د لاس رسي وړ اتصالات

د حکیم الله محسود پر مرګ د مطبوعاتو تبصره


د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي چې د حکیم الله محسود په مرګ باندې په افغانانو کې دهغه د مرګ د اغیزو په برخه کې اختلاف نظر منځته راغلی دی.

د تحریک طالبان پاکستان دمشر حکیم الله محسود وژل کېدل، دافغانستان د برېښنايي او چاپي رسنیوو لپاره غټ خبر و. نوموړی د نومبر د میاشتې په لومړۍ نېټه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

په هغه وخت کې تقريبا د تلویزیون په ټولو چینلونو کې په دې خبرې بحث روان و چې دهغه دمرګ اغېزې او یا د امریکا د برید اغېزې به په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په بهير څه وي. داسي ذهنیت موجود دی چې د هغه مرګ د پاکستان د سولې هڅې له طالبانو سره له اصلي لارې نه واړولې. ایکسپرېس ټرېبیون لیکي چې ښايي پاکستان په دې اوس وخت کې لږ ترلږ په خپل مهم نقش باندې د افغانستان د سولې په خبرو کې تمرکز ونشي کړای.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم ددغې پېښې عکس العمل احساس کړ او ددغه برید پر وخت یې اعتراض وکړ. ښاغلي کرزي له خپل هغه مجلس نه ګټه واخیستله چې دامریکا د کانګریس له هیئت سره یې درلود او د بې پیلوټه الوتکې برید ته یې اشاره وکړله چې په نامناسب وخت کې پیښ شو. خو هغه داهیله هم څرګنده کړله چې د سولې په بهیر به ډېره ناوړه اغېزه ونکړي. د ښاغلي کرزي د حکومت دښمنانو، افغان طالبانو هم د پاکستاني طالبانو د تحریک دمشر وژل غندلي دي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي چې د ښاغلي کرزي د حکومت د سولې شوری هم دېته ورته نظریات لري. د افغانستان د سولې د شوری غړي دې ته په بې صبرۍ انتظار کوي چې اسلام اباد افغان طالبان دېته وهڅوي چې له دوي سره مخامخ خبرو ته کښېني او دناټو د قواوو له وتلونه مخکې یوه سیاسي حل لاره ولټوي.

اېکسپریس ټریبیون لیکي چې د حکیم الله محسود مرګ به اوس د افغانستان په برخه کې د پاکستان د نقش په هکله یوه پوښتنه را پیدا کړي ځکه چې د پاکستاني طالبانو نوی مشر مولوي فضل الله به خپله خونړۍ جګړه دافغانستان له خاورې نه پرمخ بیايي. د پاکستان حکومت په فضل الله پسې ځکه ګرځي چې د دوي امنیتي قواوو افراد یې وژلې دي او پخواني حکومت دهغه په سر پنځه مليونه پاکستانۍ روپۍ انعام ایښی دی.

ایکسپریس ټرېبون د یو افغان تحلیل کوونکي له قوله لیکلي دي چې افغان طالبان به اوس په ټینګه په دې باور وي چې امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي، ځکه چې د دوي د بې پېلوټه الوتکې تازه برید په پاکستان کې دسولې خبر شنډې کړلې. دغه تحلیل کوونکی وايي چې د پاکستاني طالبانو د انتقام نه ډک بریدونه په افغانستان کې هم پرخارجي قواو باندې امنیتي اندېښنې منځته راوستلی شي. ځکه پاکستاني طالبانو اعلان کړی دی چې انتقام به واخلي او دوي کولای شي چې په افغانستان کې هم پر امریکايي ځواکونو باندي بریدونه وکړي.

بریتانیې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د یادونې مراسم ترسره کړل

بلي خوا ته د ټېلیګراف ورځپاڼه لیکي چې دبریتانېې غټ نظامي مشران خبرداری ورکوي چې هغه عسکر چې په افغانستان کې جګړه کوي هغوي له نظره مه غورزوئ، ځکه چې هغوي اوس هم له خطر سره مخ دي.

ټیلیګراف لیکي چې د شنبی په شپه د برتانیې ملت دېته ځان برابراوه چې دخپلې جگړې د مړېو یادونه وکړي. دا داسې وخت دی چې معمولا د اولې او دوېمې نړۍ والې جګړې سره تړاو لري. خو یوشمیر معتبرو نظامي مشرانو خبرداری ورکړی چې هغه خطرونه چې اوس هم په افغانستان کې موجود دي پکارده چې دهغو له امله هغه عسکر چې اوس هم په افغانستان کې په جگړه بوخت دي له نظره ونه غورزول شي.

هغوي په خپلو خبرو کې وویل چې څومره چې د اولې او دویمې جګړې دوخت د عسکرو یادونه کېږي، پکارده چې دبرتانیې هغه عسکر هم یاد کړی شي چې اوس هم په افغانستان کې د جبهې په اول خط کې جګړه کوي.
XS
SM
MD
LG