د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوب کې د افغان او ناټو عکسرو د بري نښې، مطبوعات


په جنوب کې د افغان او ناټو عکسرو د بري نښې، مطبوعات

په جنوب کې د افغان او ناټو عکسرو د بري نښې، مطبوعات

د واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي چې که په افغانستان کې د ایتلاف د قواوو عموموي قوماندان جنرال دوید پیتریس په دی وروستیو وختونو کې د بریالیتوبونو خبرې کوي.

جنرال پیټریس خپلو عسکرو ته وایي چې دښمن مو تر ستوني نیولئ د هغو یو علت د افغانستان په جنوب کی د هغوی بریالیتوب یادولئ شو.

ورځپاڼه لیکی چی د ژیړۍ ولسوالي چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په شمول د طآلبانو د اکثرو مشرانو اصلي ټاټوبی دی او بغاوت هم د همدې ځای نه شروع شوی ، درې میاشتې مخکې دغه ولسوالي د جنګ مرکز ؤ، طالبان په آزاده توګه پکی ګرځیدل راګرځیدل او د طالبانو بیرغ پکی رپیده.، خو ورځپاڼه لیکي چې د نوامبر په نیمایي کې په زرګونو امریکایی او افغان پوځونه ورغلل او طالبان یی پسی واخیستل، د ژیړۍ په ولسوالۍ کی د دوو میاشتو د پاره کراره کراري شوه . افغان او امریکایی عسکرو په دی ولسوالۍ کی خپلی پوستی واچولی .

ورځپاڼه لیکی چی د ژیړۍ ولسوالي نن د دی جنګ د وړلو لپاره یو غټ امتحان ګرځیدلئ دئ ، د امریکا جمهور ریس براک اوباما تیر کال د دی جنګ د وړلو لپاره دیرش زره امریکایی تازه دمه عسکر افغانستان ته ولیږل، اوس د ټولو سره دا پوښته مطرح کیږی چی آیا افغان او امریکایی پوځونه به وکولئ شی چی دغه لاس ته راوړنی وساتلئ شی، او که نه؟

ورځپاڼه لیکی چی دا لومړئ ځل نه دئ٠ چی د ناتو قواوو د کندهار دا ولسوالي تصفیه کړی خو دا لومړئ ځل دئ چی په دی ولسوالۍ کی دومره زیات ، په زرګونو پوځونه پاتي کیږی.ورځپاڼه لیکی چی اوس د کندهار په شاوخوا کی تقریبآ لس زره امریکایی او د اُییتلاف عسکر دیره دي، او دا علت دئ چی هغوی بریالتوبونه ترلاسه کړي دي، خو ورځپاڼه لیکی چی دا بیا نه ده معلومه چی د پسرلي په راتلو سره به چی طالبان بیرته راوګرځي ، وضع به څنګه کیږی.

ورځپاڼه زیاتوی چی د ژیړۍ په ولسوالۍ کی د یوسلو یوومی فرقی جزو تامونه ځای په ځای شوي او په شدت په دی کار کوی چی د محلی او سیمه ایزو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او ورځپاڼه وایی چی د امریکایی چارواکیو او ګڼ شمیر افغانانو په قول د هغوی دا هلی ځلی تر زیاتی اندازی بریالۍ دي.

د دغو هلو ځلو یو مثال دا دئ چی د سیمی خلک دغو پرتو پوستو ته ورځی ، د مرستی او په جنګ کی ورته د اوښتو تاوانونو غوښتنه تری کوي او د هغوی لخوا د کار په بدل کی د پیسو د ورکولو په امتحانی پروګرام کی خلک د طالبانو د ګواښونو او انتقامونو سره سره برخه اخلي.

کلیوال وایی چی په دی سیمه کی طالبان ورک شوي او امریکایی قواوی دیره شوی دي او په دی ډاډه شوي چی طالبان نور نشی کولای بیرته د هغوی کلیو ته ورشي، او د خلکو دا ډار حد اقل دغو پوستو ته په نژدی سیمو کی نور لیری شوی دئ.

په دی سیمه کی د امریکایی قواوو مسؤل ډګروال تامس مک فیدن وایی چی اول خو د دی سیمی خلک د هغه چا په طرف دي چی په سیمه کی حاکم وي بل پلو هغوی د طالبانو د حاکمیت نه ستړی شوي دي، او غواړي چی په ژوند کی یی بدلون راشی.

ورځپاڼه لیکی چی دغه قوماندان زیاتوی چی د طالبانو نه د خلکو ډار ورک شوی ، که څه هم طالبانو ډیر ګواښونه ورته وکړل خو د کار د پاره د سیمه ایزو خلکو د راتلو مخه یی ونشوای نیولئ.

د پوځ په نوښت د کار په بدل کی د پیسو د ورکولو په پروګرام کی د ګډون لپاره د ورځی تقریبآ ١٢٠٠ خلک مراجعه کوي ، دغه قوماندان وایی چی په سیمه کی د اوبو لګولو یو غټ کانال اوس فعاله شوئ او د سیمی د زراعت لپاره به په کافی اندازه اوبه برابری کړی چی په دی کار باندی قومی مشران ډیر خوشحاله شول.

په دی پروګرام کی د سیمی یو شمیر طالب جنګیالي هم شامل شوی او د جنګ نه یی لاس اخیستئ ، د دی پروګرام افغان مسؤلین وایی چی په پشمول کی د زرګونو کارګرانو کی په جمله کی په سل هاو د طالبانو پخواني جنګیالی هم شامل شوي چی اوس د ورځی شپږ ډالره تنخوا اخلي .

ورځپاڼه لیکی چی دغو کارګرانو دفاعی ګروپونه جوړ کړی چی یاغیان ونشی کولای د دوی کارو بار ګډوډ کړي.

پوځ په اونۍ کی یو ځل د قومی مشرانو سره غونډی کوی او د هغوی په ستونزو ورسره غږیږی او سلا مشوری ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG