د لاس رسي وړ اتصالات

"د کرزي د اصلاحاتو پلان ملاتړ وگاټه"


"د کرزي د اصلاحاتو پلان ملاتړ وگاټه"
"د کرزي د اصلاحاتو پلان ملاتړ وگاټه"

د واشنگټن پوست ورځپاڼه د چارشنبی په ورځ د جولای په ٢١مه لیکی چی دجمهوررئیس کرزي پلان د سه شنبی په ورځ په کابل کی ددیپلوماتانوملاتړ ترلاسه کړ. په افغانستان کی له تیرو دری لسیزو راهیسی دا اولنی نړیوال کنفرانس وچی د سه شنبی په ورځ دنړۍ دهرگوټ نه دیپلوماتان کابل ته راغلی وو اود جمهوررئیس کرزی هغه پلان یی تائید کړ چی وايي افغانستان به دخپلو امنیتی چارو مسولیت تر ٢٠١۴ م کال پوری په خپل لاس کی واخلی او حکومت به تردی نیټی ډیر مخکی د اداری فساد چاره وکړی.

دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزي په داسی حآل کی چی په افغانستان کی مرگ ژوبله تشدید شویده، داوروپایانو او امریکا یانو بی صبري هم ، د اوږده جنگ په مقابل کی مخ په زیاتیدو ده، دنړیوالو دملاتړ مننه وکړه اودخپل هیواد داینده په باب یی خوشبینی څرگنده کړه.

ښاغلي کرزي دنړیوال کنفرانس غړیو ته په خپله وینا کی وویل چی زه نن تاسی دیته رابولم چی له مشترک دښمن سره د جنگ له شور اوزوږ نه خپله توجه خپل عالی هدف ته راواوړوو: دغه هدف د یوسوله ئیز، سوکاله او باثباته افغانستان منځته راوستل دي.

دلاری هغه نقشه او پلان چی هغه وړاندی کړیدی، هماغه اهداف دي چی تیرکال ښاغلی کرزي د خپل جمهوری ریاست، ددویمی دوری دپرانیستنی په وینا کی بیان کړل: له طآلبانو سره د سولی خبری؛ په حکومت کی اصلاحات؛ دافغانستان له خوانه د مرستو پربلیونو ډالرو باندی تدریجي کنترول؛ او په نظامی لحاظ جگړی ته دوام ورکول.

واشنگټن پوست لیکی داچی داویا ملکونو استاځی په کابل کی راغونډ شول او کنفرانس بی له کومی وقفی نه دوام وکړ؛ داد ښاغلی کرزي د حکومت لپاره موفقیت وگڼل شو.

د امریکا خارجه وزیری هیلری کلنټن وویل چی ننی ورځ په ریښتونی توگه دبدلون د پیل نښه ده.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چی دامریکا خارجه وزیره هیلری کلنټن له پاکستان نه ددوشنبی په ورځ کابل ته ورسیدله.

یوازینی خبره چی هغی په ډاگه وکړله هغه د جمهوررئیس اوباما هغه پلان و چی وایی له افغانستان څخه به دعسکرو وتل د ٢٠١١ م کال د جولای په میاشت کی پیل شی.

هیلری وویل چی عبوری بهیر دومره مهم دی چی دنامعلوم وخت لپاره شاته نشی غورزول کیدلی. خو دا نیټه به زموږ د عبوری پړاو یوه نوی مرحله وي، نه دا چی زموږ دگډ کار پای به وي.

که څه هم دیپلوماتانو دافغانستان پلان د یوه میکانیزم په توگه چی دا ارزیابی وکړی چی کو م ولایتونه به په اول کی راشی چی امنیتی مسوولیت یی افغانانو ته وسپارل شی، دهغو لومړیو گامونو متوقع نیټه چی باید واخیستل شی؛ په شا تللی ده.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چی دناټو خارجه وزیرانو چی د اپریل په میاشت کی په ایستونیا کی ملاقات وکړتوقع یی کوله چی یوشمیر ولایتونه به د نومبر په میاشت کی وټاکل شی چی افغانان یی کنترول کړی.

دیپلوماتانو، افغان اوناټو چارواکیو، په کابل کی وویل چی داکار به د ناټوپه یوه بل کنفرانس کی په لیزبون کی وشی.

