د لاس رسي وړ اتصالات

"افغانانو ته د امنیت د مسئولیت سپارلو ملاتړ وشو"


"افغانانو ته د امنیت د مسئولیت سپارلو ملاتړ وشو"

"افغانانو ته د امنیت د مسئولیت سپارلو ملاتړ وشو"

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جولای د شلمې نېټې په گڼه کې "افغانانو ته د امنیت د سپارلو د پلان ملاتړ کیږي، ترعنوان لاندې لیکي، د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي هیوادونو چې د کابل په بین المللي کانفرانس کې یې گډون کړی دی، د سه شنبې په ورځ د حامد کرزي ددغه پلان نه ملاتړ وکړ چې تر ٢٠١۴ پورې په ټول ملک کې د امنیت دنده پخپله افغانان په غاړه واخلي. دغه پلان د کانفرانس په پریکړه لیک کې اعلان شوی دی.

نیویارک ټایمز لیکي، هغه مهال ویش چې پروسږکال حامد کرزی اعلان کړی ؤ، الترامي نه دی، مگر لویدیز ملاتړي دا تمه لري چې د سه شنبې په ورځ د دغه پلان رسمي تائیدیدل به په دغو هیوادو کې هغه فشار کم کړي چې ددوی د ټولنو لخوا په حکومتونو راوړل شوی دی. په دغو هیوادو کې د جنگ په اړه د خلکو حمایت کمیږي او دوی د وتلو د یوه دقیق مهال ویش غوښتونکي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې سیاسي ناخوالې اوس هم په خپل حال پاتې دي. د جنگي عملیاتو په زیاتیدلو سره د عسکرو تلفات هم زیات شوي دي، په ملیونو د بسپنې پیسې له پروژو نه د باندې راوځي، او د سږکال پوځي تهاجم چې تمه یې کیدله اوس هم څه څرک یې نه لگیږي.

ورځپاڼه لیکي، د پلان یوه طرحه چې د سه شنبې په ورځ به لاس لیک شي ددوی لاس ته لویدلې ده، او د هغې په اساس په کال ٢٠١۴ کې افغان پوځونه په ټول ملک کې د پوځي عملیاتو مشري په لاس کې واخلي. ددغه پلان پوره تفصیل به د ٢٠١٠ کال په پای کې چمتو شي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، ددې لپاره چې د نورو مثبتو پرمختیاوهیله وشي، تمه کیږي د افغانستان د حکومت ډیر شمیر نوښتونه لکه د جرایمو سره د مبارزې نوی قانون، د اداري فساد پرضد خاصه محکمه، د ښځو د حقوقو ژمنه او د هغو ملیونو ډالرو د وتلو په ضد مبارزه، په تصویب ورسیږي. د افغانستان د حکومت مامورین وايي، ددې لپاره چې د پرمختگونو سطحه معلومه شي، ځنې اهداف هم مشخص شوي دي. حکومت تمه لري چې ددوی دا غوښتنه چې پنځوس په سلو کې مرستې د حکومت له پلوه ولگولې شي په تصویب ورسیږي خو په دې شرط چې حکومت اداره ښه کړي او د فساد سره په جدي توگه مبارزه وکړي.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه هم د خپلې سه شنبې په گڼه کې د "کرزي ٢٠١۴ کال د امنیتي چارو د مسئولیت د منلولپاره ټاکلی دی" تر عنوان لاندې د ډب رچمن او رحیم فایض په قلم یو مطلب خپور کړی دی. ورځپاڼه لیکي، د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د سه شنبې په ورځ په خپل دغه تعهد بیا ټینگار وکړ چې افغان پوځ او پولیس د ٢٠١۴ کاله پورې امنیت په خپل لاس واخلي او د بین المللي ټولنې نه یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان په لمړیتوبونو پیسې ولگوي نه په هغو پروژو چې اغیزې یواځې د لنډې مودې لپاره وي.

واشنگټن پوست لیکي، کرزي په کانفرانس کې د افغانستان په راتلونکي خبرې وکړې او وی ویل:

زه په دې متعهد یم چې د افغانستان ملي امنیتي قواوې په دې جوگه وي چې د ٢٠١۴ کاله پورې په ټول ملک کې پوځي او د قانون د تعمیل عملیات په خپلو اوږو واخلي. او دا به درې کاله وروسته له هغه وي چې د افغانستان نه د امریکايي پوځونو وتل پیل شوي وي. کرزي وویل: زمونږ هدف دادی چې زمونږ د ملي امنیت درې واړه قوې په یوه بااعتماده انستیتوت تحول کړی وي او وکړی شی د ملک د سالمیت او امنیت نه په دفاع سره د اساسي قانون په رڼا کې خپل مکلفیت پیژندلی وي.

واشنگټن پوست زیاتوي، دکابل په کانفرانس کې دناتو عمومي منشي اندرس فو راسموسن وویل چې ناتو به هیڅکله هم اجازه ورنه کړي چې طالبان وکړی شي د افغانستان حکومت نسکور کړي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان په مشري د امنیت د عهدې اخیستل به په شرایطو پورې اړه ولري نه په جنترۍ باندې. کرزي هم د بین المللي ټولنې نه دا غوښتنه وکړه چې د خپلې مرستې نیمايي د افغانستان د حکومت د بودجې له لارې ولگوي او اتیا په سلو کې د افغانستان اړتیاوې په پام کې ونیسي.

واشنگټن پوست لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په دې کانفرانس کې وویل، اوباما غواړي چې د شرایطو په اساس د بل کال په جولای کې افغان قواوو ته د مسئولیت په سپارلو بنا وکړي. هغې وویل چې د افغانستان حکومت او ناتو په گډه، داسې یوپراخ چوکاټ جوړ کړی دی چې داسې پروسه پیل شي چې ولایت په ولایت او ولسوالۍ په ولسوالۍ امنیتي چارې په خپله افغانانو ته تفویض شي. که څه هم د اوباما مهال ویش د جنگ په ډگر کې په شرایطوپورې اړه لري خو په افغانستان او سیمه کې ځنې اندیښنې رامنځ ته کړي دي چې گواکې امریکا د افغانستان نه وځي. کلنټن وویل چې د بل کال د جولای د میاشتې نیټه موضوع ته زمونږ د پاملرنې او ځمونږ د عزم د پیاوړتیا ښکارندویه ده.

کلنټن په خپلو خبرو کې زیاته کړې، د امنیت د سپارلو انتقالي مرحله باید وروسته وانه چوله شي، خو دا نیټه یوه نوې مرحله ښيي او دا معنی نه لري چې مونږ په دې برخه کې خپل دخالت پای ته ورسوو. مونږ هیڅکله هم نه شو کولی چې د خپلې اوږدې مودې ماموریت چې هغه یو باثباته، امن او سوله ایز افغانستان دی هیر کړو او دا مونږ نه شو زغملی چې افغانستان سره ددې چې ډیر غمونه گاللي دي بیا هم هغه پخواني وضعې ته بیرته ولاړ شی.

XS
SM
MD
LG