د لاس رسي وړ اتصالات

'د پیسو او رهبرئ نشتوالي د طالبانو پخلاینه سخته کړې'


'د پیسو او رهبرئ نشتوالي د طالبانو پخلاینه سخته کړې'

'د پیسو او رهبرئ نشتوالي د طالبانو پخلاینه سخته کړې'

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د دوشنبې د ورځې په گڼه کې لیکي، هغه ٢٥٠ ملیونه ډالر چې باید د د افغانستان د حکومت ته یې د ټېټې پایې طالبانو د را جلبولو لپاره د ورکړې وعده شوې وه، تر اوسه پورې نه دي ورکړ شوي.

دا چې دا پیسې د چا لخوا ولگیږي او ددې وعده شوو پیسو په ورکړه کې د بین المللي ټولنې ځنډ ددې سبب شوی دی چې د ددولت د مخالفینو سره د سولې او پخلاینې دغه پروسه په ټپه ودریږي.

ورځپاڼه لیکي، شپږمیاشتې مخکې د افغانستان بین المللي ملاتړو دا ژمنه کړې وه چې دوی به د افغانستان ددولت د مخالفینو د راجلبولو لپاره په خلاص لاس مرسته وکړه، خو داسې معلومیږي چې یواځې امریکا دوه لکه ډالر ورکړي او نورو هیوادونو په دې برخه کې هیڅ څه نه دي کړي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، په دې تیرو شپږو میاشتو کې یواځې د گوتو په شمیر مخالفین دولت خواته اوښتي دي او دلیل یې هم ډیر څرگند نه دی چې ایا د پروگرام او د وعده شوو کارونو د نشتوالي په سبب داسې حالت رامنځ ته شوی دی اویا دا چې مخالفین داسې فکر کوي چې دوی نه بایلي نو ځکه حکومت خواته د اوړیدلولپاره تمایل نه لري.

ورځپاڼه د سولې او پخلاینې د کمسیون د ځنو مامورینو له قوله لیکي چې په تیرو پنځو کلونو کې نهه زره مخالفین د حکومت غیږې ته راغلل خو په تیرو شپږو میاشتو کې یواځې سل تنه اوړیدلي دي. محمد اکرام خپلواک چې ددغه کمسیون یو غړی دی وايي چې دغه پروسه تقریبا" له منځه تللې ده. ددې کمسیون ډیر شمیر مامورین په تیرو دریو میاشتو کې معاشونه نه دي اخیستي. خپلواک وايي طالبان پوهیږي چې د حکومت سره د سولې او پخلاینې واحده پالیسي نشته ده.

ورځپاڼه لیکي پخوا امریکا له دغې پروسه نه ډیر ملاتړ کاؤ خصوصًا کله چې جنرال مک کرستال لا پخپله وظیفه کې ؤ. هغه به تل دا ټینگار کاؤ چې باید دغه پروسه پراختیا وکړی او هغه مخالفین چې د سولې او پخلاینې جوگه وي، ورسره په دې برخه کې مرسته وشي. په همدې ترتیب د امریکا ددفاع وزیر هم ورته نظر درلود او دغه خبره د کانگرس په وړاندې هم کړې وه چې باید د طالبانو پلي عسکرو ته دا فرصت ورکړشی چې د سولې او پخلاینې خواته راشی.

نیویارک ټایمز لیکي چې کانگرس دغه کار لپاره سل ملیونه ډالر تصویب کړ او بریتانیې او جاپان د نورو ١٥٠ ملیونو ډالرو د ورکړې ذمه ووهله. خو اوس معلومیږي چې یواځې دوه لکه ډالر په عمل کې په دې پروسه کې لگیدلي دي.

ورځپاڼه د مقالې په پای کې د محمد اکرم خپلواک له خولې لیکي چې د افغانستان په حکومت کې ډیرې داسې ډلې شته دي چې د طالبانو د پخلاینې سره کومه خاصه علاقه نه لري.

XS
SM
MD
LG