د لاس رسي وړ اتصالات

تبصرې: کرزی د طالبانو په لاس مرگ ژوبله هم غندي


دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه، د چارشنبی په ورځ د سپتمبر په ٢٩ مه نېټه لېکی چې ښاغلی کرزی هغه مرگ ژوبله محکوموی چې طالبان یې کوي. د هغه احساسات ، ښکاره خبره ده چې د غزنی ولاېت دوالی د مرستیال په وژنه راپارېدلی دي.

ورځپاڼه لېکی چې دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي په ېوه داسی بېانېه کې چی ترسترگوېې اوښکی راغللی، په افغانستان کې ېې دناټو دمامورېت دموثرېت په هکله پوښتنی منځته راوستلی.

د سه شنبی په ورځ په هغه وېنا کې، د ښاغلی کرزي سترگی له اوښکو نه ډکی شوی چې په افغانستان کې ېې دناټو دمامورېت دموثرېت په برخه کې پوښتنی را منځته راکړی. هغه همدارنگه هغه وبا ته ورته مرگ ژوبله هم وغندله چې دده په هېواد کې روانه ده. په همدغه وېنا کې ، افغان اولسمشر پرطالبانو باندی دوطن دارانو په نامه غږ وکړ چې وسله په زمکه کېږدی.

د لاس انجلس ټاېمز لېکی چې د جمهوررئېس داحساساتی کېدلو علت په ظاهره دا ښکاری چې دغزنی دولاېت دوالی معاون په ېوه ځان مرگی برېد کې وژل شوېدی. دغه ځان مرگی برېد د والی دمرستېال کاظم الله ېار کاروان په نښه کړی و. ېوه افغان چارواکی ووېل چې په دغه برېد کې له هغه سره شپږ تنه نور هم ووژل شول. د ښاغلی کرزی دفتر په خپله وېنا کې دغه برېد چې طآلبانو ېې مسوولېت په غاړه اخېستی دی محکوم کړېدی.

لاس انجلس ټاېمز لېکی چی د جمهوررئېس په سترگو کې اوښکی راتلل دافغانستان دخلکو په نظر کې غېرمعمول کار نه دی گڼل شوی. ښاغلی کرزی مخکی هم دعامو خلکو په مخکی هغه وخت ژړلی دی چې دهغو ملکېانو مرگ ېې محکوماوه چې د ناټو دعسکرو له خونه وژل شوی وو او دغی پېښی پر خلکو کوم خاص اثر نه درلود. ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی کرزی ېو وخت د غرب ډېر خوږ دوست او ملگری گڼل کېده، خو اوس داوباما داداری اوناټو دانډېوالانو له سخت فشار سره مخ دی چې په خپل حکومت کې د اداری فساد کمبله ټوله کړی. په دې ترڅ کې دهغه دواړه ورونه محمود کرزی او احمد ولی کرزی دهغوی دمالی مساېلو له امله له تحقېق او تدقېق سره مخ دی.

ورځپاڼه لېکی چی جمهوررئېس دهغی وېنا په ترڅ کې احساسات ښکاره کړل چې په کابل کې ېې د سواد اوتعلېم د زېاتولو په برخه کې کوله.

هغه دافغانستان ددېرشوکلونو نه زېاتی مودی جگړی په برخه کې خبری کولی ؛ په دې ترڅ ېې دپخوانی شوروی اتحاد دورې ته اشاره وکړله، د گاونډېانو مداخلو اولاسوهنو ته ېې هم اشاره وکړله. هغه په دې ترڅ کې زېاته کړله چې اوس ناټو دلته ده او دتېرو لس کلونو راهېسی دترهگری خلاف مبارزه کوی او نتېجه ېې نده معلومه.

