان په دې باندې لگیا دي چې ایا د طالبانو خلاف په افغانستان کې جگړې ته ادامه ورکړي اوکه نه.

خو څرنگه چې اوس به په کانگریس کې د جمهوري خواهانو د خوښې کارونه کیږي نو دغه مسلې به پای ته ورسیږي.

له کوم وخت راهیسې چې براک اوباما د تېر کال په نومبر کې د ویسټ پواینټ په نظامي اکاډیمۍ کې په خپله وینا کې دا اعلان وکړ چې دی نیت لري چې له افغانستان نه د راتلونکي کال په جولای کې د امریکا عسکر راوباسي نو له هماغه وخت راهیسې دا پوښتنه په ټینگه راپیدا شوېده چې په واشنگټن کې څومره سیاسي اراده شته ده چې دا ماموریت سرته ورسېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د دوی په نظر دغه غیر یقیني حالت د ناټو هلو ځلو ته په افغانستان کې په ټینگه تاوان رسولی دی.

ځکه چې دا کار ددې سبب شو چې طالبان په دې فکر کې شي چې امریکایان به یو ځل بیا هر څه په میدان پرېږدي او ولاړ به شي لکه څنگه یې چې په ١٩٨٩ میلادي کال دا کار د پخواني شوروي اتحاد له وتلو نه وروسته له افغانستان سره کړی و.

ټلیگراف: دجمهوريخواهانو بری افغانستان ته زیری
ټلیگراف: دجمهوريخواهانو بری افغانستان ته زیری

د ټلیگراف ورځپاڼه ليکي چې هغوی به دا فکر کوي چې که امریکایان له افغانستان څخه وځي او هر څه په ځای پرېږدي، نو د سولې د معاملې په باب خبرې او بحثونه څه گټه لري.

ټلیگراف لیکي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د ماموریت قوماندان جنرال ډېوېډ پېټریس ددغې پالیسئ په نیمگړتیا پوهیږي او په خاموشئ سره ددې کار لپاره پلویان پیدا کوي چې دا خبره یقیني کړي چې له افغانستان څخه به د قواو وتل مشروط وي نه دا چې یوازې د امریکا چپ اړخه سیاسي خلک پرې خوشاله کړای شي.

ورځپاڼه په پای کې لېکی چې اوس به جنرال ډېوېډ پېټرېېس ته دامعلومه شوی وي چی په کانگرېس کې به په دې مسله کې دده ملاتړ او هرکلی وشی. په کانگرېس کې به اوس داخبره ېقېنی کړی شی چې هغه ملاتړ ورته برابر کړی شی چې دی ورته ضرورت لري.

وال سټرېټ ژورنال: په افغانستان کې د ایتلاف قوماندانان د ناټو په یووالی ټینگار کوي

وال سټرېټ ژورنال نن لیکي، هغوی به په دې کار باندې په دې میاشت کې د ناټو په عالي غونډه کې چې په پرتگال کې کیږي، ټینگار وکړي.

له دغو قوماندانانو سره دا اندېښنه چې د ناټو یو شمېر غړي هیوادونه پرې زور اچوي چې افغانانو ته د هغوی د امنیت سپارلو کار گړندی کړي او خپله ترې نه ولاړ شي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي چې په کابل کې د امریکا او ناټو مرکزي دفتر له دې سره مخالف دی چې د نومبر په ١٩مه او ٢٠مه باندې د ناټو په عالي غونډه کې د افغانستان یو داسې ولایت ېا اولسوالۍ ورته په نښه کړي چې په راتلونکي کال کې به یې امنیتي چارې افغانستان ته وسپارل شي.

ورځپآڼه د ایتلاف دېوه معتبر چارواکی له قوله لېکی چې که موږ دداسی کوم ولاېت ېا اولسوالی نوم مخکی له وخت نه ښکاره کړو ددی مانا به دا وي چې طالبانو ته د نښې ویشتلو بلنه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG