د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوسټ: د کابل په هوایي ډګر کې د پیسو د کنترول ماشینونه کیښودل کیږي


واشنګټن پوسټ: د کابل په هوایي ډګر کې د پیسو د کنترول ماشینونه کیښودل کیږي

واشنګټن پوسټ: د کابل په هوایي ډګر کې د پیسو د کنترول ماشینونه کیښودل کیږي

امریکا او افغانستان به د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د پیسو لیږدول د ځینو خاصو ماشینونو پواسطه وڅاري تر څو پدې سره د فساد او رشوت خورۍ مخه ونیول شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې هر کال د کابل د نړیوال هوایي ډګر نه بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا یو میلیارد ډالر وړل کیږي، تر ډیره حده دغه پیسې یا د مخدره موادو د قاچاق او یا هم د هغو پیسو یوه برخه وي چې امریکا اونړیواله ټولنه یې افغانستان ته د مرستو په خاطر ورکوي.

ورځپاڼه وایي چې بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان نه په دومره اندازه د زیاتو پیسو وتل هم د امریکا او هم د افغانستان د حکومت یوه ستره اندیښنه ده نو ځکه یې د کنترول لپاره اوس مټې بډ وهلې دي.

افغان او امریکایي چارواکو ویلي دي چې د پیسو د کنترول لپاره به د کابل په هوایي ډګر کې ځیني خاص ماشینونه ولګول شي چې په امریکا کې جوړ شویدي، پدغو ماشینونو کې به د امریکایي ډالرو پرله پسې شماره ثبتیږي او دا به مالومیږي چې آیا دا پیسې د امریکا د مرستو نه پټې شویدي او که نه.

ورځپاڼه وایي افغان چارواکي پدې باندې کار کوي چې هغه قانون هم له منځه یوسي چې د ځینو جګپوړه افغان چارواکو بکسونه او سامان د تالاشۍ نه پرته الوتکو ته خیژول کیږي او دا نه مالومیږی چې په بکسونو کې یې څه شی دی.

ورځپاڼه وایي دا د فساد او رشوت خورۍ د مخنوي په برخې کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تازه هڅې دي. همدارنګه ځینو امریکایي ادارو په افغانستان کې د اداري فساد پرضد د مبارزي ادارو ته داسې وسایل ورکړیدي چې کولی شي د لوړرتبه حکومتي چارواکو خبرې ثبت کړي او د هغوي پر ضد شواهد راټول کړي.

ورځپاڼه وایي د اداري فساد او رشوت خورۍ مسله په افغانستان کې هغه څه دي چې تل یې امریکا او افغانستان په ناندریو کې سره ښکیل کړیدي. جمهور ریس حامد کرزی دا نه مني چې د اداري فساد پرضد هغه ادارې چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کیږي، هغوي ته دې دا واک ورکړل شي چې د کرزي د نږدې کسانو په اړه دې څیړنې وکړي. خو پرون د جمعې په ورځ هغه ژمنه وکړه چې د دغو ادارو ملاتړ به کوي مګر پدې شرط چې پدغو ادارو کې د بهرنیانو لاس نه وي او بله دا چې څوک یې په کارونو کې سیاسي مداخله ونکړي.

د امریکا یوه لوړرتبه چارواکي چې د فساد پر ضد په څیړنو کې کار کوي، واشنګټن پوسټ ته یې ویلي دي هره میاشت د افغانستان نه په میلونونو ډالر بهرنیو هیوادونو ته لیږدول کیږي او دا هغه پیسې دي چې باید امریکا یې افغانستان ته پدې خاطر ورکوي چې د خلکو لپاره یې مصرف کړی خو له بده مرغه دغه پیسې د ځینو کسانو شخصي جیبونو ته ځي.

د امریکا د کورني امنیت یوې ویاندې ایمې کوډوا ورځپاڼې ته دا ندي ویلي چې دغه ماشیونه به څه ډول وي او څنګه به د پیسو کنترول کوي خو هغې زیاته کړیده چې امریکا د افغان حکومت سره پدې برخې کې د نږدې نه کار کوي چې نقدو پیسو لیږدول کنترول او وڅاري.

یو شمیر نورو امریکایي او افغان چارواکو ورځپاڼې ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د کابل په هوایي ډګر کې د پیسو د کنترول درې یا څلور ماشینونه ولګول شي او د ټولو هغو کسانو پیسې به پکې ثبت کیږي چې بهر ته سفر کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د 2009 کال کې یوازې په دوه میاشتو کې 108 میلونه ډالر دوبۍ ته انتقال شویدي، ورځپاڼه وایي چې دا زښته زیاتې پیسې دي. له بلې خوا په همدې کال کې یوه مسافر دوبۍ ته په یوه ورځ کې 8 میلونه ډالر انتقال کړي او د دې هیڅ مالومات نشته چې دغه پیسې له کومه ځایه راغلي دي او چیرته ولاړې.

چارواکي وایی چې د پیسو د پرله پسې شمیرې په ثبت کولو سره به دا مالومه شي چې دا پسیې څه وخت او له کومه ځایه راغلي دي، یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې د همدغې طرېقې له لارې یې دا هم مالومه کړې وه چې د افغانستان د حج او اوقافو پخواني وزیر محمد صدیق چکري په میلونونو ډالرو رشوت خوړی وو.

ورځپاڼه وایي که څه هم چې چکري په هغه باندې لګول شوي تورونه رد کړیدي خو امریکایي چارواکي وایي چې د هغه ملګرو په زیاته اندازه امریکایي ډالر د سعودي عربستان نه افغانستان ته د ځانونو سره راوړي وو او بهانه یې کوله چې دا پیسې یې د حاجیانو د لګښتونو لپاره سعودي عربستان ته وړې وې. خو وروسته امریکایي چارواکي وایي چې د پیسو د پرله پسې شمیرو نه دا مالومه شوه چې دغه پیسې هیڅ افغانستان ته پخوا راغلې نه وې بلکه په مستقیم ډول د امریکا د پیسو د چاپ کولو یوې کمپنۍ نه سعودي عربستان ته لیږدول شوې وې.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې د پیسو نوي ماشینونه دا هم مالوموي چې پیسې په کوم تاریخ او له کومه ځایه افغانستان ته راغلې دي.

XS
SM
MD
LG