د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: له طالبانو سره د سولې ممکنه خبرې


واشنگټن پوسټ: له طالبانو سره د سولې ممکنه خبرې
واشنگټن پوسټ: له طالبانو سره د سولې ممکنه خبرې

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په امکان باندې تبصره کړي ده.

ورځپاڼه ليکي چې د امرېکا د حکومت معتبرو مشرانو جمهور رئیس براک اوباما ته د چارشنبې په ورځ د افغانستان د حکومت له خوا نه له طالبانو سره، د سولې د هلوځلو په باب معلومات ورکړ.

پردې مذاکراتو سر بېره داېتلاف قواو کابل ته، د طالبانو د هېئت د سفر لپاره سهولتونه برابرکړېدی.

واشنگټن پوست لېکی د طالبانو یو معتبر هېئت ددې مېاشتې په سر کې سعودی عربستان ته ولاړ چې له افغان حکومت سر ه د سولی په مذاکراتوکې له دغه حکومت نه مرسته وغواړي.

د طالبانو استاځو، داغوښتنه هم کړېده چې یوه غونډه کندهارته نېژدی وکړي. رپوټ وايی چې کندهار د طالبانو مرکز گڼل کیږي او د پاکستان د کوټې ښار ته نیژدې پروت دی.

ویل کیږي چې د طالبانو مشران د پاکستان د کوټې په ښار کې دېره دي.

واشنگټن پوست لېکی چې دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما د افغانستان او پاکستان په برخه کې د خپلې کابېنی له غړېو سره په سپېنه ماڼی کې ٩٠ دقیقې خبرې وکړلې.

ښاغلی اوباما د پاکستان له خوانه له ېوه معتبر هېئت سره هم خبری وکړلی چې واشنگټن ته ددې لپاره راغلی دی چې دپاکستان او امرېکا د اړېکو په مستقبل او هغه شراکت باندې خبرې وکړې چې قوت یې په افغانستان کې د جگړې د کامیابۍ لپاره ډیر اهمیت لري.

د اوباما اداره نیت لري چې په دې اونی کې د پاکستان لپاره په نظامي مرستو کې د زېاتوالی اعلان وکړی. که څه هم ناټو او افغان چارواکېو خپل نظامی قوماندانا ن دېته هڅولی دی چې دهغو ېاغېانو خلاف ډېر ټېنگ گامونه اوچت کړی چې په پاکستان کې خوندی ځاېونه لری او د پاکستان استخبارات یې په دې تورن کړی دی چې د طالبانو او جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت تر منځ د ابتدایي خبرو په مخ کې خنډ کیږي.

واشنگټن پوست لیکي چې سپینې ماڼۍ له دغه مجلس نه وروسته یوه بیانیه خپره کړه چې وايی جمهوررئېس اوباما به دخپل اسیايي سفر په دوران کې چې د نومبر په میاشت کې کیږي، پاکستان ته سفر ونکړي.

ښاغلی اوباما به د اسېا په دغه سفر کې په هند کې د ډېرو ورځو لپاره پاتی شی. ددې په ځاې به جمهوررئېس اوباما په راتلونکې کال کې پاکستان ته سفر وکړی، هغه وویل چې دی به د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري ته په واشنگټن کې ښه راغلاست ووایي.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه په پاې کې تبصره کوی چې داوباما اداری معتبرو چارواکېو دتېرکال په منی کې د افغانستان د ستراتېژی په کتنه کې دا نتیجه گیري کړې وه چې طالبانو ته د یوه سیاسي گوند په توگه ماتی نشی ورکول کېدلی؛ دېوه نظآمی قوت په توگه ېوازې کمزوری کېدلی شی.

له هماغه وخت راهېسی داوباما داداری چارواکی په دې ټېنگارکو ي چې دا جگړه به سېاسی انجام ولری.

له همدی امله دافغانستان جمهوررئېس په دې برخه کې گامونه اوچت کړېدی چې د طالبانو له معتبرو اشخاصو سره د سولی په باب مذاکرات وکړی. پخوا په تېرو څو کلونو کې دا خبری کله ناکله او وقفو وقفو کېدلی.

XS
SM
MD
LG