د لاس رسي وړ اتصالات

"جنرال دپاره مهم هدف په افغانستان کې د اداري فساد ورکول دي"


"جنرال دپاره مهم هدف په افغانستان کې د اداري فساد ورکول دي"
"جنرال دپاره مهم هدف په افغانستان کې د اداري فساد ورکول دي"

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د جولای د ۲۹ نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال ډيویډ پیټریس هره ورځ د سهار پر ۷:۳۰ بجو باندي د ناټو د سترو چارواکو سره ګوري او پر بیلابیلو تازه پېښو باندي د نظر تبادله کوي. خو په دغو لیدو کاتو کې یوه موضوع تل یادیږي هغه په افغانستان کې اداري فساد دی.

د خپلې وظېفې په لومړۍ میاشت جنرال پیټریس خپلې هلې ځلې زیاتې کړې ترڅو د افغانستان په حکومت کې د اداري فساد څرنګوالی په ډاګه کړي، د امریکا د قراردادونو څارنه وکړي او د افغان چارواکو سره مرسته وکړي چې په اداري فساد باندي لتاړ بیروکراتان یا د حکومت چارواکي ګرفتاره کړي او محاکمه یې کړي.

ورځپاڼه د ناټو د یوه چارواکي له قوله لیکي چې جنرال پیټریس اداري فساد ته خپل د دښمن په سترګه ګوري. دغه چارواکي زیاته کړه چې اداري فساد زمونږ تګلاره د کوندۍ سره مخامخوي او ددغه ستونزې د حل دپاره اوس عاجلو اقداماتو ته ضرورت شته .

ورځپاڼه لیکي چې د اداري فساد مسله د ناټو د پخواني قوماندان جنرال مکریستل دپاره هم یوه غټه مسله وه او ویل یې چې دغه مسله زمونږ پر اهدافو باندي اغیزه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د ناټو یوه شوې سروې ښيي چې په افغانستان کې د اداري فساد شتون یو ستر دلیل دی چې خلک د حکومت څخه ناراضه دي او د حکومت په مقایسه د طالبانو څخه حمایت کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د پولیسو د رشوت نه شروع تر مخدره موادو پوري هر کال په افغانستان کې ۱۲،۳ میلیارد ډالره ( یعنی دوولس زره و درساوه میلیونه ډالره) پیسې په اداري فساد او مخدره موادو کښي تاوبالا کېږي.

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د احسایې له مخې لیکي چې د ۱۲،۳ میلیاردو ډالرو نیمه یې د مخدره موادو او غیر قانوني مالیو نه راځي چې پر لاریو لګول کېږي . دغه راز ورځپاڼه لیکي چې دونیم میلیارده ډالره هرکال رشوت تبادله کېږي، همداشان ۱ میلیارد ډالره هر کال د افغانستان د حکومت د عوایدو نه ورکېږي او په میلیاردو ډالره نور د نړیوالو مرستو نه غلا کېږي.

ورځپاڼه د ناټو د یوه چارواکي له قوله لیکي چې دا مسله ورځ په ورځ خراپېږي او د بده مرغه د حکومت په هره سطحه کښي موجوده ده. ددې مسلې له منځ وړل نه یواځي د وضعیت تقاضا ده بلکې زمونږ دپاره عملیاتي مکلفیت دی چې باید له منځه یوړل شي.

ورځپاڼه لیکي چې د ناټو یادشوي چارواکي د مسلې د حساسیت په خاطر خپل د نوم د نه افشا کولو غوښتنه وکړه .

ورځپاڼه لیکي چې د ناټو په قوماندانۍ کې د اداري فساد پر ضد یوه کاري برخه رامنځ ته شوې او جنرال پیټریس په نظر کې لري چې یو امریکايي جنرال یې د مسول په توګه وټاکي. ورځپاڼه لیکي چې جنرال پیټریس خپل د قوماندانۍ په لومړنیو درو اونیو کې شل واري د جمهور ریْس کرزي سره وکتل او هر وار یې د اداري فساد پر مسلې خبري کولې.

ورځپاڼه لیکي چې په کابل کې د امریکا سفارت د دې ترڅنګ چې دوې ډلې یې په دې ګمارلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ډالرو د لګولو بهیر وڅاري، پر یوه نوي پشنهاد باندي کار کوي چې په نتیجه کې به یې د افغانستان حکومت د امریکا د مرستې د ترلاسه کولو دپاره باید مشخص معیارونه پوره کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د کابل په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان حکومت ژمنه وکړه چې تر را روان کاله پوري به د اداري فاسد د له منځه وړلو په لړ کې څو هدفو ته ورسېږي . د حکومت چارواکي ټوله دارايي به ثبت کړي ، د ملک نه د پیسو د ایستلو کاروبار به کنټرول کړي او داسي قوانین به جوړ کړي چې په لړ کې به یې حکومتي په فساد لتاړ چارواکي محاکمه شي. خو ورځپاڼه لیکي چې د افغان حکومت ځینې وعدې چې پخوا یې کړې وې، تر اوسه یې نه دي پرځای کړي، ددغه ژمنو له جملې نه د اداري فساد پر ضد د اقداماتو پلان و چې حکومت باید د جون په میاشت کې چمتو کړی وای خو دغه کار ونشو.

ورځپاڼه همداشان د لویدځ ډیپلوماتانو له قوله لیکي چې اندېښمن دي چې د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې اداره یو ضعیف مشرتابه لري او خپلواکي نه لري بلکې د جمهور ریْس کرزي تر اغیزې لاندي ده.

ورځپاڼه لیکي چې د نړیوالې ټولنې چارواکي د پخوا راهیسې د دې نه سر ټکوي چې د لوړې سطحې سیاسي فشار له کبله ځیني لوړ پوړي د افغانستان د حکومت په فساد کې لټر چارواکي نه محاکمه کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان حکومت په دې ورستیو کې څو حکومتي چارواکي د اداري فساد په تور نیولي او بندیان کړي یې دي د بیلګې په توګه جنرال ملهم پوهنیار د هرات په ولایت کې د سرحدي پولیسو قوماندان و او د جون په میاشت کې د قاچاقو په تور ونیول شو. همداراز بریدجنرال سیف الله حکیم په کندهار کې د سرحدي پولیسو قوماندان و هغه په دې تور ونیول شو چې د عسکرو معاشونه او د شهیدانو پیسې یې غلا کولې. همداشان په پکتیا ولایت کې ددغه ولایت د امنیې قوماندان د رشوت خوري په تور روان کال ونیول شو او اوس یې محاکمه روانه ده.

ورځپاڼه په پای کې د ناټو یو ستر نظامي چارواکي له قوله لیکي چې سره له دې چې د اداري فساد پرضد د افغانستان حکومت لږ پرمختګ کړی دی خو جمهور ریْس کرزی دا ورا د اداري فساد پرضد قوي دریځ لري.

د بلي خوا د کریشن ساینس مانیټور ورځپاڼې د جولای د ۲۸ نېټې په ګڼه کې لیکلي دي د امریکا د نړیوالو مرستو اداره یا یو اس ایډ په افغانستان کې زیاتې پیسې په لږ وخت کې مصرفوي ترڅو د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د حکومت تګلاره چې غواړي په افغانستان کې د بیارغونې چارې پر مخ یوسي، تر زیاته حده پوري پر دې تکیه کوي چې پر غټو او چټکو پروژو باندي پیسې ولګوي او د کارګرو سره مرسته وکړي ترڅو په نتیجه کې یې د عامو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د انکشاف په برخه کې د امریکا لګښت په کال ۲۰۰۸ کې ۱،۴ میلیارده ډالره و چې په ۲۰۰۹ او ۱۰ کې دوو میلیاردو ډالرو ته ورسیده او جمهور ریْس اوباما ویلي دي چې تر ۲۰۱۱ کاله پوري باید ۵ میلیارده ډالره شي. خو ورځپاڼه لیکي چې د امریکا په کانګرس کې ځیني غړي بیا د دې سره مخالف دي چې په افغانستان کې زیاتي پیسي ولګول شي. تر څو پوري چې د افغانستان حکومت د اداري فساد پر ضد څه نه وي کړي.

XS
SM
MD
LG