د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: افغانستان، پاکستان کې ډیر کار پکار دی


د امریکا مشهورې خپرونې بلومبرگ لیکلي اوباما وايي لا هم ډیر کار ته ضرورت دی چې په دې دوو ملکونو کې ثبات راشي.

د امریکا جمهور رئیس دا خبرې د کوریری ډیله سیرا، په ایتالوۍ ورځپاڼه کې نن خپرې شویدي.

ښاغلي اوباما وویل چې د روان کال په اخر کی به یوه کتنه وشی او په هغی کی به فیصله وشی چی ایا افغانستان ته به د نورو عسکر ور ولیږل موثر کار وی او که نه.

البته دا به مخکی له دینه وی چی ځایی عسکر اوپولیس په راتلونکی کال کی د خارجی عسکرو ځای ونیسی.

اوباما د برتانوی عسکرو په باب چی د هلمند ولایت د سنگین له ولسوالی نه ووتل، وویل چی دا وخت د هغوی لپاره سخت او دردناک وخت دی چی د هغوی قواوی د افغانستان په شخړه کی دخیلې دي.

د بلومبرگ خپرونه لیکي چې د برتانوی عسکرو د ځاني تلفاتو شمیر ٣١٢ ته رسیدلی دی.

د برتانیی د پوځ پخوانی مشر جنرال ریچرډ ډانات وایی چی ددی توقع شته ده چی دا شمیر د جگړی له پای نه مخکی ۴٠٠ ته ورسیږی.

دواړه خواوی په دی اوړی کی، مخکی له دینه چی د جگړی وروستی پړاو راورسیږی، د سختو جگړو اټکل کوی. د هلمند د سنگین له اولسوالی نه دبرتانويانو پوځونه ووتل خو په دغه سیمه کی د هغوی ٩٩ عسکر ووژل شول.

دا تقریبا د هغوی د ټولو تلفاتو د شمیر دریمه برخه گڼل کیږی چی د برتانیې عسکرو ته په افغانستان کی ور اووښتې ده.

دغه مسله دهغوامریکا یی عسکرو سره چی د سنگین په اولسوالی کی ځای په ځای کیږی خاص انعکاس لری.

بلومبرگ لیکی چی دا اوس ترزیاتی اندازی پوری دامریکا جگړه ده. په دی کی ډیر کم شک موجود دی چی د برتانیی نوی حکومت غواړی له هغی جگړی نه خپل عسکر بیرته خپل هیوادته راولی چی په میراث ورته رسیدلی دی. پردی سربیره دغه جگړه په دواړو لحآظونو هم د وینی او هم د پیسو له درکه ډیره قیمته کیږی.

د برتانیی نوی صدراعظم ډیویډ کیمیرون ویلی دی چی د ی غواړی خپل عسکر تر ٢٠١٥ پوری له افغانستان څخه راوباسی.

دا به په برتانیه کی دنویو انتخاباتو وخت وی. په داسی حآل کی چی د برتانیی خارجه وزیر ویلیم هاگ د ٢٠١۴ م کال نیټه ښودلی ده. د برتانیی ددفاع وزیر لیام فاکس په اول کی ویلی وو چی دوی به له افغانستان څخه څومره ژر چی کیدلی شی راووزی.

ویلیم فاکس هغه وخت داهم ویلی ووچی افغانستان د ١٣می پیړی هیواد دی. خو له هغه وخت راهیسی وایی چی پکارده دوی ترهغه وخت پوری په افغانستان کی پاتی شی څومره وخت چی ضرورت وی.

د برتانیې د دفاع وزیر وړمه ورځ وویل چې قواوې یې د هلمند له سنگین ولسوالۍ وځي.

د برتانیې د دفاع وزیر وړمه ورځ وویل چې قواوې یې د هلمند له سنگین ولسوالۍ وځي.