په دې ترڅ کې د جمهوررئېس سترگی اوښلنی شوی اوازېې ژړغونی سو. هغه داوېره څرگنده کړله چې ځوان افغانان ښايی دا غوره وگڼی چې په دغه پراخه تشدد کې له خپل ملک نه بل وطن ته هجرت وکړی. کله چې هغه دخپل زوی مېروېس په برخه کې خبری وکړلی نو هغه ښه سم وژړل. د ښاغلی کرزی زوی په ٢٠٠٧ مېلادی کې زېږېدلی دی . هغه ووېل زه نه غواړم چې زما زوی مېروېس خارجی سي . زه غواړم چې مېروېس ېوافغان وي. په همدی خاوره کې لوی سی او همدلته ښوونځې ته ولاړ شی. زه غواړم چې افغان ښوونکي ورته درس ووايی.

زه غواړم چې هغه ځوان شی او ډاکټر شی او دخپلو خلکو خدمت وکړی اوهمدلته په دې خاوره کې ښځ شی.

لاس انجلس ټاېمز لېکی چې ښاغلی کرزي ، طالبانو ته نېغ په نېغه خطآب وکړ او وېل: خپل هېواد دنورو د گټو لپاره مه ورانوئ. خپل خلک د نورو دگټولپاره مه وژنئ. هر ډز چې تاسی کوئ ، گولۍ ېې ددې هېواد په زړه باندی لگېږی.

د لاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی کرزی دا بېانېه ېوه ورځ وروسته له هغه نه ورکړله چې دامرېکا او ناټو دقواو قوماندان جنرال ډېوېډې پېټرېېس خبرېالانو ته ووېل چې د ښاغلی کرزی حکومت د طالبانو له مشرتابه سره رابطه لری. دا ډېره څرگنده ېادونه وه چې تراوسه پورې د دومره جگپوړه امرېکا ېې چارواکی له خوانه شوېده چې ووايي له طآلبانو سره په لوړه سوېه اړېکی نېول کېږی.

دافغانستان د جمهوررئېس حآمد کرزی نطاق وحېد عمر د پردی تر شا خبرو اهمېت تراوسه پورې بې اهمېته گڼلی دی. هغه ووېل چې رابطی شته دی خو تراوسه پورې مذاکرات او تفاهم نشته دی. مگر هغه هېله څرگنده کړله چې د سولی لپاره نوی ټاکل شوی شوری به په دې هڅو کې پرمختگ وکړی چې د طالبانو پېاده عسکر دېته وهڅوی چی له جگړی نه لاس واخلی.

دوال سترېت ژورنال خپرونه د سه شنبی په ورځ لېکی چې ښاغلی کرزی له طالبانو سره دسولی دمذاکراتولپاره ېوه نوی شوری ټاکلی ده. ورځپاڼه لېکی چې طالبانو چې د سه شنبی په ورځ باندی د غزنی دوالی مرستېال په ېوه ځان مرگی برېد کې وژلی دی سمدلاسه ېې د ښاغلی کرزي د سولی وروستی وړاندېز رد کړېدی.

وال سترېت ژورنال لېکی چې د ښاغلی کرزی دغه راز وړاندېز دافغانستان د اقلېتونو د مشرانو له خوانه له اعتراضونو سره مخ شوېدی. هغوی وېره لری چې ښاغلی کرزی چې په خپله پښتون دی دېته لېوال دی چې له ېاغېانو سره چې اکثره ېې پښتانه دې ډېر زېات رعاېت وکړی او امتېازات ورکړی. ددې لپاره چې ددغو اندېښنو ځواب ووېل شی د مذاکراتو د نوی شوری په ٦٨ غړېو کې د طالبانو سره د مذاکراتو سرسخته غړی هم شامل دی. په دې جمله کې د طالبانو په پخوانېو غړېو سر بېره محمد محقق، نورالله سعادت ، ېوشمېر غټ جنگسالاران او دېنی عالمان هم شامل دی .

د ښاغلی کرزی نطآق وحېد عمر ووېل چی دمذاکراتو نوی شوری به ېوازېنی مرجع اومنبع وی چې له طالبانو سره به مذاکرات پر مخ بوزی.

XS
SM
MD
LG