د لاس رسي وړ اتصالات

'چینایان افغانستان ته شتمني راوړي که مایوسیت؟'


د پالتیکس ډیلي خپرونې د اگست په دیرشمه د عینک د مسو د کان په هکله چې چینایانو یې داوطلبي گټلې ده او ورباندې کار کوي، په یوه مقاله کی لیکي:

په لمړیو وختونو کې د امریکا متحده ایالاتوپه افغانستان کې د چین د درې اعشارېه څلورو ملیاردو ډالرو د پانگه اچونې نه خوښي وښودله ترڅو په دغه پانگه باندې د عینک د مسو کان نه گټه اخیستنه پیل شي، خو اوس له هغه وخته درې کاله تیریږي خو د هغو پروژو څرک نه لگیږي چې په قرارداد کې یې ذکر شته.

په دې کې د لویو لارو جوړول او همدارنگه دوه دبرښنا د تولید فابریکې هم شاملې دي. ځنې امریکايي ماهران له دې نه اندیښنه لري چې چین دداسې ډول کارو بار سابقه لري چې دوی په خپلو ژمنو نه پاتې کیږي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې هغه وخت امنیت تامینیږي چې د ملک عایدات د قانوني لارو نه لاس ته شي او د مخدره موادو برخه په کې نه وي او د افغانستان منرالي زیرمې کولی شي د افغانستان اقتصاد په پښو ودروي. خو داسې ښکاري چې د چینایانو عطالت چې خپلې ژمنې د افغانستان په وړاندې ادا کړي یو شمیر اندیښنې ولاړې کړي دي چې کیدای شي د مسو دغه پروژه ددې پر ځای چې ملک ته عایدات راوړی، ملک کې ستونزې مثلا" ادارې فساد، نورې هم زیاتې نه کړي. چینایان دداسې نیم کاره پروژو پخوانی عادت لري. دوی پخپلو خبرو ولاړ نه وي او دې کار سره مایوسیت منځ ته راځي. په اوس وخت کې په افغانستان کې د چین کارونه زیاتیږي او ددوی زیاته پانگه اچونه د ملک د منرالي کاروبار بڼه به وټاکي. همدا اوس چین په دې فکر دی چې د حاجي گک د وسپنې د کان قرارداد هم لاس ته راوړي. په دې کان کې د ٦٠ ملیاردو ټنو د وسپنې زیرمې شته دي.

پالتیکس ډیلي لیکي تر اوسه پورې چینایان د محلي اقتصاد لپاره کوم گټور کار نه دی کړی. د فساد تورونه چې د کانو د پخواني وزیر په اړه لگول شوي وو، کولی شي افغانستان نور هم بې ثباته کړي. نو ځکه لازمي ده چې هرقرارداد باید په یوه شفاف ماحول کې ترسره شي. خو ځنې نور بیا مثبت فکر کوي او وايي چې په دې کار سره به افغانستان ته د ٢٠٠ ملیونو ډالرو نه زیات عایدات لاس ته راشی او دیرش زره خلکو ته د کار زمینه برابره ‍شي او د افغانستان د منرالونو په کار لویدلو سره به ددې ملک اقتصاد ورغیږي.

XS
SM
MD
LG