د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مطبوعات له افغانستان نه په وتلو غږیږي


امریکايي مطبوعات له افغانستان نه په وتلو غږیږي
امریکايي مطبوعات له افغانستان نه په وتلو غږیږي

د جولای د میاشتی په رارسیدو سره دلته په واشنګتن کی د افغانستان نه د امریکایی پوځیانو د رااستلو په هکله د چارواکو تر منځ بحث تود سوی دی. د دغه بحث په هکله د امریکا ځینو معتبرو ورځپانوپه خپلو ننیو ګنو کی مطالب خپاره کړي دي.

په څومره شمیر کی به امریکایی عسکر د جولای په میاشتی کی د افغانستان نه راووځي؟ دا هغه موضوع ده چی د تیرو څو اوونیو راهیسی د امریکا مطبوعاتو تبصری او مطالب ورباندی خپاره کړي دي. ددغې موضوع په هکله نن هم د واشنګټن پوست، نیویارک ټایمز او واشنګټن ټایمز ورځپانو مطالب درلوده.

واشنګتن پوست لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر – رابرټ ګیټس د افغانستان نه د امریکایی ځواکونو د یوځلی استلو سره مخالفت ښودلی دی او ویلی یی دی چی تر اوسه لا د دی وخت نه دی رارسیدلی چی امریکا دی په افغانستان څخه ډیر شمیر پوځیان راوباسی او یوازی د تروریزم په خلاف د جګړی باندی تمرکز وکړی.

په دغه هکله نیویارک ټایمز هم یو مضمون خپور کړی او ویلی یی دی چی د سپینی ماڼی دننه د افغانستان نه د پوځيانو د رااستلو د څومره والی او څرنګوالی په اړه د بحث په تودیدو سره، د امریکا پوځ هم په دغه بحث کی راښکیل سوی دی او ویلی یی دی چی په ډیر شمیر کی د پوځیانو رااستل به هغه لاس ته راوړنی چی د سختو جګړو په ترڅ کی ترلاسه سوی دی د خطر سره مخ کړی.

د واشنګټن پوست د ښاغلی ګیټس هغه خبری راوړی چی پرون یی د غزنی د اندړو په سیمی کی امریکایی سرتیرو ته کړی او ویلی وه چی امریکا باید د روان کال په اږدو کی خپل نظامی فشار پر یاغیانو وساتی تر څو هغوی خبرو اترو ته حاضر سی.

واشنګټن پوست همداراز وایی ګیټس ویلی دی چی لا تر اوسه لاره پاته دی او لږ تر لږ د څو نورو میاشتو لپاره باید امریکا په خپلو هلو ځلو کی کمی را نولی.

ورځپانه د ګیټس هغه خبره راولی چی ویلی یی دی ((زه فکر کوم چی د وخت په تیریدو سره به زموږ ماموریت وروورو د یاغیتوب خلاف د جګړی نه د تروریزم په خلاف جګړی باندی واوړی. خو زه فکر نه کوم چی دم ګړی دی موږ دی ته اماده وسو.))

دنیویارک ټایمز ورځبانی بیا د جنرال ویلیم کالدویل – چی د ناټو لخوا د افغان قواوو د روزولو مسول دی ویلی دی چی ناټو به په دی قادره سی چی تر اکتوبر تر میاشتی پوری ۳۰۵۰۰۰پوځیان وروزی. خو هغه دا هم ویلی دی چی د عسکری نه تښتیدل او بی سوادی لوی خنډونه دی. په پام کی ده چی د امریکایی قواو د وتلو سره به د امنیتی چارو واک افغانی قواووته انتقال سی.

واشنګټن پوست بیا د امریکا د دفاع وزیر ښاغلی ګیټس له قوله ویلی دی چی که جیری د ژمی په اږدو کی په یاغیانو نظامی فشار وساتل سی او هغه لاس ته راونی چی په تیرو ۱۸ میاشتو کی سوی دی خوندی سی نو کیدای سی چی د کال په پای کی یاغیان دی ته اماده سی چی په جدی توګه د پخلاینی خبری پیل کړی. ګیټس ویلی دی چی هیله لری چی همداسی وسی.

د واشنګتن ټایمز ورځپانی بیا لیکلی دی چی د امریکا د بهرنیو چارو وزیری میرمن کلنتن ویلی دی چی تر اوسه لا د افغانستان نه امریکایی پوځیانو د رااستلو په هکله تصمیم نه دی نیول سوی. د پوځیانو رااستل به د جولای په میاشتی کی پیل سی.

ورځپانه وایی چی میرمن کلنټن په داسی حال کی دا خبره کوی چی د اوباما مشاورین د افغانستان نه تر ۵۰۰۰۰ پوری د امریکایی پوځیانو د رااستلو په هکله بحث کوی. ورځبانه کاږی چی د جګړی د مصارفو ډیروالی او د اوسامه بن لادن د وژل کیدل هغه عوامل دی چی دغه بحث یی راپورته کړی دی.

ورځپانه وایی چی میرمن کلنټن دغه خبری ورسته له دی نه چی د افغانستان او باکستان لپاره د اوباما د اداری د امنیتی چارو د جګپوړو مامورینو سره ولیدل. ورځبانه د میرمن کلنټن خبره راولی چی ویلی یی دی:

موږ تر اوسه بلکل کوم خاص تصمیم نه دی نیولی، دا ځکه چی موږ تر اوسه په خپلو ارزونو غور کوو.

ورځبانی د نیویارک ټایمز د هغی خبری یادونه هم کړی چی ویلی دی ځینی جارواکی چی پکښی د امریکا د جمهور ریس مرستیال جوزیف بایډن هم شامل دی په دی نظر دی چی د افغانستان نه دی د ۳۰۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰۰ پوځيانو راویستل سی. خو بل پلو ته بیا هغه ډله ده چی وایی د ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پوځیان دی راواستل سی. په دغه ډلی کی د امریکا د دفاع وزیر، رابرټ ګیټس هم شامل دی.

ورځبانه وایی چی ښاغلی کیټس او د امریکا او د ملګرو نورو جنرالانو د قواوو د چټک رااستلو په هکله خبرداری ورکړی دی.

واشنګټن پوست په خپلی ننی ګنی کی لیکلی دی چی د هغو امریکایانو شمیر چی فکر کوی په افغانستان کی جګړه په جنګیدلو ارزی دیر سوی دی. ورځپانه دغه خبره د واشنکټن پوست او د ای بی سی نیوز د ګډی سروی په اساس کوی.

واشنګټن پوست اضافه کوی چی په سیاسی لحاظ به دغه شمیری اوباما ته چی باید د پوځیانو د راستلو په هکله تصمیم ونیسی د ساه استلو موقع برابره کړی.

په دغه سروی کی ۴۳ فیصده امریکایانو ویلی دی چی دافغانستان جګړه په جنګیدو ارزی. دغه شمیره د مارچ په میاشتی کی ۳۱ فیصده وه.

XS
SM
MD
LG