خوڅرنگه چی د جگړی شرایط دخرابیدو په حآل کی دي او جنرال ډیویډ پیټرییس په افغانستان کی دامریکا دنویو قواوقوماندان شویدی، نو اوس دا توقع کیږی چی د یو شمیر ولایاتو واک اواختیار به لږ تر لږه د ٢٠١١ میلادی کال اوړی کی افغان امنیتی قواو ته وسپارل شی.

دغه ځنډ یوشمیر اوروپایان چی غواړی دافغانستان په مسایلو کی، خپلو خلکو ته چی په دی مسله شکمن شویدی، پرمختگ ښکاره کړی، پریشانه کړیدی؛ خو دیوشمیرنورو لپاره دا یوواقعیت دی. 136

واشنگټن پوست لیکی چي جمهوررئیس کرزي ډیری لنډی خبری وکړلی، هغه یوشمیر حساس مسایل توضیح کړل؛ په دغو مسایلو کی له طالبانو سره دخبرو موضوع شامله وه.

د پخوا په څیر هغه وویل چی دی به له یاغیانو سره په دی شرط خبری وکړی چی هغوی دیته لیوال وی چی دافغانستان اساسی قانون ومنی او له القاعده سره خپلی ا ړیکی وشلوی.

دامریکی خارجه وزیری هیلری کلنټن په دی ټینگار وکړچی له طالبانو سره دسولی هره معامله د ښځو او ماشومانو دژوند په قیمت نشی تمامیدلی.

د سه شنبی دورځی په ماښام هیلری کلنټن له یوشمیر ښځو سره ملاقات وکړ.

په دی ترڅ کی یوشمیر ښځو خپلی اندیښنی څرگندی کړلی چی که طالبان بیرته راستانه شی نو هغه پرمختگ چی دوی په ډیره سختئ ترلاسه کړیدی؛ هغه به د سولی دخبرو قربانی ‍شي.

داقتصادی مسایلو په برخه کی ښاغلی کرزی نړیوال ملاتړ تر لاسه کړ چی لږ تر لږ ه ٥٠ فیصده مرستی په راتلونکیو دوه کلونو کی دده د حکومت له لاری مصرف شي.

دا داسی وعده ده چی د حکومت پرصداقت او قابلیت باندی ډیر زیات باورته ضرورت لری.

د سه شنبی دورځ په کنفرانس کی دا ژمنه هم وشوه چی داداری فساد چاره وشی.

د یوه کال په ترڅ کی یو داداری فساد دمخنیوی لپاره دیوی محکمی جوړولو ته قانونی لاری اوبنسټ برابر شی؛ د ټولو عالیرتبه کسانو دارایی او شتمنی ثبت شی.

نوی اصول اومقررات ولیکل شی چی د هغو بلیونو ډالرو مخه ونیسی چی له هیواد نه بهرته روان دی.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼی هم په افغانستان کی دنړیوال کنفرانس په هکله لیکلی دی چی دامریکا ، اوروپا، او نورو هیوادونو مشرانو په کابل کی د سه شنبی په کنفرانس کی خپل نوی تعهد او ملاتړ دافغانستان په باب څرگند کړ.

هغوی په دی موافقه وکړله چی پرافغان حکومت باندی د مرستو د ډیرو پیسو د لگولو اعتماد وشی او دافغان جمهوررئیس داتعهد ومنی چی افغان قواوی به د هیواد امنیتی مسوولیت تر ٢٠١۴ پوری په غاړه واخلی.

نیویارک ټایمز لیکی دغو بهرنیو مشرانو په خپلو خبرو کی داهم ومنله چی ددوی په خپل هیواد کی دعامو خلکو او همدارنگه دافغانستان دعامو خلکو حوصله او صبر نور ددی جگړی په برخه کی ندی پاتی شوی.

نیویارک ټایمز لیکی چی ډیره پخه ژمنه په دغه کنفرانس کی هغه وه چی دنړیوالو انکشافی مرستو هغه برخه چی دافغان حکومت له خوانه ولگول شی، دهغو اندازه ٥٠ فیصدو ته لوړه کړی شی.

دا بدلون به په راتلونکیو دوه کلونو کی وشی. دا ژمنه له اوسنی حآلت نه ډیر ستر بدلون څرگندوی.

XS
SM
MD
LG