د لاس رسي وړ اتصالات

مطبوعات: د اوباما اداره له طالبانو سره پټې خبرې کوي


مطبوعات: د اوباما اداره له طالبانو سره پټې خبرې کوي
مطبوعات: د اوباما اداره له طالبانو سره پټې خبرې کوي

د یو ایس اې ټوډې ورځپاڼه لیکي د براک اوباما ادارې د طالبانو له هغو معتبرو مشرانو سره چې په افغانستان کې په بغاوت کې لتاړ دی، په پټه باندی مستقېمی خبری پیل کړیدي. دغه خبری او بحثونه روان دي او په حقېقت کې څېړنیز او سپړنیز نوعیت لري.

د امریکا یو نامتو خبریال او د افغانستان د چارو ماهر ستېف کول دا مقاله په نیویارکر کې لیکې ده او د یوایس اې ټوډې ورځپاڼې راخلاصه کړېده.

ستېف کول لیکي چې دا کار به یوڅه وخت واخلي. د لومړي ځل لپاره د امریکا او شمالی وېتنام د استاځېو ترمنځ په 1968 مېلادی کال کې سپړنېزی خبری وشولی.

د پارېس د سولی په دغو خبرو کې دامرېکا نېت داو چې په دغه جگړه کې دامرېکا نېغه په نېغه مداخله پاېته ورسوی. خوهغوی په دغو خبرو باندی تر 1973 پورې سره جوړ نشول. ستېف کول لېکی چې ددی خبرو سپارښتنه د امرېکا د فقېد او پخوانی استاځې رېچرد هولبروک په واسطه شوی وه.

دی وايی کله چې ده د سپېنی مآڼی له نطآق نه ددغوخبرو په باب پوښتنه وکړله هغه ده ته ووېل چې تېره جمعه د امرېکا د خارجه وزېرې هېلري کلنټن په واسطه ېو ه وېنا داېشېا سوساېټی په دفتر کې وشوله. په دغه وېنا کې هغی دامرېکا د هلو ځلو او درېځ پشپړه نماېندگی توضېح کړله.

هېلري کلنټن د طالبانو په باب په ښو کلکو الفاظو خبری وکړلی. هغی ووېل چې طالبان له ېوې داسی لارې سره مخ دی چې د سېاسی روغی جوړې او حل لاره غوره کړي او ېا ځان تجرېد او ېوازې کړي او دنړېوالی ټولنی د دښمن په توگه پاتی شي. هېلری کلنټن ووېل چې دا په دې پوهېږی چې د ېوه داسی بېرحمه دښمن لکه طالبانو سره دروغی جوړی خبری بې خونده دي، اود چانه خوښېږی اوحتی د تصور وړ ندی. دېپلوماسی به ډېره اسانه وای که موږ یوازې له خپلو دوستانو سره غږېدلی. خو سوله په دی شکل نشی کېدلی.

د امرېکا جمهوررئېس رانلډ رېگن په دې پوهېده چې کله هغه له شوروي اتحآد سره خبرو ته کېناست او رېچر هولبروک دخپل ژوند مهم کار په همدی توگه وکړچی له مېلاسووېچ سره خبرو ته کېناست او له هغه سره ېې مخامخ خبرې وکړلې او جگړه یې پای ته ورسوله.

ستېف کول په خپله مقاله کې له طالبانو سره دخبرو په اخلاقې اړخ هم خبری کړېدی؛ هغه وايی چې امرېکا د د سپتمبر د 11می نېټی راهېسی له طالبانو سره خبری ندی کړی او له هغوی سره قانونان دېوې ترورېستی ډلی په توگه سلوک شوېدی؛ خو طالبان وايی دوی له امریکاسره اختلافات اوستونزیلری خو دوی له امرېکا سره په جگړه اخته ندی. هغوی غواړی چې دوی ته د یوه سیمییزتحریک په توگه وکتل شي. د هغوی د سابقې په نظر کې نېولو سره او د ترهگرۍ په یو شمېر اعمالو کې د برخې اخیستنې په برخه کې اوس هم د اوباما په اداره کې ددې په اخلاقې ا وقانونی اړخ باندی بحث روان دی. خو که چیرې طالبان په افغان سیاست کې برخه اخلی نو پکارده چې دوی له القاعده نه لاس واخلی. له جگړی نه لاس واخلی او په یوه داسی نظام کې برخه واخلی چې اساسی قانون لری، دېموکراتېک اوسېاسی دی او ډیر گوندونه به پکې برخه ولري.

ستېف کول لېکی ددې کار مهمه گټه داده چې د جگړی تشدد اومرگ ژوبله به پاېته ورسېږی او دافغانستان دخلکو لپاره به ېودوامدار نظام اوسېاسی بهېر منځته راشی چې دوی پکی خپلې سېاسی شخړې او اختلافات حل کړی شي او خپل سېاسی توازن په نظر کې ونېسی. ټول بغاوتونه بالاخره د سېاسی مذاکراتواوخبرو اترو په واسطه پاېته رسېږي.

هغه وسله والی ډلی چی دخپلو اهدافو لپاره انقلاب ته وفاداری وي که هغوی دېته وهڅول شی چی خپل افداف د سېاسی بهېر له لارې لاسته راوړلی شي همدغه د مذاکراتو مقصد دی. په دې کې به کوشش وشی چې ډېرطالبان اودهغوی مشران تشخېص شی چې ښايي دېته لېوال وی چې د خپلو مقاصدود لاسته راوړلولپاره د سوله ئېز سېاست لارې چاری غوره کړی.

ستېف کول په پاې کې وايی چې حقېقت دادی چې همدا اوس هم په کافې شمېرکې د طالبانو مشران په حکومت کې داخل شوېدی، په کابل کې ناست دی اوپه کورونو کې ژوند کوی؛په دې کې ېوشمېر د حکومت وزېران دی. ېوشمېر ېې دپارلېمان غړي دی. په دې توگه موږ وېلی شوچې همدا اوس هم په افغانستان کې ېو پخوانی دود اونمونه چې بغاوت پرې په دې توگه پاېته رسېږی، په افغانستان کې موجود دی.

XS
SM
MD
LG