د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان دپاره بله ننگونه، پارلماني انتخابات


دکریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکي د مرگ ژوبلې او تشدد سیوری پر ټول افغانستان غوړېدلی دی. په کابل کې سیاسي ادارې فلج شويدي.

ددې ډېرامکان شته دی چې ددغه جنگ ځپلې هېواد انتخابات به ېوځل بېا د تقلب او راېو اخېستلو په واسطه له لارې واړول شی. داکا ر به کافې وي چې بااستعداده او ځوان افغانان له مېدان نه ووزي، ځکه هغوی به پوه شی چې دلته په سېاست کې کوم ځای ته نه رسېږی.

دکرېسچېن ساېنس مانېټر ورځپاڼه لېکی، چې په افغانستان کې د سپتمبر ١٨می نېټی په انتخاباتو کې برخه اخېستل هم ډېر لگښت لری او هم خطرناک کاردی . په دغه حآلت کې، د جمهوررئېس رېښتونی قدرت په هغه نظآم کې ډېر کم دی چې له ٢٠٠١ م کال نه وروسته دامرېکا په مرسته منځته راغی، دغه نظام په موجوده حالت کې له جنگسالارانونه ډک دی. ورځپاڼه لېکی چې د پارلېمان لپاره ېو کاندېد جانان موسی زی چې دکاناډا په ېوه پوهنتون کې ېې د سېاسی علومو زده کړه کړېده، وايی دافغانستان لپاره جگړه اوس دراېو د صندوقو سره پېل کېږی.

ورځپاڼه د موسی زي له قوله لېکی چې پارلمېان تر ېوڅه اندازې پورې لږ ېا ډېر په سېاسی لحاظ خنثی شوېدی. په انتخاباتو کی ډېره ټگی برگی ددې مانالري چې دراېو ورکوونکېو اراده پکی له سره نه ده منعکس شوې. خو زه سره له دې هم په دې عقېده ېم چې ددې امکان شته دی چې دافغانستان اېنده بهتره شی. او پارلېمان باېد د حکومت په مقابل کې په ېوه باوری او متبادله منبع باندی بدل شی. ځکه حکومت په دې کې ناکام شوېدی چې په تېرو اتوکلونو کې دافغانستان داېنده لپاره ېو جامع تصور اونظر وړاندی کړی.

ورځپاڼه لېکی چی په دې انتخاباتوکې پکارده چې داسی پارلېمان منځته راشی په رېښتونی توگه د چارواکېو د څارلو وظېفه اجرا کړی. دافغانستان داساسی قانون گټی دافغانستان په سېاست کې ډېرې زېاتی منعکس کړی. داېوازې د اشخاصو د گټلو اوباېللو مسئله نده. دعامو افغانانو ترمنځ دا بدگومانی موجوده ده چې اوسنی پارلېمان له داسی ښځو اونارېنه و نه ډک دی چې ېوازې د خپلو جېبونو په غم کې دی.

د کرېسچن ساېسن ورځپاڼه لېکی چې د پارلېمان لپاره ٢٥٠٠ کسانو ځانونه کاندېد کړېدی. د پارلېمان د چوکېو شمېر ٢۴٩ ته رسېیږي. ېوزاې دکابل په ولاېت کې ٦٠٠ کاندېدانو د ٣٣ چوکېو لپاره ځانونه کاندېد کړېد. ېو څو تنه ېې سېاسی گوندونه لری او نوریې دکاروباری خلکو او جنگسالارانو له خوانه تقوېه کېږي. دغه کسان د اپېنو دکاروبار ، امنېتی کمپنېو او قاچاق په پېسو، د طالبانو له سقوط نه وروسته شتمن شوېدی. ورځپاڼه په پاې کې لېکی چې په کابل کې د پوسترونو توپان ر ا الوتی دی. داغېرعادی خبره نده چې دېودوکاندار په دوکان ماښام ېو ډول پوستر وی اوسهار چې راشی د بل کاندېد په پوستر باندی ېې دروازی پوښل شوی وی. داهم په افغانستان کې ډېره عامه ده چې خلک په دې نپوهېږی چی داکاندېد په اصل کې دڅه لپاره دی اوپه څه شی باندی په رېښتونی ډول عقېده لری.

