د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: افغانستان کې بیا غیرعادي حالت، د کېري سفر


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه له افغانستان نه د امریکا د سنا د بهرنیو چارو د جرگه گۍ مشر، جان کیري د سفر په برخه کې لیکي، کابل ته د کی ری تگ یو ځل بیا د بحران ښکارندوی دی.

پروسږکال هم د انتخاباتو نه وروسته ده د حامد کرزي سره یو ځای پر ستیج ودرید او د انتخاباتو د درغلیو د تورونو وروسته چې په افغانستان کې بحران ترسترگو کیده، د ښاغلي کرزي ملاتړ اعلان کړ.

د تیرې سه شنبې په ورځ ده یو ځل بیا کابل ته په یوه حساسه موقع کې ولاړ. هیڅکله هم امریکا دومره مصمم نه ؤ ښکاره شوې لکه دا ځلي چې کرزي نه به په زغرده غوښتنه وشي چې یا د اداري فساد چاره وکړي یا دا چې هم پیسې له لاسه ورکوي او هم هغه عسکر چې دده حکومت یې په پښو درولی دی.

واشنگټن پوست لیکي، جان کی ري مخکې له دې چې د شپې لخوا د کرزي سره وگوري خبریالانو ته وویل:

"دا ډیره مهمه ده چې جمهوررئیس په دې راتلونکو څو میاشتو کې داسې وښيي چې په څرگند او ملموس ډول او همدارنگه د حساب ورکولو په بڼې سره خلکو ته تر ټولو ښه حکومتي اداره وړاندې کوي، او دا باید چې همداسې وشي".

ورځپاڼه لیکي، د کرزي د اجرائاتو په هکله هغه وخت سخته غوصه راوپاریدله چې ده د ارتشا ضد ادارې کنټرول په خپل لاس واخیست کومې چې د جمهوري ریاست یوه کارکونکي د رشوت په قضیه کی بندی کړ.

جان کی ري وویل: زه به د هغې پالیسي تر شا ونه دریږم چې هغه د یو فاسد حکومت نه حمایت دی، که داسې وشي. ده وویل، مگر دا د امتحان وخت دی، او زه دهمدې کار لپاره دلته راغلی یم. جان کی ری وايي، که چیرې کرزی د اداري فساد شواهد له نظره وغورځوي، په کانگرس کې دده ملگرتیا به ختمه شي. ده وویل، دا به مونږ ته ډیر زیات ستونزې جوړې کړي چې د امریکايي کورنیو سترگو ته وگورو او ورته ووایو، چې دا هغه څه ده چې ددهغه لپاره دومره ځانونه قربانیږي.

همدارنگه واشنگټن پوست په یوه بله مقاله کې په افغانستان کې د بري لپاره د قضیې جوړول تر نامه لاندې لیکي، هیڅ څوک پخپله د جنرال ډیوډ پټریس په اندازه نه پوهیږي چې دا څومره د امریکایانو لپاره مایوس کونکی ده چې واوري چې امریکا په افغانستان کې د یاغیتوب په ضد هڅو کې په لمړیو مرحلو کې ده. ده چې د اسوشیتد پرس سره خبرې کولې ویلي دي چې دی پوهیږي چې دا نهم کال دی چې امریکا په افغانستان کې نښتې ده، خو بیا هم د هغو کسانو نه چې په دې برخه کې د صبر نه کاراخیستی دی، تشکر کوي.

واشنگټن پوست لیکي، که د جنرال پټریس هر نظر وي خو پخپله د اوباما د ستراتیژۍ د غور په هکله چې دده د جمهوري ریاست په دوران کې دوه ځلي شوی دی، ده تل داسې ویلي دي چې دی به هیڅکله افراطیونو ته اجازه ورنه کړي چې بیا په افغانستان کې منگولې ښخي کړي او ددوی لپاره د پاکستان سلامتیا هم ډیر زیات مطرح ده. ده ویلي دي چې په راتلونکي کال کې به د افغانستان نه د امریکایانو وتل پیل شي خو دا د افغانستان نه دامریکا د لاس پرسر کیدو معنی نه لري.

د کرسچن ساینس مانیتور ورځپاڼه په وروستۍ گڼه کې لیکي چې اوس طالبان د خپل اعتبار د سمولو پسې گرځي. ورځپاڼه لیکي، طالبان دا وړاندیز کوي چې داسې یو کمسیون دې جوړ شي چې د ملکیانو د وژلو په هکله تحقیقات وکړي. ددې نه ښکاري چې طالبان دې پسې دي چې د ملکیانو د زیات وژنو په صورت کې خپل اعتبار بایلي او خلک ورنه اوړي.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو د غوښتنې په اساس په دې کمسیون کې باید د طالبانو، د ای ساف، د ملگرو ملتو او د اسلامي کانفرانس د سازمان غړي شامل وي. طالبانو دا غوښتنه هم کړیده چې دې کمسیون ته کامل اختیار ورکړ شی چې د سیمی او خلکو نه د تلفاتو په برخه کې مستقلانه تحقیق وکړي.

کرسچن ساینس مانیتور لیکي، د بشري حقوقو هغه سازمانو نه چې په افغانستان کې کارونه کوي وايي چې د طالبانو دې غوښتنې ته یواځې هغه وخت ځواب وویل شي چې دوی امنیتي تضمینونه ورکړي او د بین المللي قوانینو منلو ته چمتو شي. او دا به دا معنی ولري چې دوی د ملکیانو وژل بس کړي او خپل دا کردار بدل کړي چې د قتل د گواښ نه د خلکو د ویرولو لپاره کار وانخلي.

ورځپاڼه د احمد نادر نادري له قوله چې د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمسیون رئیس دی، لیکي که چیرې طالبان ددې خبرې سره دلچسپي لري نو دوی دې په ملکي خلکو باندې خپلې حملې بندې کړي. ده ویلي دي "خو هغه څه چې زه په هغه باندې باور لرم هغه دادی چې دوی به هیڅکله بین المللي قوانینو ته غاړه کښینږدي، ځکه دوی په ملکیانو باندې بې دریغه حملې کوي".

د ورځپاڼې په خبره د بشري حقوقو خپلواکه کمسیون په تیرو وختونو کې هڅه کړیده چې د طالبانو نه دا ډاډ ترلاسه کړي چې د کمسیون د غړو تحیقیق ته لاره برابره کړ او ددوی خوندیتوب تضمین کړي. خو دوی هیڅکله له دوی نه دغه ډاډ تر لاسه نه کړ. یوه بله ورته ډله هم همداسې انگیرنې لري. دوی د طالبانو ددغې غوښتنې په ځواب کې یو دولس ماده د غوښتنې لست جوړ کړ چې که چیرې طالبان وغواړي نود هغه په اساس دا کار کیدلای شي.

کرسچن ساینس مانیتور لیکي، چې په کلونو کلونو د خلکو برمته کول، او د بی طرفه کارگرانو وژل د طالبانو په مقابل کې سخته بې اعتمادي منځ ته راوړې ده. په بدخشان کې په دې وروستیو وختونو کې د لسو تنو بشري کارکونکو وژل یوه داسې قضیه ده حتی که دغه کار د طالبانو د مشرانو رضایت هم ځان سره ونه لري خو بیاهم واړه قوماندانان هم کیدلای شي ډیربیرحمانه کارونه وکړي.

XS
SM
MD
LG