د لاس رسي وړ اتصالات

'پیټریس: طالبانو د پخلاینې هڅه کړې'


'پیټریس: طالبانو د پخلاینې هڅه کړې'
'پیټریس: طالبانو د پخلاینې هڅه کړې'

د واشنگټن ټایمز ورځپاڼه د سپټمبر د ٢٧ نیټې په گڼه کې د اسوشیټډ پرس په حواله لیکي چې د طالبانو غټو مشرانو د افغانستان حکومت سره د پخلاینې څه خوځښتونه کړي دي. دا خبره په افغانستان کې ترټولو ستر قوماندان جنرال پټریس د دوشنبې په ورځ وکړه.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی له پخوا نه لگیادی دا خبره کوي چې دی غواړي د مخالفینو سره خبرې وکړي خو په دې شرط چې دوی تشدد وغندي، د ترورستانو سره خپلې اړیکې وشلوي او د افغانستان د دولت اساسي قانون ومني. په عام محضر کې طالبانو تل دا خبره کړېده چې تر هغه پورې خبرو ته نه دي حاضر ترڅو چې بهرني قواوې له افغانستانه وتلې نه وي، خو سره ددې هم په پټه یو لړبحثونه کیدل.

واشنگټن ټایمز د پټرییس له قوله لیکي چې وايي: د طالبانوپه مشرانو کې د اسې د لوړې پایې مشران شته دي چې یې غوښتل د حکومت د لوړو پایو مامورینو سره تماسونه ټینگ کړي، او په حقیقت کې دا کار یې کړی هم دی. ده دا خبره د باگرام له زندان نه د لیدلنې په وخت خبریالانو ته کړیده.

جنرال پټرییس ویلي دي د طالبانو مشران د افغانستان د حکومت د لوړ پوړو مشرانو لخوا سولې ته هڅول شوي دي. ده وویل: "د ښاغلي کرزي شرایط ډیر څرگند دي، اساسي دي نو ځکه مونږ یې ملاتړ کوو، لکه چې مو همداسې کار په عراق کې وکړ، لکه چې لویې بریتانیې یې په شمالي ایرلند کې وکړ. پټرییس وویل چې دا د یاغیتوب د بندولو لاره ده.

واشنگټن ټایمز لیکي، که څه هم د طالبانو سره مذاکرات په افغانستان کې د ننه هم د یو لړ انتقادونو سره مخامخ دي خو بیا هم دغه خبره په داسې حال کې قوت نیسي چې په زرگونه د ناتو تقویتي پوځونه غواړي د مخالفینو اوسنۍ پرمختگ ډپ او را وگرځوي. په خواکې نژدې گاونډی پاکستان هم غواړي چې د احتمالي سولې او پخلاینې په برخه کې خپل موقف روښانه کړي او کیدای شی دغه هڅې په جنگ ځپلي افغانستان کې د نهو کلونو جگړو ته د پای ټکی کیږدي.

ورځپاڼه د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند وحید عمر له خولې لیکي، چې ښاغلی کرزی دې ته انتظار باسي چې د سولې د عالي شورا غړي معرفي کړي اوبیا په رسمي مذاکرو لاس پورې کړي. وحید عمر زیاته کړه مونږ په تیرو دوو کلونو کې د طالبانو د لوړو مقاماتو نه داسې نښې نښانې لاس ته راوړي دي چې دوی غواړي د حکومت سره اړیکه بیا ټینگه کړي. خو مونږ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي لرلي.

واشنگټن ټایمز لیکي، جنرال پټریس داگست په پای کې د اسوشیټد پرس سره په یوه مرکه کې ویلي ؤ چې د طالبانو د مشرانو سره د ښاغلي کرزي خبرې د ترپردې لاندې خو په واقعیت کې په لمړنیو مرحلو کې دي. پټرییس وویل، کرزی هغه څوک دی چې دا شی غواړي، خو مونږ هم په دې کار کې ځنې سهولتونه منځ ته راوړي دي.

د والسټریت ژورنال ورځپاڼې د سپټمبر د ٢٥ نیټې په گڼه کې "د افغانستان د مطبوعاتو ازادي له منځه ځي" تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی. ورځپاڼه لیکي، د حامد کرزي حکومت داسې گامونه پورته کړي دي چې د ملک د مطبوعاتو ازادي ورځ تر بله محدوده کړي. د مطبوعاتو ازادي د طالبانو د پرزیدلو نه وروسته د حکومت له محدودو بریالیتوبونو نه شمیرل کیږي.

ژورنال لیکي، تیره هفته حکومت د یوې محبوبې پښتو ویب پاڼې بېنوا ډاټ کام د بندیدلو امر صادر کړ. دغه کار د جمهوررئیس دلمړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم په امر شوی دی. حکومت غواړي همداسې یوه بله ورته ویب پاڼه ټول افغان ډاټ کام هم غیرقانوني وگرځوي. دغه اقدامات یوه هفته وروسته له هغه کیږي چې د کابل یو مشهورټلویزیوني چینل امروز د ایران د سفارت په غوښتنه وتړل شو. همدارنگه انټرنټ هم د غیراخلاقي پاڼو په سبب او دا چې افراطیان ډیر شمیر پاڼې لري، سانسوریږي.

وال سټریت ژورنال د امروز د ټلویزیون د رئیس او د پارلمان د غړي نجیب الله کابلي له خولې لیکي چې د مطبوعاتو ازادي زمونږ لپاره یو ستربریالیتوب گڼل کیده او کرزي به دغه موضوع په هره بیانیه کې یادوله. خو اوس داسې ښکاري چې دی غواړي دغه ازادي د سیاسي گټو په خاطر قربان کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د بیان ازادي په داسې حال کې ترفشارلاندې راځي چې د ښاغلي کرزي حکومت داداري فساد په سبب تر ډیر زیات انتقادونو لاندې راغلی دی ځکه حکومت د فساد پر ضد ډیر څه یې نه دي کړي. یو شمیر رسوايي گانو لکه د کابل بانک د مسئلې په شان چې د کرزي او د مارشال فهیم وروڼه په کې ډیرې پیسې لري، د افغان ولس هغه اعتماد ته چې په حکومت یې لاره، ولړزاوه، او له دې عدم اعتماد نه طالبانو گټې پورته کړې.

وال سټریټ ژورنال، په کابل کې د امریکا د سفارت د ویاندې کیټلن هیدن له خولې لیکي چې د امریکا حکومت په پوره ځیر سره په افغانستان کې د مطبوعاتو بدلون ته گوري، او دا مسئله یې د افغان حکومت سره مطرح کړېده. هغې وویل: دوی هیله لري چې دغه موضوع د ټولو په خوښه حل شي چې په نیتجه کې د افغان ولس امنیت خوندي او دبیان ازادي چې د افغانستان په اساسي قانون کې درج ده، تضمینه شي.

ژورنال لیکي، د کرزي حکومت ددغه خبرې نه انکار کوي چې د مطبوعاتو ازادي محدودوي. د جمهوري ریاست د ماڼۍ یوه خپره شوې وینا ویلي دي چې ښاغلی کرزی د وینا او مطبوعاتو په ازادۍ مکلف دی.

XS
SM
MD
LG