د لاس رسي وړ اتصالات

'د کجکي بند د امریکا دپاره ستر چیلنج'


'د کجکي بند د امریکا دپاره ستر چیلنج'
'د کجکي بند د امریکا دپاره ستر چیلنج'

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د خپلې دوشنبې په گڼه کې د هغو چلنجو په هکله یو مطلب خپور کړی دی چې په هلمند کې د کجکي د بریښنا د بند درغولو په برخه کې امریکایان ورسره مخامخ دي. ورځپاڼه لیکي، د کجکي لوی بند د امریکایانو لپاره یو سمبولیک ارزښت لري. که څه هم ددغه بریښنا د فابریکې په بیا رغولو کې مقدماتي پرمختگ شوی دی خو وروسته بیا ناامیدي او نامعلومه راتلونکی د دغه بند رغول تهدیدوي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې د کجکي د بریښنا دستگاه په ١٩٥٣ کې د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت لخوا جوړ شویدی. دغه بند د سلو مترو په لوړ والي جوړ شویدی، او یوه پراخه ساحه یې نیولې ده. د دې بند په خوا کې په هلمند کې یوه ستره زراعتي پروژه چې ډیر شمیر کانالونه، صحي کلینیکونه، ښونځي او نورهم جوړشوي وو. ددې پروژې په تکمیلیدلو سره هلمند د افغانستان یوه ډیره مهمه زراعتي سیمه وگرځیدله. دغه سیمه یو وخت کې د کمکې امریکا په نامه یادیدله. په سلگونو امریکایی ډاکټرانو، انجنیرانو، ښونکو او نورو په هیلمند کې کار کول او په لښکر گاه او کندهار کې اوسیدل. په ١٩٧٥ کال کې دوه توربینونه د بریښنا په دستگاه کې نصب شول.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي د ١٩٧٠ ومو کلونو په اخرو وختو کې چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ، امریکایانو هیلمند ولایت پریښود. او وروسته بیا هلمند او کندهار د طالبانو په مرکز بدل شو. د شوروي اتحاد د اشغال په وخت او بیا د طالبانو د واکمنۍ په دور کې د کجکي د بریښنا فابریکه په بدحالت اخته شوله، د اوبو کانالونه ډک شول او ډیر شمیر کلینونه او ښونځي ونړول شول یا وتړل شول.

ورځپاڼه زیاتوي، د یو د پاڅه دوه زرم کال په وروستیو وختونو کې د امریکا د پراختیا د بین المللي ادارې یا یو اس ایډ توجه یو ځل بیا هلمند خواته واوښتله. ددغې ادارې خورا مهمه پروژه چې پنځو س ملیونه ډالرلگښت لاره هغه د کجکي د زنگ وهلي توربینونو نوي کول وو او څنگ کې د د دریم توربین نصبول وو. ددې په څنگ کې د ډیرو فرعي سټیشنونو او د بریښنا د لیږدونې لاینونه هم باید جوړشوي وای تر څو د هلمند او کندهار په ولایتونو کې د بریښنا اندازه ډیره شي. دغه پلان د امریکا ، او افغانانو لخوا چې په سیمه کې اوسیږي او همدارنگه د قومي مشرانو لخوا د ښه هرکلي سره مخامخ شو. دوی په دې فکرکې ؤ چې د دې ستره ې پروژې سره به د خلکو اقتصادي ژوند ښه شي.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې جگړه خپل نهم کال ته داخلیږي، د کجکي د رغولو کار تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوی دی. ستونزه داده چې هغه سړک چې دغه فابریکې ته رسیږي د طالبانو لخوا کنټرولیږي. د ٢٠٠٨ کال د خبرونو د بندیز په وخت کې دوه زرو بریتانوي عسکرو د دریم توربین لپاره سل ټنه مواد د لیږدونې کار د پنځو ورځو په دوران کې ساحې ته ورسول. خو دریم توربین جوړ نه شو او ماشین او نور وسایل یې همداسې پراته دي ځکه هغه چینايي کمپني چې ددې توربین د جوړولو کار پرمخ وړل، د امنیتي ملحوظانو په سبب له افغانستان نه کډه وکړه.

په یو کلي کې چې ددغه بند په جنوب کې پروت دی اوس څوک نه اوسیږي ځکه طالبانو د کلي خلکو ته اخطارونه ورکړي وو چې د امریکایانو سره دې مرسته نه کوي. جوول هافونسټین چې د تریاکو فصل په نامه یو کتاب لیکلی دی او په هلمند کې د یو اس ایډ لپاره یې کار کاؤ، لیکي کله چې دی خبر شو چې امریکایانو او بریتانویانو د کجکی د بریښنا د بند بیا رغونه معطل کړیده، ډیر زیات تعجب وکړ ځکه دوی د هلمند خلکو ته څومره غوړې وعدې ورکړې وې. ده لیکلي دي، دا څومره لوی امتیاز طالبانو ته ورکول دي او دا پخپله د یوې سترې ماتې نښه ده او حتی دا معنی لري چې مونږ دلته بلکل ناکام شولو.

اوس ستونزه داده چې د ٢٥ میلو د سړک ١٥ میله برخه یې محفوظ نه ده او امریکایان وايي چې مونږ دومره کافي عسکر نه لرو چې دغه برخه محفوظه کړو نوځکه د کجکي د بریښنا د فابریکې ترمیم چې دومره امیدونه ورته تړل شوي دي همداسې پاتې دی.

XS
SM
MD
LG