د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: ایران طالبانو ته د هوایي توغندیو چل ښيي


رپوټ: ایران طالبانو ته د هوایي توغندیو چل ښيي
رپوټ: ایران طالبانو ته د هوایي توغندیو چل ښيي

د واشنگټن داېگزامېنر ورځپاڼه داکتوبر په ٢٥ مه لېکی چی داېران نظامی سلاکاران په افغانستان کې دطالبانو جنگېاليو ته دعسکري روزنې په ترڅ کې دا ورښيي چې له زمکی نه هواته توغندي څنگه استعمال کړي.

داېگزامېنر ورځپاڼی ته څو متقاعدو جنرالانو ووېل چې که ېاغېان په موثر ډول، دغه وسله استعمال کړلی شی نو ددې امکان شته دی چې د جگړی لوبه بدله شي.

ورځپاڼه په افغانستان کې دامرېکا دېوه نظامی چارواکی له قوله چې د جگړی په شراېطو باندی خبر دی، لېکی چې هغه وايي موږ په دې پوهېږو چې د سپاه انقلاب د واحدونو له خوانه د طالبانو جنگېالېوته روزنه ورکول کېیږي چې له زمکی نه هواته توغندي څنگه استعمال کړی.

هغه وايی چی تراوسه پورې داموږ ته معلومه نده چې طالبان به کله ددغی وسلی داستعمال ضروري روزنه حآصله کړی او دابه وسلی به لاسته ورشی چې داېتلاف دقواو خلاف ېې استعمال کړی.

داېگزامېنر ورځپآڼه لېکي، نظآمي منابع وايي داډېره مهمه پوښتنه ده چې اېا داېران حکومت او ېا د طالبانو نورو ملاتړېو، تراوسه پورې طالبانو ته داوسله برابره کړېده چې دامرېکا او اېتلاف دهوايي قواو خلاف په سېمه کې برېدونه پېل کاندي.

رپوټونه وايي چې اېرانېان دچېن ساخت له زمکی نه هواته توغندي لري. داهغه ډول توغندي دي چې داېتلاف قواوی تهدېدولی شی.

اېگزامېنر لېکي کله چی پوښتنه وشوه چې اېا دامرېکا هغه وروستی الوتکه چې په افغانستان کې ولگېدله ، اېا اېران دهمدی کار لپاره طالبانو ته روزنه ورکوی؛ او دا توغندي ورته برابروی؛ دې کارته ادامه ورکړی.

د امرېکا ددفاع وزارت پنټاگان ېوه چارواکي ووېل دی هغو خاصو پوښتنو ته ځواب نشی وېلی چې د ځانگړتېاو له امله په محرمه سطحه کې وي.

اېگزامېنر لېکي چې ناټو تراوسه په جگړه کې برلاسي لري، ځکه چې د جگړی له پېل راهېسی هېلېکوپټرونه استعمالوي. ددې په مقابل کې له ېاغېانو سره ېوازې سپکی وسلې موجودې دی. اصلاح شوي بمونه او راکټ لانچرونه اونور وساېل ورسره موجود دی.

اېگزامېنر لېکی چې د پخوانی شوروي اتحآد دوخت راهېسی په اوږه باندې استعمالېدونکي توغندي، دافراطېانو ترمنځ موجود دی. خو دهغو استعمال محدود و. علت ېې داوچې ېاخساره من شوېدی او ېا ېې بېټرۍ زړې او له کاره لوېدلی دي. بل سبب ېې داهم وچی د طالبانو جنگېالېوپه کافې اندازه روزنه په دې برخه کې نه لرله چې استعمال ېی کړی.

په کابل کې دېره ېوه چارواکی ووېل چې اېران ، د طالبانو غړېو ته ددغی وسلی په استعمال کې روزنه ورکوی او ښايي چې ترهغی وروسته ورته دا وسله برابره هم کړي.

دغه چارواکي ووېل چې دافغانستان داستخباراتو رپوټونو دا څرگنده کړېده چې اېران د توغندېو زړوماډلونو ته بېټری ورکوی.

اېگزامېنر په پای کې لېکی چې دغه رامعلومات دامرېکا او ناټو د چارواکېو لپاره داندېښنی وړ دی. اوسبب ېې هم دادی چې د ١٩٨٠ په لسېزه کې چې امرېکا مجاهدېنو ته په پټه باندی دغه راز توغندي ورکړل، په افغانستن کې ېې د شوروي اتحآد په ماتی خوړلو کې غوڅه نتېجه ورکړله .

XS
SM
MD
LG