د لاس رسي وړ اتصالات

م.م د افغانستان د انتخاباتو د ستونزې د حل لپاره پلان وړاندې کوي


م.م د افغانستان د انتخاباتو د ستونزې د حل لپاره پلان وړاندې کوي
م.م د افغانستان د انتخاباتو د ستونزې د حل لپاره پلان وړاندې کوي

د مکلاچي انترنټ پاڼه چې د واشنګټن نه خپریږي رپوټ ورکړی دی چې ملګرو ملتونو داسې طرحه برابره کړیده چې د هغې په اساس به په افغانستان کې د انتخاباتو اوسنۍ کشاله د تل لپاره هواره شي.

انټرنیټ پاڼه لیکي چې د ملګرو ملتو اداره په پټه دغه طرحه چې ګواښونه هم پکې دي، او غواړي چې د ملک د جمهوررئیس او پارلمان ترمنځ تاوتریخوالی له منځه یوسي.

ملګري ملتونه تمه لري چې په دې کارسره به په دغه ملک کې د اساسي قانون بحران منځ ته را نه شي.

دوو بین المللي سرچینو دغه خبره تایید کړیده.

مکلاچي لیکي، ملګري ملتونه په پام کې لري چې د انتخاباتو کمسیون سره کار وکړي ترڅو دوی د ٦٢ ناراضو کاندیدانو له جملې نه ١٧ تنو ته دا زمینه برابره کړي چې ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي.

خو ولسي جرګه په خپل جوړښت کې د هر ډول بدلون په خلاف ټینګار کوي.

یوه چارواکي ویلي دي کله چې د ملګرو ملتو تر پلان لاندې د انتخاباتو خپلواک کمسیون دا نوی بدلون اعلان کړي نو بین المللي ټولنه به یې تر شا ودریږي.

پاڼه لیکي د امریکا چارواکو ویلي دي چې دغه هیواد که څه هم د ملګرو ملتو له طرحی نه به ملاتړ ونه کړي خو د کمسیون له پریکړې نه به حمایت وکړي.

مکلاچي د انتخاباتو اوسنۍ کشالې ته نظر اچوي او لیکي چې پروسږ کال دا وخت په افغانستان کې پارلماني انتخابات وشول او نتایج یې په تیر دسمبر کې په ډاګه شول خو په دې کې د کرزي پلویان پارلمان ته لاره پیدا نه کړه او دوی په انتخاباتو کې د درغلی ادعا وکړه. نو له همدې کبله کرزي د قضیې د څیړلو لپاره اختصاصی محکمه جوړه کړله.

محکمې په خپله وروستۍ پریکړه کې ٦٢ د پارلمان اوسني غړي نااهله اعلان کړل خو دغه پریکړه عملي نشوله.

کرزي په خپل وروستۍ پریکړه کې محکمه لغوه کړله او واک یې بیرته د انتخاباتو خپلواک کمسیون ته وسپاره.

مکلاچي لیکي، د ملګرو ملتو د پلان په اساس به د انتخاباتو اوسنی کړکیچ پای ته ورسیږي او حکومت به دې ته وزګار شي چې د ٢٠١۴ کال تر پایه پورې چې کله له ملک نه بهرني عسکر وځي، د مستقل امنیت نیولو لپاره ځان چمتو کړي.

XS
SM
MD
LG