د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان په برخه کې خپله کړنلاره را ایستلې


پاکستان د افغانستان په برخه کې خپله کړنلاره را ایستلې
پاکستان د افغانستان په برخه کې خپله کړنلاره را ایستلې

د ټوډی ز وېوز خپرونه لېکی چې پاکستان له افغانستان سره د سولی په برخه کې خپله کړنلاره، را اېستلی ده.

په افغانستان کې د روانې شخړې وروستي پړاو د راښکاره کېدو په حال کې دی او هغه دادی چې له افغانستان نه دامرېکا د قواو وتلو نېټه را نېژدی کېږي.

د جولای دمېاشتی وروستۍ نېټه چې دعسکرو د کمولو لپاره ټاکل شوېده هغه اوس هم سپېڅلی او د کاڼی کرښه گڼل کېږی.

په داسی حآ ل کې چې امرېکا د جولای په مېاشت کې له افغانستان څخه په وتلو پېل کوی، سېمه ئېز قدرتونه د خپل اثر اورسوخ په زېاتوپېل کوي.

د پاکستان مقصد دادی چې مرکزي نقش ولري. د پاکستان پوځ په ښه درېځ کې دی خپلې اړېکی د افغانستان سره ددې لپاره ښې کوي چې ددې شخړې دروغی جوړی په بهېر کې، د ځان لپاره مرکزي نقش ېقېني کړی. پاکستان له هغی درې کسېزې غونډې سره مقاطعه کړېده چې دواشنگټن ، کابل او اسلام اباد ترمنځ به شوې وای. په ظاهره داسی ښکاری چې دامرېکا دمرکزی استخباراتو داداری ېا CIA سره خپله ټوله همکاری بنده کړېده.

دتېرې اونۍ په اخر کې پاکستان اوافغانستان دواړو ېومهم قدم اوچت کړ. په دې باندی سره روغ شول چې په هغه ملی کومېسېون کې چې له طالبانو سره سوله غواړی د پاکستان د پوځ او استخباراتو غړي شامل کړی.

د پاکستان پوځ، د افغانستان د ملي مقاومت د مختلفو گوندونو له غړیو سره له پخوانه لا ډېرې ښې اړیکې ساتلي دي.

پاکستان داهم وېلی دی، هغه سړک چې دافغانستان د لس کلنی جگړی اوشخړې سولی ته رسېږي هغه له اسلام اباد نه تېرېږی. له اسلام اباد نه ددې توقع نه کېږی چې له طالبانو سره داړېکو لرل منظؤر کړی پرته له دېنه چې خپله گټه ېې په دې برخه کې مطرح نه وي. ورځپاڼه لېکی، دا د پاکستان هغه کرښه ده چې په شگه کې ېې راښکلی ده. پاکستان د ترکېې د حکومت دفعال ملاتړ په برکت خپلې اړېکی د افغانستان د جمهوررئېس حامدکرزی سره ښې کړلی. ددغه مقصد لپاره به طالبان دترکېې په پاېتخت انقره کې ېو دفتر پرانېزي چی بالاخره به کابل ته انتقال کړلی شی.

د ټوډی ز وېوز خپرونه لېکی چې د پاکستان صدراعظم ېوسف رضا گېلانی په دې نېژدی وخت کې ووېل چې د پاکستان او افغانستان ثبات به په ټوله نړۍ کې ثبات ېقېنی کړی. د واشنگټن د خپگان او ماېوسۍ سره سره هم پاکستان او افغانستان په دې موافقه وکړله چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د همکاری ېوه داسی دوه اړخېزه اداره جوړه کاندی چې ددواړو هېوادونو شرېکی گټی او اړېکی پرمخ بوزی، سوله منځته راولي او په سېمه کې دثبات د راوستلو سبب شی.

کابل او اسلام اباد په دې موافقه کړېده چې دغه راز دوه اړخېزه اداره جوړه کاندی. ددې اداری دکار ېواړخ به داوی چې دهېواد جمهوررئېس، صدراعظم او د پوځ مشر به په افغانستان کې له خپل انډول سره اړېکی لری او په مهمو موضوعاتو به خبری کوی. ددې اداری دوېم اړخ به داوی چې د ددواړو هېوادونو د پوځی او استخباراتو ادارو د چارواکېو ترمنځ به اړېکی منځته راشی اود ټېنگولو او پراخولو لپاره به ېې هڅی و شی.

د Today's Views خپرونه لېکی چی دافغانستان جمهوررئېس ښاغلی کرزی ددې لپاره د پاکستان د پوځ دا وړاندېز منلی دی چې دی اسلام اباد ته د خپل حکومت د بقا د مرستندوی په سترگه گوري؛ البته کله چې امرېکا ېې قواوی له افغانستان څخه ولاړې شی.

امرېکا او هند دواړو په تېرو انتخاباتو کې، دده د مخالف انتخاباتی سېال عبدالله عبدالله ملاتړ کړی و، او داهغه څه دی چې د ښاغلي کرزي ډېر ښه په ېاد دي. دغه خپرونه لېکی چې کابل اواسلام اباد دواړه په داسی حال کې له ېوبل سره نېژدی کېږی چې ددواړو اړېکی له امرېکا سره ترېنگلې شوېدی.

دپاکستان اړېکی له امرېکا سره د امرېکا د پټو عملېاتو، د بی پېلوټه الوتکېو دقتلونو ، د پاکستان د خاوری په تمامېت باندی د تېري، او " رېمنډ ډېوېس د پټو فعالېتونو " په سر خرابی شوېدي.

اسلام اباد په دې پوهېږی چې امرېکا به په بېړه له افغانستان څخه ووزی. پاکستان په دې هم پوهېږی چې کله امرېکا ولاړه شی نو دوی به ترهغی وروسته جنجالونو سره مخ وي او د پاکولو کوشش به ېې کوي، لکه څنگه چې پاکستان د پخوانی شوروی اتحآد د وتلونه وروسته په 1989 مېلادی کال کې، دهغوی له وتلونه وروسته جنجالونو سره مخ و.

د افغانستان د مسلی د پای رانېژدی کېدلو، په ډېرو پلازمېنو کې، دېوشمېر کارونو په برخه کې د بېړې ېو حآلت منځته راوستلی دی- په دې کې واشنگټن ، کابل، لندن، اسلام اباد او انقره شامل دی. څومره چې د جولای مېاشت ېعنی دامرېکا يی قواود راوتلو نېټه رانېژدی کېږی، هماغومره ورسره هغه فعالېتونه هم زېاتېږی چی له دې مسلی سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG