د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: کرزی غواړي ملا خیرخواه راخوشې شي


نیویارک ټایمز: کرزی غواړي ملا خیرخواه راخوشې شي

نیویارک ټایمز: کرزی غواړي ملا خیرخواه راخوشې شي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د فبرورۍ د اتمې نیټې په گڼه کې د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي له خولې لیکې چې د سه شنبې په ورځ یې دا غوښتنه کړیده چې د طالبانو یو پخوانی مامورچې اوس د گوانتانامو په زندان کې بندي دی خوشې شي او افغانستان ته راشي چې د پخلاینې په پروسه کې برخه واخلي.

ورځپاڼه لیکي، کرزي د سولې د شورا دغه غوښتنه تکرارکړه چې د طالبانو یو مشر ملاخیرالله خیرخواه چې په کیوباکې د امریکا په زندان، گوانتانامو کې د ٢٠٠٢ کال نه را پدې خوا ساتل کېږي، باید خوشی شي. خیرخواه چې په اصل کې د کندهار د ولایت اوسیدونکی دی، د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر او همدارنگه په هرات کې والي ؤ. ښاغلي کرزي وویل که چیری دی غواړي چې مونږ سره وغږیږي مونږ ددې کار هرکلی کوو. کرزي چې په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې یې خبرې کولې وویل چې دوی به یې د خلاصیدلو بندو بست وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې امریکایی مقاماتو سمدستې په دې هکله له کومې تبصرې نه ډډه کړیده. خو داسې ښکاري چې امریکایی مقامات د طالبانو د جگپوړو مشرانو په خوشې کولو کې زړه نا زړه دي. دوی یو وخت ملاعبدالقیوم ذاکر خوشی کړ اوبیا هغه افغانستان ته ولاړخو له هغه ځای نه بیرته د طالبانو صفوفو سره یو ځای شو. ښاغلي کرزي وویل چې افغان مامورین به وکړی شي چې دخیرخواه د خوشې کولو امکانات برابر کړي. په کابل کې د امریکا د سفارت ویاند ښاغلي کی ری حنان وویل چې دوی د افغانستان د سولې د شورا ملاتړ کوي خو د خیرخواه د خوشې کیدلو په هکله یې څه ونه ویل.

نیویارک ټایمز لیکي چې خبره هغه وخت پورته شوه چې کله د افغانستان د سولې د شورا د سیاسی بندیانو د کمیټې غړی، مولوی ارسلا رحماني د خیرالله خیرخواه د خوشې کیدلو غوښتنه وکړه. رحمانی وايي چې دا مسئله هغه وخت رامنځ ته شوه چې د ښاغلي خیرخواه مدافع وکیل فرانک گولدسمیت کرزي ته په دې وختونو کې ولیکل چې دده موکل دا غوښتنه لري چې د سولې پروسې سره یوځای شي. دده ای میل د سولې شورا ته وړاندې شو. رحماني اټکل کوي چې که دی کابل ته واستول شي نو به کور کې نظر بند وساتل شي.

ښاغلي رحماني ویلي دي چې دی یو ښه پوه سړی دی، ښه مسلمان دی او دده ښه سړیتوب مونږ سره زمونږ په کارونو کې مرسته کوي ترڅو خپل ملک ته ثبات او سوله راولو.

ورځپاڼه لیکي چې کیدای شي چې دا غوښتنه به د امریکایانو او کرزي ترمنځ یوه بله لانجه منځ ته کړي. کرزي همدارنگه وویل چې دوی غواړي د طالبانو د یوه غړي د مرگ په هکله چې په گوانتانامو کې مړشوی دی معلومات راټول کړي. امریکايي مامورینو ویلي دي چې اول گل په گوانتانامو کې د سپورت په وخت کې مړشوی دی. دده مړی جلال اباد ته انتقال شو او دده په جنازه کې ډیر شمیر خلکو گډون وکړ. ځنو گډون کونکو د امریکا پرضد شعارونه ورکول او دده د مرگ د غچ اخیستلو غوښتنه کول.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د فبرورۍ په اتمه لیکي چې د افغانستان د حکومت له پلټنو نه ښکاري چې دوی ١٦ خصوصي شرکتونه په دې تورنوي چې دوی بیحده شمیر ساتونکي ساتي، پرخپلو عایداتو مالیه نه ورکوي او خپلې وسلې او واسطې نه ثبتوي.

ورځپاڼه لیکي چې د تورنو شوو کمپنیو یو لست په کابل کې ویشل شوی دی چې په هغه کې امریکايي او بریتانوۍ کمپنۍ هم شاملې دی چې په افغانستان کې فعالیت لري. د افغانستان حکومت په اوله کې دغه کمپنۍ تهدیدولې خو وروسته ځنې یې لغو اعلان کړلې او ادعا لري چې دوی د قوانینو نه سرغړونې کوي. داسې اټکل کیږي شپږهغه کمپنۍ چې د افغانستان د حکومت د لوړ پوړو چارواکو سره اړیکې لري په دې هفته کې به بیدې شي. دا خبره یوه افغان مامور کړیده. خو د کمپنیو مالکان دغه ادعاوې ردوي او وايي چې د افغانستان حکومت غواړي په تدریجي ډول ددغو کمپنیو پرځای خپل ساتونکي په کار واچوي.

واشنگټن پوسټ د حامد کرزي له خولي لیکي چې ده خصوصي کمپنۍ داسې تشریح کوي چې غړي یې دورځې له خوا غله او د شپې لخوا ترورستان دي. خو د کمپنیو کارکونکي وايي چې که دوی د دې کار نه لاس واخلي نوهغه امنیت چې اوس دوی پرمختیایی پروژو، قطارونو او سفارتونو ته برابروي له گواښ سره به مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG