د لاس رسي وړ اتصالات

'د ناټو مشر: کرزی باید ښه کلک اقدامات وکړي'


د واشنگټن پوست ورځپاڼه د سپتمبرپه ٧ مه لېکی دناټو عمومی منشی وايی پکارده چې ښاغلی کرزی د اداری فساد خلاف ښه کلک اقدامات وکړی.

ورځپاڼه لېکی چې رپوټونه وايی په افغانستان کې د اداری فساد وبا د امرېکا په عامو خلکو کې د جنگ ملاتړ کموی او همدارنگه دناټو داېتلاف په غړېوکې هم د جگړی ملاتړ ته تاوان اړوی.

داخبری دناټو عمومی سکرتر اندرېس فوگ راسموسېن وکړلی. هغه ووېل چې ده د افغانستان جمهوررئېس حآمد کرزی ته څو ځلی وېلی دی چی دی دېته ضرورت لری چې داداری فساد خلاف ټېنگ اقدامات وکړی.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي کرزي د اداري فساد خلاف د ِتحقیقاتو د مخنیوي په سبب په واشنگټن او اروپا کې خپل متحدین خپه کړيدي.

رپوټ وايی چې دا تحقېقات دهغه د جمهوری رېاست د ماڼی د مامورېنو خلاف کېدل. په عېن حآل کې دامرېکا چارواکېو دا اندېښنه هم څرگنده کړېده چې افغانستان ته د ملېاردو خارجی مرستو له جملی نه ېوشمېر پېسی وهل شوېدی او ېا بلی خواته لېږل شوېدی.

دواشنگټن پوسټ ورځپاڼه د راسموسېن له قوله لېکی چې دا ډېره مهمه ده چې داداری فساد خلاف مبارزه پېاوړی کړی شی.

راسموسېن داخبر په هغه مرکه کی وکړلی چې دسه شنبی په ورځ ېې د واشنگټن پوست له خبرېالانو او مدېرانو سره وکړله. هغه ووېل چې دبې قانونی او بې قاعدگۍ او اداری فساد په برخه کې دا ټولی کېسی، په افغانستان کې زموږ د موجودېت لپاره دعامو خلکو ملاتړ ته تاوان رسوی .

XS
SM
MD
LG