د لاس رسي وړ اتصالات

نیو سټیټسمن: اوساما په سیاسي لحاظ په ټونیس کې مړ شو


نیو سټیټسمن: اوساما په سیاسي لحاظ په ټونیس کې مړ شو
نیو سټیټسمن: اوساما په سیاسي لحاظ په ټونیس کې مړ شو

د نیو ستیټسمن ورځپاڼه خپل د مې د ۱۲ مې نېتې په ګڼه کې لیکي چې په سیاسي لحاظ اسامه بن لادن د مخه لا مړ و، آمریکايي خاصو قواوو هغه په فزیکي ډول وواژه.

ورځپاڼه لیکي چې اساما بن لادن د مې پر ۱۷ نېټې د تونیس د سیدي بوزیدي په ښار کې هغه مهال مړ شو، چې یوه ځوان د محمد بوزازي په نامه د حکومت پر ضد د اعتراز په خاطر ځان ته اور واچوه. او ځان یې وواژه. د بوزیدي خودکشي چې هر شخصي لامل یې درلود، یوه سیاسي واقعه وه او د ترهګرۍ سره یې هیڅ تړاو نه درلود. د هغه په ځان وژنه کې د آمریکا نه کرکه، د صیهونیت پر ضد مبارزه یا د نړۍ په کچه د یوه اسلامي خلافت رامنځ ته کول نه ترسترګو کیده. بلکې هغه د حکومت د ظلم او استبداد په خاطر غوښتل چې د اعتراز په توګه ځان ته اور واچوي او د خلګو پاملرنه ځان ته راجلب کړي.

ورځپاڼه لیکي چې په عربي نړۍ کې دیموکراتیک پاڅونونه ښيي چې تر څه بریده القاعده په اسلامي نړۍ کې د صحنې نه وتلې ده او نفوذ نلري. ورځپاڼه لیکي چې القاعده چې په ټولنیزو تحریکونو کې یې هیڅکله هم رېښې نه درلودلې، مري که چیري د تلویزونونو پر پردو او د ورځپاڼو پر پاڼو باندي راښکاره نشي.

ورځپاڼه لیکي چې په اسلامي نړۍ کې په اصطلاح د مسلمان امت او د لودیځ ترمنځ سیالي چې آزادي او ډیموکراسي غواړي اوس د بن لادن په شان خلګو او شخصیبتونو تر نفوذ لاندي نه راځي.

خو ورځپاڼه دا هم لیکي چې د دې ټولو برسیره د القاعدې د سازمان د مشر بن لادن فزیکي او سیاسي وژل کیدل د پام وړ موضوع ده او یو لړ پوښتنې یې راپورته کړي دي. لومړۍ طبعا پاکستان ته راجع ده او هغه دا چي دا ناممکنه خبره ده چې د پاکستان د استخباراتو اداره یا آی اس آی د بن لادن د پټیدو د ځای په باب په دې ټول تیر شوي وخت کې معلومات نه درلودلل. د بیلکول حیرانتیا بله خبره دا ده چې آمریکا په ایبیټ آباد کې د بن لادن پر ضد عملیات د پاکستان نه پټ ساتلي و. باید وویل شي چې پخوا پاکستان بن لادن ساته او په دې ورستیو کې یې په قصه کې نه و چې دا هم ځان ته لاملونه لري. لومړۍ دا چي هغه نور په اسلامي نړۍ کې کوم سیاسي قدرت نه و. هغه نور پر پاکستان باندي بار و. دویمه خبره دا چي په افغانستان او پاکستان کې طالبانو د بن لادن سره اړیکې شکولي وې او دلیل یې سیاسي نه و بلکې اساما نور طالبانو ته داوطلب جنګیالي، پیسې او ستراتیژی نه ورکوله.

د دې نه معلومېږي چې همدغه یې یو دلیل و چې هغه ولي د طالبانو د نفوذ نه دباندي په ایبیټ آباد کې ژوند کاوه. د پېښې نه مخکي ټول په دې باور و چې هغه به ښايي په قبایلي سیمو کې وي یا به هم په کراچي کې وي چې په دواړه سیمو کې پښتانه میشت دي او طالبان په کښي نفوذ لري.

ورځپاڼه دغه راز لیکي چې د بن لادن وژل کیدو، د افغانستان په ماموریت کې هم د بحث دپاره یو لړ پوښتنې راپورته کړي دي. لس کاله مخکي پر افغانستان باندي د لویدیځو قواوو د حملې اساسي هدف دا و چې القاعده له منځه یوسي او مشر یې یا ووژني یا یې یې هم ژوندی ونیسي.

د لویدیځو قواوو دا هدف اوس پوره شوی دی نو دوي ولي باید نور په افغانستان کې پاته شي.

سره له دې چې د عامه افکارو د بدلولو دپاره لس کاله مخکي پر افغانستان باندي د حملې دپاره قانع کونکي دلایل موجود و چې افغانستان کې د طالبانو د دیکتاتورۍ څخه شځې وژغورل شي او داسي نور مسایل) خو داسي ښکاري چې نن په لویدیځ کې هیڅوک دې ته چمتو نه دي چې په دې ملک کې جګړه وکړي ترڅو په ترڅ کې یې د طالبانو په تعبیر سخت شریعي نظام په دې ملک کې حاکم نشي او ښځې مجبورې نشي چې بیا چادرۍ واغوندي.

ورځپاڼه لیکي چې اوس دا ستونزمن کار دی چې په کابل کې د لویدیځو قواوو شتون ته توجیه وربخښل شي خو په عین وخت کې ناټو کولای شي چې ددغه ملک نه سر لوړې راووځي ځکه خپل هدف یې ترلاسه کړې دی.

ورځپاڼه په افغانستان کې د پاکستان پر ګټو باندي هم خبري کوي او لیکي چې پاکستان تل په کابل کې یو داسي حکومت غواړي چې د اسلام آباد سره دوستانه اړیکې ولري او دوی وايي چې دا اړیکې یواځي د یوه پښتون مشر له لارې تامینیدای شي. ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې نور اقوامو ته پاکستان د ایران د اجنټانو په سترګه ګوري.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان افغانستان ته په داسي یو حالت کې چې ګاوندي ملک یې هند حمله پر وکړي د یوې پناهګاه په سترګه ګوري. خو د پاکستان دا پلمه او دلیل ډیر ضعیفه دی ځکه دا به په دې نړۍ کې د هند دپاره وروستی کار وي چې پر پاکستان باندي برید وکړي.

بله موضوع چې ورځپاڼې اشاره ورته کړې ده په افغانستان کې طالبان دي چې د افغانستان د حکومت سره جګړه کوي. ورځپاڼه لیکي چې په داسي حال کې چې ناټو کولای شي د افغانستان ماموریت په لوړ سر پای ته ورسوي ځکه چې د القاعدې د مشر په وژلو سره خپل هدف ته ورسیدله طالبانو ته هم اوس کیداشي چې د نړیوالو جهادیانو پر ځای د ملي لوبغاړو خطاب وشي البته په داسي یو حالت کې چې دوي د القاعدې د سازمان سره اړیکې وشکوي.

XS
SM
MD
LG