د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: ماینونه د عسکرو لپاره عمده ستونزه ده


نیویارک ټایمز: ماینونه د عسکرو لپاره عمده ستونزه ده

نیویارک ټایمز: ماینونه د عسکرو لپاره عمده ستونزه ده

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د هغو امریکايي عسکرو په نزد چې د افغانستان په جنوب کې د امنیت د راوستلو لپاره موظف شوي دي، د ماینونو سره مقابله د دوی خورا جدي ستونزه ده.

ورځپاڼه زیاتوي، ددې پرځای چې امریکايي عسکر او په خوا کې یې افغان پولیسان د دروازو له لارې کورونو ته د تلاشۍ لپاره ورشي، دوی زیاتره کوښښ کوي پر لوړو دیوالونو واوړي.

دوی دا کار ددې لپاره کوي چې د ښخو شوو مینونو نه ځان وژغوري. دوی همدارنگه ددې پرځای چې په کوڅو کې گزمه وکړي کوښښ کوي د جوارو د کروندو یا د انارو له باغونو نه تگ او راتگ وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې پلي عسکر په یوه لاره دوه ځلي نه ځی ځکه دا کار کولی شی د ماین ایښودونکو پاملرنه ځان ته جلب کړي او دا کار ددوی د ژوند په بیه تمامیږي.

عسکر هیڅکله په دې باندې نه پوهیږي چې څوک د طالبانو سره دي، یا څوک دوی سره مرسته کوي ترڅو دوی ماینونه کیږدي. ځني وختونه د کلي اوسیدونکي یا تنکي ځوانان دي چې د پیسو په بدل کې دغه کارکوي.

نیویارک ټایمز د مطلب په دوام کې لیکي، د کندهار نه د باندې په ځنو ځایونو کې عسکرو دومره زیات بمونه کشف کړل چې دوی مجبوره شول چې بسته کلي او کورونه ونړوي ځکه د ټولو ماینونو پاکول ناشوني ښکاري. مگر تل داسې نه کیږي.

ورځپاڼه لیکي، وروسته له دې چې طالبانو دغه کلی چې په ارغنداب کې پروت دی، پنځه میاشتې مخکې پریښود، څو څو ځلی ماینونه په کې خنثی شول، او بیځایه شوي خلک یوځل بیا خپلو کورونه ستانه شول او دا کار د زیاتو امریکایانو د حضور په برکت سرته ورسید.

دغه عسکر چې د اضافي دیرشو زرو امریکایانو برخه دي، یو کال نور به هم په همدې سیمه کې پاتې شي تر څو طالبان ونه شی کړی چې بیرته سیمې ته راشي.

نیویارک ټایمز لیکي، ددې لپاره چې سیمه د ماینونو نه پاکه وساتله شی، عسکر مجبور دي چې په دوامداره توگه سیمه کې خپلو گزمو ته دوام ورکړي ځکه داسې پیښیږي چې نوي ماینونه کیښودل شي.

له هغه وخته راهیسې چې عسکر سیمې ته راغلي دوی، دوي د پنځه سوو کیلوگرامو په اندازه چاودیدونکي مواد لاس ته راوړي دي.

دا خبره د یوې قطعې قومان کړیده. په یوه پیښه کې د نیویارک ټایمز د جگړې د ډگر یو وتلی عکاس جووا سلوا سخت ټپي شو. ده په یوه ماین باندې پښه کیښودله.

ورځپاڼه لیکي، یو بزگر چې تازه په خپله کرونه کې تخمونه شیندلي وو، د عسکرو نه په ننواتي سره غوښتنه وکړه چې دده په کرونده کې لاړ نه شي. خو یو افسر ورته وویل: حاجي صاحب، ته په موضوع خبر یې! طالبانو په لارو کوڅو کې ماینونه ښخ کړیدي نو مونږ مجبوریږو چې ستاسو په پټیو کې ولاړ شو. خو د عکسرو لپاره دا هم مهمه ده چې د کلي خلک ځان نه خپه نه کړي. یو افسر وویل، دده په فکر ممکن بزگران په لارو کې ماینونه کیږدي ځکه امریکایان ددوی په فصلونو تگ او راتگ کوي. خو بل افسر وايي، نه دوی ته پیسې ورکول کیږي ترڅو دغه کار وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې امریکايي عسکرو څو تنه یې ولیدل چې د بم په ایښودلو لگیا ؤ. په دوی کې یو یې هم پاکستاني تبعه ؤ. هغه د پوښتنو په جریان کې وویل چې دی په عمراني کارونو لگیادی خو دده له لاسونو نه د چاودیدونکو موادو اثار ښکاره کیدل. هغه بل کس چې د ماین ایښودلو په تور نیول شوی دی، وايي چې دی خس ټولوي. عسکر په دې حیران شول، چې حتی شپاړس کلن تنکي ځوانان د طالبانو لپاره ماینونه ږدي. خوکله چې عسکر ورته نژدې شي نو دوی یو دم ځانونه ورک کوی.

نیویارک ټایمز لیکي، اکثره ماینونه چې د نابلدو اشخاصو په واسطه ایښودل کیږي کله هیڅ کار نه ورکوي. کله داسې هم پیښیږي چې د سیمې کسان ایښودل شوي ماینونه له منځه یوسي. ځکه کله دوی د طالبانو نه د انتقام اخیستلو لپاره دا کار کوي او کله هم دوی غواړي ددوی په سیمه کې کراري او سوکالي راشي.

XS
SM
MD
LG