د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې یوه نیمه لسیزه کې ۶۲خبریالان وژل شوي


په تیرو ۱۶کلونو کې نن د لومړي ځل لپاره افغان حکومت او د افغان خبریالانو فدراسیون د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ یوځای سره ولمانځله
په تیرو ۱۶کلونو کې نن د لومړي ځل لپاره افغان حکومت او د افغان خبریالانو فدراسیون د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ یوځای سره ولمانځله

د مې درییمه د مطبوعاتو د آزدۍ له ورځې سره برابره ده، دغه ورځ د نړۍ په ټولو هیوادونو کې لمانځل کیږي.

په افغانستان کې دا ورځ پداسې حال کې لمانځل کیږي چې اوس هم خبریالان له سختو ګواښونو سره مخامخ دي.

نن د سه شنبې په ورځ په کابل کې په تیرو څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د لومړي ځل لپاره د مطبوعاتو د آزادۍ ورځ د افغان حکومت او د افغان خبریالانو د فدراسیون له خوا یوځای ولمانځل شوه.

دې غونډې ته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني وویل چې بې پولې خبریالانو د ټولنې د ۲۰۱۲ په درجه بندۍ کې افغانستان په یوسل او دویشتم ځای کې ولاړ وو.

خو سږکال د دغې ټولنې له خوا د نړۍ په ۱۸۰ هیواونو کې د مطبوعاتو د آزادۍ په هکله په درجه بندۍ، افغانستان د ۳۷،۴۴ امتیازونو په درلودو سره یوسل او شلم ځای خپل کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر زیاته کړه، چې په افغانستان کې به له رسینو څخه د ملاتړ لپاره ډیرژر د رسنیو د کاري اختلافاتو د حل لپاره یو کمیسیون جوړ شي.

افغانستان کې ۶۲ خبریالان وژل شوي

خو هغه وویل، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې ۶۲ کورني او بهرني خبریالان په دې هیواد کې وژل شوي دي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د (رسنیو د شهیدانو) په نوم یو کتاب هم چاپ کړی دی.

د افغانستان اجرئیه رئیس عبدالله عبدالله چې د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې یې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي یوه لویه لاسته را وړنه ده او ټینګار یې وکړ چې د ملي یوالي حکومت د مطبوعاتو د آزادي ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله وویل " هیڅ دولتي اداره دا حق نلري چې خبریالانو ته زنګ ووهي چې ولې دې دا خبر خپور کړی دی."

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت د خبریالانو کاري خوندیتوب او رسنیزو فعالیتونو لپاره مقرره تر کار لاندې نیولې ده.

ولسمشر د مطبوعاتو د آزاي د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت په یو پیغام ویلي دي، چې د رسینو آزادي او د مطبوعاتو آزادي د حکومت، د رسنیو د کارکونکو او د خلکو هر اړخیزه همکارۍ ته اړیتا لري.

ښاغلي غني په خپل پیغام کې نادر نادرې د بیان د ازادۍ څخه د ملاتړ په برخه کې د سفیر په توګه هم نومولی دی.

په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادي ورځ په داسې حال کې لمانځې کیږي، چې د افغانستان د رسنیو د څار دفتر د راپور له مخې، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ۱۲ خبریالان وژل شوي، ۲۳ ټپیان او ۳ تنه نور نیول شوي دي.

افغان خبریال مډال وګاټه

په روان کال د جنورۍ د میاشتې په شلم ماښام د تلو د تلویزیون په کارکوونکو د طالبانو له خوا په یو برید کې د دغه تلویزیون اوه کارکوونکي ووژل شول.

په داسې حال کې چې په افغانستان او نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ لمانځل کیږي، افغان خبریال، لطف الله نجفي زاده، د معلوماتو د رسولو د اتلولۍ مډال وګاټه. د بې پولو خبریالانو ټولنې په پاریس کې ښاغلي نجفي زاده په دغه مډال وویاړه.

د بې پولیو خبریالانو ټولنه وايي دا مډال هغو خبریالانو ته ورکول کیږي، چې په سختو شرایطو کې خپلو خلکو او نړۍ ته معلومات خپروي او د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته کار کوي.

د دوشنبې په ورځ د پاریس ښاروالې، د بې پولو خبریالانو په سپارښتنه، د افغانستان، ایران، ترکیې او بروندي خبریالانو ته د ستاینې مډالونه ورکړل. د طلوع تلویزیون د خبرونو د څانګې مشر لطف الله نجفي زاده دغه مډال د خپلو همکارانو په استازیتوب واخیست.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې طلوع تلویزیون د طالبانو د سختو ګواښونو سربیره بیا هم د بیان آزادۍ ته کلک ژمن پاتي شوی دی. د بي پولو خبریالانو ټولنه وايي چې له ښاغلي نجفي سره یې یو ځای یوه بله ایرانۍ خبریالې، نرګس محمدي، ته هم دا مډال ورکړ.

XS
SM
MD
LG