د کریسچن ساېسن ورځپاڼه، د سېاسی تحلېل کوونکېو له قوله لېکی چې دوی توقع کوی چې سږکال به دراېو په صندوقو نو کې په لوی لاس دراېو اچول ترهغه کم وی چې، تېرکال د جمهوری رېاست په انتخاباتو کې شوی وی. دتېرکال دغه راز کارونو دهغه او دهغه دنړېوالو ملاتړو ترمنځ د ېومختصر وخت لپاره درز پېدا کړی و. خو له بل پلوه افغانستان کې اوس مرگ ژوبله ډېره زېاته ده او هرکاندېد خپل ټوپک والا لری.

په همدی اړه د افغانستان لپاره د ازادو او منصفانه انتخاباتو د موسسی رئېس نادر نادری وايی چې دکاندېدانو خلاف په گواښونو او حملو کې زېاتوالی راغلی دی. ډېر زېات گواښونه د طالبانو له خوانه دی خو د هېواد په ځېنی برخوکې ځاېې جنگسالاران هم چې د خپلو کاندېدانو ملاتړ کوی، له گواښونو او وېرونو نه کار اخلی.

ورځپاڼه په پاې کې، په کابل کې د انتخاباتو د چارواکېو له قوله لېکی چې دهمدی عواملو له امله ښايي په سلوکې ١٥ فېصده دانتخاباتو حوزی خلاصی نشی. خو بهرنی اوغربی چارواکی وايی چې که په انتخاباتو کې ټگی برگی تر پخوا کمه وی نو پکارده چې د کامېابو انتخاباتو په توگه وگڼل شی.

دفرانسی خبری اژانس د سه شنبی په ورځ د سپتمبر په ١۴مه لېکی چې پکارده افغانستان په دې انتخاباتوکې داڅرگنده کړی چې له گولېونه دراېو اچول ښه کاردی.

په دې راتلونکی شنبی باندی چې دافغانستان پارلمېانی انتخابات کېږی هغه به داڅرگنده کړی چې د جنگ ځپلو افغانانو لپاره له جگړی نه دراېو اچول ښه دی چې خپلی ستونزی پرې اواری کړی. د فرانسی خبری اژانس وايی داخبری افغانستان ته دملگرو ملتونو خاص استاځی ورته وکړلی.

ستېفن دی مستورا، په ېوه مرکه کې ووېل چې دهغو انتخاباتو لغو کول چې همدا اوس هم دوه ځلې ځنډول شوېدی، دابه په داسی حآل کې چې د ېاغېانو له خوانه جگړی زور موندلی دی ، د طالبانو کامېابی څرگنده کړی. ځکه هغوی لگېادی پرکاندېدانواو دهغوی پرملاتړو باندی برېدونه کوی. رپوټ وايی چی د ٢٠٠١ مېلادی راهېسی دا دوېم ځل دی چې افغانان د اولسی جرگی لپاره انتخابات کوی. د پارلېمان په ٢۴٩ چوکېو ٦٨ د ښځو لپاره اختصاص شوېدی.

د فرانس پرېس اژانس ستېفن دی مستورا له قوله لېکی چې له نړېوالی ټولنی سره دا تصورد ی چې دېموکراسی ډېرستونزمن بهېر دی خو ېوداسی شی دی چې د پرمختگ په لور روان وی. ېا په بل عبارت دابهتره ده چې ستونزی په راېو اچولو باندی ستونزی حل شی نه دا چی د گولېو په ورولو باندی حل شی.

XS
SM
MD
LG