د لاس رسي وړ اتصالات

"ایا د افغانستان نه وتل په وضعه کې څه بدلون راولي؟"


د ایگزامنر ورځپاڼه چې د امریکا په پایتخت واشنگټن کې خپریږي په خپله وروستۍ گڼه کې لیکي: له لسو کلونو د تیریدلو نه وروسته بیا هم د کابل د اعلامېې لخوا د ٢٠١١ کال ټاکل بیاهم ښه کارنه بریښي.

ورځپاڼه لیکي د ډیروحلقاتو د اخطارونو سره سره چې د افغانستان اوسنی حکومت به ونه شي کړی چې په ملک کې امنیت وساتي او د ملک توامیت خوندي کړي خو بیاهم د اوباما ادارې د پاکستان د ناڅرگندې وعدې په مقابل کې چې طالبان دې ته وهڅوي چې د کابل حکومت سره سوله وکړي، اوباما اعلان وکړ چې د بل کال په جولای کې د افغانستان نه د خپلو عسکرو په ایستلو پیل کوي او افغانان به اوس خپل مقدرات په خپل لاس اخلي. خو دا چې مخ کې له دې چې په جگړه کې بریالیتوب ترلاسه شی، امریکایان وځي ځان سره یو شمیر پرمختیاوې لرلی شي.

ورځپاڼه لېکی، په اوس وخت کې افغانستان د داخلي جگړې سره مخامخ دی اوطالبان د ملک په جنوب کې خپل عملیات سرته رسوي، نو خلک د جگړې په منځ کې گیر راپاتې دي. القاعده بیرته افغانستان ته راغلې ده او بیاهم د لویدیزې نړی سره په یوه سخته مقابله اخته ده. القاعده هغه ډله ده چې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر پېښې رامنځته کړې. ددوی دا بریالۍ هڅې د نړی په گوټ گوټ کې نورې اسلامي سخت دریزې ډلې هم وهڅولې. په عین حال کې د امریکا لخوا بمبارۍ نورهم د ملکیانو د مرگ ژوبلې سبب شو او په دې سره د ډیرو بشري حقوقو د ادارو لخوا شکایتونه پورته شول.

ایگزامنر لیکي دا چې د امریکا د وتلو نه په افغانستان کې څه پیښې راتلای شي، لانه دي معلوم . کیدی شي وضعه ښه شي یا داچې نوره هم خرابۍ خواته ولاړه شي.

هوکې، که څه هم ځنې نورې داسې لیارې شته دي چې د افغانستان د جگړې نه پرته هم دامریکا اهداف خوندي کیدلی شي، خو دغه چانسونه ددې نه هم اسانه او یقیني نه ښکاري او کیدای شي په نورو وینو او زیاتو لگښتونو تمام شي.

ایگزامنر لیکي، په افغانستان کې بریالیتوب نه یواځې پخپله ددې ملک لپاره ضروري دي بلکه په پاکستان او دهغه نه هاخوا هم مطلوب دي. پاکستان به هم په دې کار سره د خپلو طالبانو سره مقابله وکړي او منظم تروریزم ته په خپله خاوره کې خاتمه ورکړي، او بیا دهند سره دخپلو اړیکو په ښه کیدلو کار وکړي. او په دې ټولو کې د امریکا اومتحدینو خیر معلومیږي.

د واشنگټن ټایمز ورځپانې د اگست د اولې نیټې په گڼه کې په افغانستان کې د امریکا د اهدافو په هکله یو مضمون خپور کړی دی. ورځپاڼه لیکي، د اوباما اداره او همدارنگه د دموکرات گوند مهمو غړو هڅه کوي د افغانستان د جنگ اهداف محدود کړي، او وايي چې دوی په افغانستان کې یواځې دومره غواړي چې تروریزم ختم کړي خو د ملت جوړولو له پروژې نه لاس اخیستی دی.

واشنگټن ټایمز لیکي، د سي بي اس تلویزیوني شبکې د اوباما سره یوه مرکه خپره کړیده. په دې مرکې کې اوباما وايي:

هیڅ څوک دا فکر نه کوي چې افغانستان دې د جفرسن د دموکراسۍ یوه نمونه شي. ده زیاته کړه، هغه مسئله چې مونږ ورپسې گرځو، سخته ده، خو دا یو عادی هدف دی یعنی ترورستان مه پریږده چې د سیمې نه فعالیت وکړي، دوی مه پریږده چې دلته د نورو ترورستانو د روزنې لپاره زمینه برابره کړي او بیا په امریکا باندې بې له دې چې د عواقبو نه یې وډارشي حملې وکړي.

واشنگټن ټایمز د اوباما له قوله لیکي چې د افغانستان اهداف لاس ته راتلای شي. هغه ویلي دي: مونږ تر ډیر حده پورې افغانستان باثباته کولی شو او د پاکستان نه کافي همکاري تر لاسه کړو، اما کوښښ وکړو چې د ځان په مقابل کې خطرونه زیات نه کړو. اوباما ویلي دي، که چیرې خطر زمونږ ملک ته نه وای، نو ما به د افغانستان نه د عسکرو په ایستلو همدا نن پیل کړی وای.

ورځپاڼه د امریکا ددفاع وزیر له قوله لیکي، امریکا په افغانستان کې ددې لپاره نه ده تم شوې چې په دغه ملک کې د جوړونې او بیا جوړونې پروژې عملي کړي. گیتس وویل:

مونږ په افغانستان کې په دې سبب یو چې په مونږ باندې حملې له افغانستان نه وشولې، نه دا چې مونږ ددې لپاره ورغلی یو چې هلته یوه ښه ټولنه جوړه کړو. خو په عین حال کې داسې چارې سرته رسول چې هلته د حکومت کارونه ښه شي، د افغانستان پرمختگ گړندی شي، او دا کارونه ددې سبب شي چې زمونږ امنیتي ماموریت ته گټه ورسوي کړي او همدارنگه د افغانستان د حکومت اغیزمن توب په امنیتي چارو کې ښه شي، نو مونږ ددې مقصد لپاره په افغانستان کې یو.

واشگټن ټایمز لیکي، د امریکا د ولسي جرگه مشرې نانسي پلوسي ددې سوال په ځواب کې چې امریکا به د افغانستان د ښځو د ژغورنې په برخه کې څه وکړي ترڅو دوی د طالبانو د له منگلو نه خلاصې کړي وویل، په افغانستان کې د امریکا اصلي ماموریت دادی چې زمونږ خپل ملي امنیت دی، د تروریزم مخه نیول، او د نړیوال امنیت ساتل دي. هغې زیاته کړه، ماته او د کانگرس غړو ته دا مهمه ده چې دافغانستان ښځې او ماشومانو ته د روغتیا او تعلیمي روزنې زمینه برابره شي، خو دغه کارونه هغه وخت ممکن دي چې په ملک کې امنیت رامنځ ته شي او اداري فساد پای ته ورسیږي.

خو سره ددې هم ١٠٢ دموکراتانو د افغانستان د جگړې د لگښت په ضد رایې ورکړې، چې د پروسږکال په تناسب ٧٠ کسان زیات وو. دغه مسئله دا ښيي چې دموکراتان د جنگ سره مخالفت کوي.

ورځپاڼه لېکي، ډیر شمیر امریکایان د جنگ دوضعې نه راضی نه دي خو ډیر شمیر امریکایان ددې غوښتونکي هم دي چې په افغانستان کې د امریکا جگړه په بریالیتوب پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG