د لاس رسي وړ اتصالات

مطبوعات: کابل ته د ګیلاني د سفر هدفونه


مطبوعات: کابل ته د ګیلاني د سفر هدفونه
مطبوعات: کابل ته د ګیلاني د سفر هدفونه

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس پخپلې مقالې کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د څو لسیزو د جګړو او ناخوالو د پای ته رسولو په هدف پاکستان او افغانستان د یوه ګډ کمیسون په جوړولو باندې سلا شویدي، او وایي چې د امریکا متحده ایالاتو هم د دغه کمیسون د جوړیدو ملاتړ کړیدی.

اسوشیټیډ پریس د پاکستان د صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني له قوله لیکلي دي چې هغه او د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر او پخوانی جمهور رئیس برهان الدین رباني به د دواړو هیوادونو تر مینځ د سولې د خبرو مشري په غاړه ولري. ګیلاني همدرانګه ویلي دي چې پدې خبرو کې به د دواړو هیوادونو د استخباراتو د ادارو مشران او د پوځ لوی درستیزان برخه ولري.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وړاندې لیکي چې د طالبانو سره په هر ډول خبرو کې د پاکستان نقش ډیر اهمیت لري ځکه چې دغه هیواد د 1990 په لسیزه کې د طالبانو په رامنځته کیدو کې ستر رول درلود او هم یې د هغوي کلک ملاتړ کاوه، داسې ګمان کیږي چې حتی اوس هم د پاکستان د استخباراتو د ادارې ځیني مامورین د طالبانو او د افغانستان د حکومت د ځینو نورو مخالفو ډلو سره نږدې همکاري لري په ځانګړي ډول د کوټې د شورا سره.

د ګډ کمیسون د جوړیدو په اړه د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د جمهور رییس حامد کرزي له قوله لیکلي دي چې تیره اونۍ یې په همدې موضوع د امریکا د جمهور رییس براک اوباما سره هم خبرې کړیدي او هغه هم ورسره موافقه ښودلې ده. ښاغلي کرزي پدغه کمیسون کې د امریکا د موافقې هرکلی کړیدی او دا یې هم ویلي دي چې امریکا پدې تیرو څو میاشتو کې د سولې د پروسې سره زیاته لیوالتیا څرګنده کړیده.

اژانس په یوه بل ځای کې د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه وایي چې په افغانستان او بهر کې د سولې په اړه بحثونه ښه تاوده روان دي. ښاغلي کرزي چې د طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو لپاره یې د سولې عالي شورا هم جوړه کړیده وایي چې د ګډ کمیسون په چوکاټ کې به د طالبانو سره د سولې خبرې هم شاملې وي.

که څه هم چې په پاکستان باندې تل دا ملامتي اچول کیږي چې دغه ملک په افغانستان کې د بغاوت اور ته پوکي وهي تر څو پدې سره خپل سیال هیواد هندوستان په شا وتمبوي او له بلې خوا امریکا هم په پاکستان باندې فشار زیاتوي چې پخپلې خاورې کې دې د جنګیالیو د پټیدو خوندي ځایونه له منځه یوسي خو د پاکستان صدر اعظم وایي چې د تروریزم پر ضد جګړې کې باید چې ملامتي په یو او بل وانه چول شي. هغه وویل چې افغانستان او پاکستان سره ورونه دي، دواړه یې د تروریزم د ستونزې نه کړیږي او پکار ده چې د ګډ دښمن پر ضد په ګډه مبارزه وکړو.

د ټایزم آن لاین

ورځپاڼې بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ د ستراتیژیکو خبرو په اړه په مقالې کې لیکل دي چې پدې خبرو کې د پوځ د لوی درستیز اشفاق کیاني او د استخباراتو د ادارې یا آی اس آی د مشر جنرال شجاع پاشا تر څنګ به د پاکستان د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، د دفاع او د مالې وزیران او همدارنګه څو تنه نور لوړرتبه چارواکي برخه ولري. ورځپاڼه وایي چې د ستراتیژیکو خبرو د پیل کولو د وروستۍ منظورۍ په خاطر یوسف رضا ګیلاني افغانستان ته سفر کړیدی چې پدې اړه د خپلو افغان شریک باڼو سره هم سلا مشورې وکړي.

یوې سرچینې د ایشیا ټایمز آن لاین ورځپاڼې ته ویلي دي چې د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني د افغان چارواکو سره د ګډې پولې په دواړو خواوو کې په امنیت، په پاکستان کې د میشتو مهاجرینو د وضعې او همدارنګه د تروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې کړیدي.

دغې سرچینې همدرانګه ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ ستراتیژیکې خبرې به دوه پړاوه ولري. په لومړي پړاو کې به د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني، د آی اس آی مشر جنرال شجاع پاشا او پخپله صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني د افغانستان د پوځ د لوی درستیز او د ملي امنیت د رییس سره خبرې وکړي او د خبرو په دویم پړاو کې به یوازې د آې اس آی رییس او د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سلیمان بشیر به د افغاني چارواکو سره خبرې کوي.

ورځپاڼه په پای کې لیکې چې د دواړو هیوادنو د کورنیو او بهرینو چارو د وزارتونو چارواکي به هم د دوه اړخیزه خبرو لپاره ګروپونه برابر کړي او د سیاسي موضوعاتو تر څنګ به په امنیتي مسایلو هم بحثونه وکړي. تمه کیږي چې د طالبانو سره د سولې په خبرو باندې هم دوه اړخیز بحث وشي.

XS
SM
MD
LG