د لاس رسي وړ اتصالات

لیمانډ: د افغانستان جگړه نهه کلنه شوه


لیمانډ: د افغانستان جگړه نهه کلنه شوه
لیمانډ: د افغانستان جگړه نهه کلنه شوه

د فرانسی د لیماند دیپلوماتیکه ورځپاڼه لیکي، د جگړی له پیل نه وروسته لا یوه میاشت نه وه وتلی چی کابل د شمالی ټلوالی لاسته ورغی.

په هغه وخت کی دافغانستان شخړی ته په دی نظر وکتل شول چی لنډه او بی ضرره شان ته شخړه ده.

هغه وخت دافغانستان جگړی ته هم دیوی نوی جگړی په نظر وکتل شول. په دغه جگړه کی د ځایی ملیشو له قوماندانانو او دامریکا له هوايي قوی نه کار واخیستل شو.

داسی معلومیدله چی دا جگړه نسبتا په اسانۍ سره سرته رسیدلی ده. نړیوال لا دومره ژر خبر نشول چی طالبانو سقوط کړیدی، څومره ژر چی دهغوی رژیم له پښو وغورځیده.

د لیماند ورځپاڼه لیکی چی د ٢٠٠١ م کال د سپتمبر د ١١می نیټی د اول منی خاطری، ډیر ی پخوا دافغانستان دخلکو په زړونو کی ورو ورو د وخت او زمان تر سیوري لاندی تتی شویدی.

له ډیر نه ډیر به دهغه وخت احساسات اوخاطری داسی وي لکه څوک چی یوه زاړه تصویرته وگوری.

خو لیماند دیپلوماتیک لیکی چی داپیښه داشغال او وینو تیولو، د یوې بلی خونړی کیسی ترخه پیلامه گڼل کیږي. ډیر هغه څه چی پیښ شول ، دهغو عوامل ددی پیښو په اولنیو وختونو کی لټول کیدلی شی.

په هغه وخت کی چی دا جگړه یوازی سپینه او توره گڼل کیدله. د لیماند ورځپاڼه لیکی چی حتی هغه وخت هم کامیابی یقینی نه وه اوهمدارنگه د سم اوناسم، حق اوناحق، ښو اوبدو ترمنځ بریدونه هیڅکله هم ډیرواضح نه وو.

د لیماند ورځپاڼه لیکی هغه پوښتنی چی اوس ددی جگړی په باب کیږی، پکار ده چی هغه لا پخوا ددی جگړی په پیل کې شوي وای.

په هغه وخت کی د طآلبانو د بغاوت او بیا زور موندلو او د حآمد کرزی د حکومت د اداری فساد تخم سمدلاسه وکرل شو. ترهغی وروسته چی کوم امریکايی عسکر مړه شول په هغه وخت کی لا ماشومان وو.

د لیماند فرانسوی ورځپاڼه لیکی ، په هغه وخت کی د شمال په ټلواله باندی اتکا کولو دا مانا لرله چی د امریکا ډیر کم اتباع به په هغه هیواد کی په خطر کی واچول شی چی له خارجي اشغالگرو نه په کرکه کی شهرت لري. خو په دغه برخه کی په لوی لاس دافغانستان دمعاصر د تاریخ یو بل اړخ له نظره وغورزول شو. هماغه قوماندانان او ملیشی چی په ٢٠٠١ میلادی کال کی واشنگټن تمویل کړلی هغوی د بشری حقوقو نه دومره سرغړونی کړی وی چی اعمالو یی د طالبانود اصلی تحریک په منځته راتللو کی مرسته کړی وه.

دلیماند ورځپاڼه لیکی چی له ١٩٩٢ نه تر ‏١٩٩٦ میلادی پوری دهغوی جنگیالیو کابل له خاوروسره برابرکړاو په لسهاو زره ملکیان یی ووژل. دهغوی ترمشرتابه لاندی کورونه لوټ شول، په ښځو تیري وشول او نارینه برمته شول او وکړول شول.

هغه وخت د امریکا لپاره دشمالی ټلوالی په مهمو اشخاصو کی یو هم عبدالرشید دوستم و. پرهغه باندی دا تور هم دی چی کله یی داشغال په وخت کی له امریکا سره مرسته کوله د جگړی بندیان یی قتل عام کړل.

د لیماند ورځپا‍ڼه لیکی داهغه څه دی چی که له پښتنو نه پوښتنه وشی چی له اشغال سره ولی مخالفت کوی، نوتراوسه پوری هم ددی پیښی یادونه کوی.

ورځپاڼه لیکی چی عبدالرشید دوستم اوس هم، د ښاغلی کرزی په حکومت کی یوتشریفاتی مقام لري.

لیماند لیکی چی د شمالی ټلوالی په نور و مهمو اشخاصو کی د جمهوری ریاست مرستیال جنرال قسیم فهیم او یوشمیر نورهم دی چی د سپتمبرپه پارلیمانی انتخاباتو کی یی برخه اخیستی ده.

د لیماند ورځپاڼه لیکی کله چی د سولی عالی شوری چی له طالبانو سره به مذاکرات کوی اعلان شوله په هغی کی هم داسی کسان وو چی د طالبانو او هغوی د پلویانو بدایسی. په دی توگه دا شوری دهغی ادعا تمسخر کوی چی یو جدی تحول به منځته راولی.

د سولی په شوری کی د پخوانیو مجاهدینو داسی جگپوړه اشخاص لکه پروفیسور برهان الدین ربانی، پروفیسور عبدالرب الرسول سیاف او محقق شامل دی چی د بشری حقوقو نه په تیري باندی متهم دی. خو دا ټول په یوه اویابل وخت کی دامریکا مشتریان اوموکلین وو.

د لیماند ورځپاڼه په پای کی لیکی ددی په نسبت چی یو نوی پیل او نوی دور منځته راولی ، د ٢٠٠١ م کال اشغال ددی سبب شو چی د ماضی اشباح بیرته راژوندي شی او په راتلونکیو کلونو کی د یو خونړي کورنی جنگ لپاره د بنسټ ډبری کیږدی.

د لیماند ورځپاڼه لیکی چی له افغانستان نه د گوانتانمو زندان ته اولنی جوپه بندیان په ٢٠٠٢ م کی راوستل شول. نورکسان د بگرام په زندان کی له رسمی تور او محاکمی نه پرته وساتل شول.

طآلبانو د خپل پروپاگند لپاره تر دی بله ښه وسیله نسوای پیدا کولی اوتردی ښه هیله یی نسوای کولی چی نور پلویان راجلب کړی. که څه هم یوڅه ظاهری بدلونونه راغلی دی خو امریکا تراوسه پوری هم په دواړو زندانونو کی بندیان ساتلی دی. هغه هم په داسی شرایطؤ کی چی دافغانانو دکرکی او غوسی سبب گرځي.

لیماند دیپلوماتیک ورځپاڼه لیکی چی پردی سر بیره کله ناکله د غلطو استخباراتو او معلوماتو پربنا یوشمیر خلک نیول کیږی او دامریکا او ناټو دقواو له خوانه وژل کیږی؛ دا کار ددغه جنگ په اندازه قدامت لری. په ٢٠٠٥ کال کی چی شرایطو ته کتل شوی وای نو هرچاته به څرگنده شوی وای چی حالات په چټکی سره مخ په خرابیدود ی.

د لیماند ورځپاڼه لیکی چی طآلبانو ته هیڅکله شکست نه و، ورکړل شوی بلکه هغوی په خپله ځانونه له مخی چپ کړل او دیته یی انتظار کاوه چی بیرته دیوی کامیابی گوریلایی ډلی په څیر ځانونه تنظیم کړی او بیا افغانستان ته راشی.

لیماند لیکی هغه انکشافات او پرمختگونه چی په افغانستان کی راغلل، هغه افغانستان، دسیمی هیوادونو او دافغانستان خارجی انډیوالانو ته په قابل ملاحظ قیمت باندی تمام شول.

د ښځو د حقوقو په برخه کی زښته ډیره مبالغه هم شویده. له بل پلوه دغه جگړه دامریکا په تاریخ کی دویتنام تراوږدی جگړی نه هم اوږده شوه . په امریکا کی له داخلی اقتصادی رکود سره هم مصادفه شوه. پردی سر بیره القاعده اوطآلبان په پاکستان کی هم خواره شول.

افغانان په خپله، په خپل هیواد کی ځانونه زښت ډیر غیر محفوظ بولی. د افراطی او سخت دریځو ځوانانو یونوی نسل په دی هیواد کی راپورته شویدی او دایی زده کړیدی چی څنگه د غربی سبک له دیموکراسی نه کرکه وکړی. عینا لکه څنگه چی دهغوی پلرونو له کمونیزم نه کرکه کوله.

د یاغیانو ملاتړ، د افغانستان له جنوب او ختیځ نه پرته ددغه هیواد په شمال کی هم مخ په زیاتیدود ی. لیماند په پای کی لیکی چی دافغانستان خلک له دغه حالت نه ویره لری چی نور به هم خراب شی .

په ٢٠٠١ م کال کی چی له خلکو سره داینده لپاره کومه هیله وه هغه نوره نشته ده. په خلکو کی په مختلفواندازو غوسی او اندیښنی موجودی دی.

د لیماند ورځپاڼه په پای کی لیکی چی په دی تیرونو نهمو کلونو کی دافغانستان خلک په زړه کی له طالبانو او جنگسالارانونه ویره اوترهه لري. له خارجی عسکرو نه ویره لري، له خپل حکومت نه ویره لری او همدارنگه له اینده نه هم ویره لری.

XS
SM
MD
LG