د لاس رسي وړ اتصالات

'ولې امریکا د کرزي د جرگې په اړه فکر بدل کړ؟'


کرسچن ساینس مانیتور ددې عنوان لاندې لیکلي، دا جرگه چې د حامد کرزي له خوا ورته د سولې او روغې جوړې د ملي غونډې نوم ورکړ شوی دی، په هغې کې د مخالفینو کوم څرک نه لگي د طالبان گډون خوپه پخپل ځای پاتې دی. نو ځکه د طالبانو مشرانو ته د امتیاز ورکولو مسئلې امریکایان مجبوره کړل چې د څه وخت له پاره د جرگه دځنډیدلو غوښتنه وکړي.

کرسچن ساینس مانیتور لیکي چې اوس جرگه د هغه څه نه زیات مهم بریښي چې یواځې د کرزي زیان رسیدلي موقف غښتلی کړي او امریکا مجبوره شي چې کرزی وزغمي اودریځ یې داشي چې جرگه ومني. څیړونکي وايي چې اوس جرگه د طالبانو سره په جگړې کې د امریکا په اهدافو کې کوم خنډ نه راولي.

ورځپاڼه لیکي، واشنگټن ته د افغانستان د جمهوررئیس د سفرپه وخت کې ده ته داسې وښودل شوه چې په جرگه کې باید څه وشي او څه باید ونشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کرزي ته وویل چې امریکا به د افغانستان هلو ځلو ته په دې برخه کې هرکلی ووايي خو د مخالفینو منل باید د یو شمیر شرایطو لاندې وشي. کلنتن وویل، ددې لپاره چې مخالفین ددولت غیږې ته راشي دوی باید تشدد وغندي او همدارنگه د طالبانو د وسطې پایې مشران د القاعده سره خپلې اړیکې وشلوي او د افغانستان د اساسي او نورو قوانینو درناوی وکړي خصوصاً د ښځو حقوق ومني. امریکا ته د ښاغلي کرزي د سفر سره سره بیاهم د طالبانو پرسر د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ اختلاف دومره ژر نه ختمیږي. لکه چې څرگنده ده دا ډول خبرې به په دې جرگه کې ونه شي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم د کرزي حکومت غواړي د طالبانو د مهمو مشرانو سره خبرې وکړي خو اوباما او په افغانستان کې د امریکا او د ناتو د قواوو قوماندان جنرال مک کرستال داسې فکر کوي چې مخکې له دې چې دوی سره خبرې وشي باید دوی په کافي اندازه تضعیف شي. دامریکا مقامات په دې برخه کې زړه نازړه دي او وايي چې اوس ډیر وختي دی چې د عراق په شان د مخالفینو ملگرتیا د پیسو په مقابل کې راجلبه شي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د جون ددریمې نیټې په گڼه کې د افغانستان د سولې د مشورتي جرگې په باب لیکي، دغه جرگه داسې یوه هڅه ده چې د ټولو پرگنو او قومونو په سلا د جگړې د ختمولو لپاره یوه لاره پیدا شي.

ورځپاڼه لیکي، خو هغه حمله چې جرگې ته نژدې وشوله ځنې پوښتنې منځ ته راوړي دي چې ایا د ښاغلي کرزي دا اقدام په مناسب وخت سرته رسیږي که نه؟ امریکا او نور غربي انډیوالان یې وايي چې د افغانستان د حکومت دا اقدام به هغه وخت گټه وکړې چې جنگي ډلې تضعیفې شي. مگر کرزي د خپل واک په دوهم پړاو کې خپله توجه دې ته اړولې ده چې د مخالفینو سره خبرې وشي او دوی د افغاني ټولنې غیږې ته راستانه کړي.

لاس انجلس ټایمز د افغانستان د څیړنو او پالیسۍ د مرکز د امر هارون میر د خبرې په نقلولو سره لیکي چې کرزی غواړي په تاریخ کې دده نوم داسې ثبت شي چې افغانستان ته یې سوله راوستله. خو ستونزه داده چې مخالفین یې په هیڅ قیمت نه غواړي د ده سره خبرې وکړي. میر ویلي دي چې هرافغان د طالبانو سره د سولې خبره خوښوي خوکرزی او حکومت یې دواړه ددغسې غټې خبرې دومره وسع نه لري.

د ټایم مشهورې مجلې د جون ددوهم نیټې په گڼه کې لیکلي دي چې د جنگ او سولې په وخت کې معمولاً د امریکا جمهوررئیسان خپلو جنرالانو ته مخه کوي چې دوی ته په پټه سلامشوره ورکړي او بیا د اعلا قوماندان اوامر په اخلاص تعمیل کړي. خو کله چې د جنگ وضعه بدلیږي او تلفات زیاتیږي نو په دې وخت کې د دفاع وزارت او د جمهوررئیس تر منځ ټکر راځي. د دفاع وزارت غواړی چې نظر یې ومنل شي. دا هغه څه ده چې اوس د افغانستان په هکله پېښیږي.

د هغو دوو اسرارو له څرگندیدلو نه داسې ښکاري چې داوباما او ددفاع وزارت د لوړ پوړو مامورینو تر منځ له افغانستان نه د امریکایی پوځیان د وتلو پرسر مخالفت شته دی. سپینه ماڼۍ په دې ښه پوهیږي چې په سیاسي لحاظ به دغه مخالفت د جمهوررئیس لپاره گران پریوځي ځکه پوځ په خلکو کې ډیر اعتبار لري. دوهمه پټه خبره داده چې د پوځ سره د جمهوررئیس مخالفت دا معنی لري چې دی پیاوړی ښکاره شي او د پوځ دریځ دفاعي وي.

ټایمز لیکي د جمهوررئیس اود دفاع د وزارت ترمنځ اختلاف پروسږکال په ډاگه شو چې کله دغه وزارت د افغانستان لپاره د نورو عسکرو غوښتونکی شو او سپینې ماڼۍ د هغومره شمېرې له ورکولو نه ډډه وکړه.

مجله لیکي اوس دا مهمه نه ده چې امریکایی جنرالان اوس څه ډول سوچ کوي، دوی په دې برخه کې له خپلو اختیاراتو نه کار اخیستي دي، دوی ته هرهغه څه ورکړشوی دی چې دوی یې غوښتنه کوله او دوی په هغه ترتیب جگړه وکړه چې په کومه بڼه کې دوی غوښتل، خو دا د جمهور رئیس مسئولیت دی چې وروستی غږ وکړي او په افغانستان کې د عسکرو د کمولو پریکړه وکړي ترڅو بیاهم د امریکا گټو ته تاوان ونه رسیږي. جنرالان په دې برخه کې جمهوررئیس سره مرسته کولی شي. اوس له لسو کلو جگړې نه وروسته د امریکا سلاح، عسکر او پیسې په نورو برخو کې زیات کار کولی شي.

XS
SM
MD
LG