د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ، آزادۍ راډیو او پژواک ګډ سیمینار


عبدالباري جهاني وایي، رسنیو او د بیان آزادۍ اوس په افغانستان کې دومره وده کړې چې نور هیڅ نظام نه شي کولای رسنۍ محدودې او یا سرکوب کړي.

عبدالباري جهاني وایي، رسنیو او د بیان آزادۍ اوس په افغانستان کې دومره وده کړې چې نور هیڅ نظام نه شي کولای رسنۍ محدودې او یا سرکوب کړي.

په افغانستان کې د رسنیو د روان وضعیت د څیړنې په موخه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا غږ آشنا راډیو ټلویزیون، آزادي راډیو او د پژواک د خبري آژانس په نوښت ګډ څیړنیز او علمي سیمینار جوړ شوی و.

په دغه یو ورځیني سیمنار کې په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې پرتې ننګونې وڅیړل شوې او ورته د حل لارې د پیدا کولو په موخه وړاندیزونه او نظریې هم وړاندې شوې.

د امریکا غږ د جنوبي او مرکزي آسیا د څانگې مسوول وویل چې ددې سیمینار د جوړولو هدف په روان وخت او راتلونکي کې په ځانگړې توگه په افغانستان کې د بهرنیانو د شتون او د بهرنیو مرستو د راکمیدو وروسته د بیان او د رسنیو د آزادۍ څیړنه وه.

د دې سیمنار د جوړوونکو په وینا د رسنیو د راتلونکې د ارزونې د سیمنار عمده هدف د بیان او مطبوعاتو د آزادۍ په هکله د وروستیو لاس ته راوړنو د ساتلو لپاره د لارو چارو د لټول وو.

تلپایه لاسته راوړنه

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر عبدالباري جهاني په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د رسنیو وده د پام وړ وگڼله. هغه وویل چې یواځې په کابل ۲۱۲ مجلې، ۱۸۳ جریدې، ۷۲ ورځپاڼې، ۲۷۷ اونیزې، ۳۸ رادیوگا ۴۱ تلویزیونه فعالیت ي.

د دې سربیره د ښاغلي جهاني په وینا په تیرو دولس کلونو کې د افغانستان په ولایتونو کې ۴۰ تلویزیونو، ۱۴۸ رادیوگانو، ۱۱۱ اونیزو، ۸۸ مجلو او ۱۶۵ جریدو فعالیت پیل کړی دی.

ښاغلي جهاني وویل چې که رسنیو او د بیان آزادۍ اوس په افغانستان کې دومره وده کړې چې نور هیڅ نظام نه شي کولای رسنۍ محدودې او یا سرکوب کړي.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وویل چې د افغانستان حکومت د وروستیو آزمونونو او د هغو گواښونو په پام کې نیولو سره چې د مخالفینو له لورې رامنځ ته شوي، د رسنیو او خبریالانو څخه د ښه ملاتړ په خاطر یو لړ بحثونه پیل کړي دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې حکومت ځان د بیان د آزادۍ څخه په دفاع ملکف گڼي او د هغه په وینا د خبریالانو ځاني مصوونیت د افغانستان د یو اوسیدونکي په توگه خپل مکلفیت گڼي.

د ښاغلي هاشمي، په وینا رسنۍ باید د مخالفانو د آوازو او پروپاگند د خپرولو وسیله نه شي. هغه وویل چې حکومت د رسنیو لپاره د سره نشراتي خط د ایستلو په هڅه کې نه دی، خو ټینگار یې وکړ چې د رسنیو مسوولین او کارکوونکي باید پوه شي چې ملي گټې څنگه وساتل شي او سره نشراتي حدونه څنگه تشخیص شي.

حکومت د رسنیو د گواښلو عامل

دا په داسې حال کې دي چې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو ټولنو د موندنو له مخې په تیرو کلونو کې تر ټولو زیات گواښونه د حکومت له لورې خبریالانو او رسنیو ته متوجه شوی شوي دي.

د خبریالانو د ساتنې د کمیټې رئیس نجیب شریفي وویل چې د ٢٠١٥ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دې ټولنې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ٣٩ پیښې ثبت کړې دي چې په سلو کې د ٧٢ پیښو مسوولیت د حکومتي مامورینو او مقاماتو په غاړه دی..

ښاغلي شریفي همداشان وویل چې ٢٠١۴ کال خبریالانو ته تر ټولو خونړی کال و. هغه زیاته کړه چې په تیر میلادي کال کې اته خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۶ پیښې ثبت شوې دي.

هغه وړاندوینه وکړه چې په راتلونکي کلونو کې به ښایي د بهرنیو مالي مرستو د کمیدو په وجه یو شمیر رسنۍ ودرول شي. د هغه په وینا رسنۍ په افغانستان کې په بهرنیو مرستو متکي دي.

ښاغلي شریفي همداشان خبریالانو او رسنیو ته د افغانستان د دولت د مخالفو ډلو لکه طالبانو او داعش گواښونه خطرناک وگڼل او زیاته یې کړه چې د دې ډلو گواښونه او فشار کولای شي په زیاتو مواردو کې د رسنیو او خبریالانو ناپیلتیا ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG