د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: امریکایي پوځیان غواړي عملیات پاکستان ته وغځوي


نیویارک ټایمز: امریکایي پوځیان غواړي عملیات پاکستان ته وغځوي
نیویارک ټایمز: امریکایي پوځیان غواړي عملیات پاکستان ته وغځوي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ډسمبر د شلمې نیټې په گڼه کې په افغانستان کې د میشت امریکایی پوځیانو له لورې لیکلي چې دوی د پاکستان د نه همکارۍ نه مایوسه شوي دي او غواړي چې د پاکستان په قبایلي علاقو کې خپل پوځي بریدونه پراخ کړي.

ورځپاڼه لیکي، له دې سره به په پاکستان کې پوځي عملیات زیات شي، کوم چې تر اوسه پورې د منفي عکس العمل په سبب محدود ساتل شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، دغه پلان تر اوسه پورې منظور شوی نه دی، خو پوځي او ملکی چارواکی وایی چې حالات جدی شوي دي ځکه چې د اوباما د ادارې هغه موعد رانژدې کیږي چې غواړي د افغانستان نه د خپلو قواوو په ایستلو پیل وکړي. حتی د خطرونو سره سره بیاهم قوماندانان وايي چې د امریکایی خاصو قواوو نه په استفادې او دا چې یو شمیر یاغی ډلې ونیول شي او بیا افغانستان ته د پوښتنې لپاره راوړل شي، دا به استخباراتی معلومات زیات کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، امریکایانو د پاکستان په خاوره کې په څو عملیاتو کې یواځې څومحدوبریدونه کړیدي چې بیاهم د پاکستانی مامورینو د غصې سبب گرځیدلي دي. خو اوس امریکایی مامورین وایی چې د نوې پالیسۍ پر اساس هلته نورو بریدونو ته هم اجازه ورکړي.

ورځپاڼه لیکي چې په پاکستان کې د امریکا پټه جگړه تر ډیره حده پورې یواځې د څو بې پیلوټه الوتکولخوا چې سی ای ا اداره کوی، سرته رسیدله.

له دې برسیره په دې وروستیو کلونو کې افغان ملیشې هم د سی ای ا په مرسته د پاکستان په قبایلی علاقو کې بریدونه کړي دي. په پاکستان کې دغه عملیات چې د افغان فعالینو لخوا چې ورته "د ترورستانو ضد تعقیبي ټیمونه" نوم ورکړشوی دی پخوا یواځې په دی پیژندل کیدل چې استخباراتی معلومات راغونډوي. په دې وختونو کې مرکو ښودلي دي چې لږ تر لږه په یوه قضیه کې افغانانو په خپله تهاجمی برید کې د یاغیانو د وسلو ذخیرې له منځه وړلي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې ددغه پریکړې نه به وروسته په پاکستان کې پوځي فعالیتونه زیات شي، خو باید شخصاً د براک اوباما له خوا دې کار ته منظوری لازمه ده، او دا به دا معنی ولري چې د نهو کالو نه وروسته یوه بله جبهه پرانستله کیږي که څه هم دغه جگړه د امریکا یانو په نزد د منلو

وړ نه بریښي. په دې کار سره به د پاکستان حکومت په غصه شي کوم چې تر اوسه پورې د افغانستان په جگړه کې یوناکراره متحد په حیث پیژندل کیږي، خصوصاً که دغه کار ډیرزیات تلفات یا د خلکو د کلک مخالفت سره مخامخ شي.

نیویارک ټایمز لیکي، خو بیاهم لکه چې یو امریکايي افسر وايي: "مونږهیڅکله هم دې پریکړې ته دومره نه وو نژدې شوي چې امرشي زیاتۍ واوړی پې!" هغه افسرچې دغه خبرې وکړې اود دغه وړاندیزیې په ډاگه کړ د نوم له څرگندولو نه یې ډډه وکړه.

نیویارک ټایمز لیکي، په واشنگټن کې اوس هم په پاکستان کې د ننه عملیات یو متنازع فیه مسئله پاتې ده او کیدای شي چې په دې مسئله باندې بحثونه وشي. د امریکا د حکومت یوه مامور وویل چې دې ددې پلوی نه دی چې امریکایی پوځیان د پاکستان خاورې ته دننه شي ځکه دغه کار برعکس نتیجه ورکوي مگر دا چې دغه کار یواځې د القاعده د غټو مشرانو پرضد وشي. ده دا اندیښنه څرگنده کړه چې په پاکستان کې ممکن ددغه کار په سبب سیاسي کشاله رامنځ ته شي چې د تکتیکي گټې نه زیات زیان ورسوي.

ورځپاڼه لیکي، خو بیاهم داسې اسناد څرگندیږي چې د پاکستان پوځ نه غواړي په شمالي وزیرستان کې کوم مهم عملیات ترسره کړي چیرته چې د القاعده مهم غړي هلته دیره دي، او امریکا د خپلو کماندویی عسکرود لیږلو غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړیده. د اوباما د ستراتیژۍ د غور په لړ کې دده د ادارې مامورینو ویلي دي چې دوی به د پاکستان په دننه کې امریکایی عملیات تر غورلاندې نیولي دي تر څو په دغه هیواد کې د زیاتیدونکو گواښونو مخه ونیسي، خو ددغه کار په هکله نور تفصیل نشته.

په کابل او واشنگټن کې امریکايي مامورینو ویلي دي چې دوی داسې پلانونه طرح کوي چې د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو او حقانی مشران ونیسي یا یې ووژني ترڅو د راتلونکو عملیاتو لپاره کافي استخبارات راټول کړي.

XS
SM
MD
LG