د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او امریکا په اړیکو کې تازه ستونزې، مطبوعات


د پاکستان او امریکا په اړیکو کې تازه ستونزې، مطبوعات
د پاکستان او امریکا په اړیکو کې تازه ستونزې، مطبوعات

دواشنګټن پوست ورځپاڼه لېکی چې دپاکستان اوامرېکا داړېکو ترمنځ نوي ستونزی را پېدا شوېدی.

ورځپاڼه د جون په لسمه لېکی چې په دې مېاشت کې د امریکا د استخباراتو چارواکو پا کستان ته دوه ځلي د هغو ځایونو په باب معلومات ورکړي وو چی هلته د یاغیانو د بمونو جوړولو فابریکې وې. دامرېکا استخباراتو پاکستان ته د ېاغېانو خاص موقعېتونه او دبم جوړونی فابرېکی دواړه وښودلی. خو مخکی له دېنه چې نظامی عملېات وشی ، ېاغېانو هغه ځاې تخلېه کړی و.

دغي ورځپاڼي پرون د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کي ویلي دي چي امریکایي مامورین وایي چي دوی په دې نه پوهیږی چي ددغو عملیاتو په باب څنګه فیصله وشوه.

واشنګټن پوسټ وایي چي امریکا د بمونو د جوړولو ددغو ځایونو په اړه پاکستان ته ویډیویي معلومات د مې د میاشتي په نیمایي کي ددې دپاره برابر کړي وو چي ددواړو ملکونو ترمنځ باور او اعتمار را پیدا شي. داوباما اداره هڅه کوی چې تېره مېاشت د بن لادن له وژلونه وروسته له پاکستان سره خپلی اړېکی بېرته ورغوی. خوکله چې د پاکستان نظامی قطعات په شمالی او جنوبی وزېرستان کې هغو سېمو ته د جون په 4مه ورغلل، ېاغېان له هغو سېمو نه تللی وو.

ټاېم اونېزه مجله په همدی اړه لېکی

چې د امرېکا د استخباراتو رئېس لېون پانېټه د پاکستان له دوه جنرالانو، د پوځ رئېس جنرال اشفاق پروېز کېاني او داستخباراتو د رئېس ډګرجنرال جنرال احمد شجاع پاشاته، په دې برخه کې د لسو دقېقو په اندازه ېوه تصحېح شوې وېډېو وښودله .په دغه وېډېو کې لېدل کېږی چې افراطېان په وزېرستان کې د بم جوړونی له دوه فابرېکو نه وساېل تخلېه کوی. ېوه فابرېکه د شمالی وزېرستان په مېرانشاه کې ده او بله په جنوبی وزېرستان کې ده. هغه ېاغېان چې په شمالی وزېرستان کې دی هغه د حافظ ګل بهادر او سراج الدېن حقانی له خوانه رهبری کېږی. دغودواړو مشرانو دامرېکا اوناټو پرقواو باندی په افغانستان کې برېدونه کړېدی. رپوټ داهم وايی چې دغه دواړه مشران د پاکستان له پوځ سره دعدم تعرض تړون لری.

د پاکستان او امریکا په اړیکو کې تازه ستونزې، مطبوعات
د پاکستان او امریکا په اړیکو کې تازه ستونزې، مطبوعات

ټاېم لېکی چی لېون پانېټه ادعا وکړله چې افراطېانو ته چا په هغو 24 ساعتونو کې خبر ورکړېدی چې امرېکا له پاکستان سره د ا معلومات شرېک کړېدی. دامرېکا ېوشمېر منابع د ټاېم اونېزی ته وېلی دی چې دامرېکا استخبارات په دې عقېده دی چې د پاکستان په امنېتی مقاماتو کې ېو شمېر عناصر و افراطېانو ته خبرداری ورکړېدی چې هغوی به په نښه شی.

واشنګټن پوست لېکی دامرېکا چارواکی وايی دوی په دې نه پوهېږی چې دامعلومات به څنګه افشا شوی وی. خو هغوی دا اندیښنه لري چي دا معلومات په خپله په پاکستان کي دننه خپاره شوي وو یا دا چي د پاکستان د استخباراتو ادارې مستقیما یاغیانو ته د هغو په باب خبر ورکړی و.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي دا هم ویلي دي چي د پاکستان د اردو یوه لوړرتبه مامور پرون وویل چي امریکا پاکستان ته د وسلو د زیرمو په باب هم معلومات ورکړي وو، مګر وروسته دا زیرمي تشي وې. دلته دا شک پېدا کېږی چې ښايی دامعلومات ېاغېانو ته ورکړل شوی وی. په دې خبره باندی زموږ خلک غور کوی او که هرڅوک په دې کار کې لتاړوی نو له هغه سره به حساب وشی. په ماضې کې پاکستان تل له دې نه انکار کړی چي امنیتي ادارې یې یاغیانو ته اطلاعات برابروي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼه په پاې کې لېکی چې دا پېښه به د پاکستان د چارواکېو او د امرېکا د استخباراتود رئېس لېون پانېټه په خبرو کې ېو غټ ټکی وی. لېون پانېټه پاکستان د جمعی په ورځ ورسېده. دامرېکا ېوه چارواکې ووېل چې دامرېکا استدلال به داوی چی موږ غواړو چې معلومات درسره شرېک کړ و خو پکارده چې تاسی دا ثابته کړی چې ددغو معلومات پربنا به اقدام کوئ. ستاسی ېو شمېر کسان په بشپړه توګه ستاسی په واک اواختېار کې ندی

XS
SM
MD
LG