د برتانیی د The Independent ورځپاڼه د جولای په اتمه لیکی چی دا جگړه اوس د امریکا جگړه ده:

جنرال دنات، دبرتانیی ددفاع پخوانی وزیر چی اوس د حکومت سلاکاردی، وایی چی حکومت داونشو کړلی چی په ماضی کی ډیر عسکر افغانستان ته ولیږی اوددی په نتیجه کی د برتانیی دعسکرو کم شمیر ددی سبب شو چی حملی داسی ځانته راجلب کړی لکه د شاتو په لوښی باندی چی مچان راټولیږی. هغه وایی چی پکارده په کافی اندازه عسکر ځای په ځای کړی شی.

ورځپاڼه لیکی ددی اټکل کیده چی د هلمند ولایت د سنگین له اولسوالی نه دبرتانیی دعسکرو وتل به د وینی او پیسو ضیاع وگڼل شی او له هغو کسانو سره به خیانت وگڼل شی چی په دغه جگړه کی وژل شویدی.

ورځپاڼه لیکی چی اوس واقعیت دادی چی په هلمند اودافغانستان د جنوب په نورو ولایتونو کی په مجموعی ډول اوس دامریکا یانو جگړه ده. دامریکا عسکر اوس هلته دبرتانیی دعسکرو دوه چنده دی. داشمیر به هم هغه وخت زیات شی چی افغانستان ته دامریکا دعسکرو زیاتوالی په راتلونکی میاشت کی بشپړ شی.

د امریکا دوه غونډونه به په هلمند کی ددری برخو نه لږ خاوری مسوولیت ولری او دبرتانیی عسکر به دپاتی برخی مسوول وی. په دی کی به زیاتره ه په مرکزی هلمند کی د ښاری سیمو نفوس شامل وی. ورځپاڼه لیکی چی دلته په خاوره کی د قوت تناسب څرگندیږی، تراوسه پوری د برتانیی عسکرو د غرب له ٣١ فیصده عسکرو سره تقریباد ٧٠ فیصده نفوس امنیت تامین کاوه. که څه هم داحالت ددفاع وړ نه و خو بیایی هم نتیجه داشوه چی له طالبانو نه یوڅه سیمی ونیول شوی ؛ مگر زیاتره د تلفاتو په واسطه ؛ خووروسته بیا داسیمی ترک شوی ځکه چی په کافی اندازه عسکر هلته موجود نه وو چی وی ساتی.

د د برتانیی د The Independent ورځپاڼه لیکی چی جنرال دنات وویل موږ ددی لپاره دافغانستان په جنوب کی وو چی دا هیواد په اقتصادی لحاظ په خپلو پښو ودریږي. خوموږ ټول پوهیږو چی داسی کار ونشو. موږ خپلی کمی منابع خپری کړلی او ددی په نتیجه کی د برتایی کوچنی شمیر عسکر و باندی حملی ډیری شولی. اوموږ ددی جگړی په بهیرکی ورښکیل شولو. جنرال دنات وویل پکارده چی موږ داخبره یقینی کړو چی ددی ملک عام خلک په دی وپوهیږی چی موږ ولی دلته په افغانستان کی یو؛ دلته څه کوو، اودابه دهغو کورنیو لپاره ډیر گران قیمت ولری چی دکورنی خواږه غړی یی په هغه قیمت ارزی چی موږ یی دلته اداکوو. هغه وویل چی دی نه غواړی چی د برتانیی د عسکرو د تلفاتو شمیر ۴٠٠ ته ورسیږی خو که واقعیتونو ته وگورو نوښایی چی دی شیمر ته ورسیږی.

د برتانیی د The Independent ورځپاڼه په پای لیکی چی افغانستان داښودلی ده چی ډیر دقیق پلانونه چی دلندن او اوشنگټن په دفترونو کی جوړیږی هغه اکثرا دهغو سختوواقعیتونو په مقابل کی ژوندی نشی پاتی کیدلی چی په افغانستان کی موجود دی. فی الحال په ٢٠١٥ کی د برتانوی عسکرو کورته راوستل ډیر امید بښوونکی کار ښکاری.

XS
SM
MD
LG